د تحريک انصاف ګوند مرستيال مشر شاه محمود قرېشي په اسلام اباد کې نيول شوی

د عکس سرچینه، Screenshot
د تحریک انصاف ګوند مرستيال مشر شاه محمود قریشي په اسلام اباد کې نیول شوی دی.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د نوموړي د نیول کېدو پخلی کړی او ویلي یې دي چې شاه محمود له نیول کېدو وروسته د احتساب ادارې مرکزي دفتر ته لېږدول کېږي.
د تحریک انصاف ګوند په وينا شاه محمود قریشي په اسلام اباد کې له خپل کوره د ګن شمېر پولیسو لخوا نیول شوی دی.
ياده دې وي چې په اسلام اباد کې د شاه محمود قريشي په ضد په ټولو مقدمو کې د هغه ضمانت شوی خو څو ورځې وړاندې د پخواني لومړي وزير عمران خان په ضد د سايفر (محرم اسنادو) قضيه ثبت شوې وه.
شاه محمود قريشي څو اوونۍ وړاندې د فدرالي تحقيقاتو ادارې له خوا د سايفر پلټنې لپاره هم احضار شوی و.
شاه محمود قريشي په داسې حال کې نیول شوی چې لږ شېبه وړاندې یې په نشنل پرېس کلب کې یې يوې خبرې غونډې ته وينا کړې وه.
د اسلام اباد د پولیسو د یوه چارواکي په وینا، شاه محمود قریشي د دوی په توقیف کې نه دی، نو ډېر احتمال شته چې د فدرالي پلټنو ادارې (ایف آی اې) چارواکو نیولی وي.
کله چې بي بي سي په دې اړه د ایف آی اې له ویاند سره اړیکه ونیوله، هغه وویل چې د شاه محمود قریشي د نیولو په اړه له لوړپوړو چارواکو سره په اړیکه کې دی او که چېرې تائيد شي له رسنيو سره به یې خبر شريک کړي.
اسلام اباد پریس کلب کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د تحریک انصاف مشر شاه محمود قریشي وویل چې په ۹۰ ورځو کې د ټاکنو ترسره کول په اساسي قانون کې واضح دي.
نوموړي وویل، "تحریک انصاف پرېکړه کړې چې له ۹۰ ورځو زياتې مودې لپاره د ټاکنو ځنډېدل به په ستره محکمه کې چلېنج کړي.
شاه محمود قريشي زياته کړه، د تحریک انصاف ګوند د مرکزي کمېټۍ په اړه اوازې بې بنسټه دي. "عمران خان زموږ مشر و، دی او وي به. "






















