امريکا د تحريک انصاف ګوند د مشرانو د نيول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې

د عکس سرچینه، Getty Images
د امريکا متحده ایالاتو بهرنيو چارو وزارت وياند متيو مېلر د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشرانو د نيول کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي د يوه خبريال پوښتنې ته په ځواب کې ويلي "چې د تحريک انصاف ګوند د مشرانو د نيول کېدو خبر مو اورېدلی، هر کله چې داسې خبر اورو چې د اپوزېسيون مشران نيول کېږي، موږ پرې اندېښمن کېږو."
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د تحریک انصاف ګوند مشران لا هم د نیولو او زورولو له جدي ګواښ سره مخ دي، دې وروسیتو کې د پخواني لومړي لومړي وزیر عمران خان د ګوند تحريک انصاف د اطلاعاتو مشر يا وياند روف حسن په اسلام اباد کې پوليسو نيولی او د پاکستان د پلټنې مرکزيادراې (اېف ای اې) په توقيف کې دی.
هغه مهال داسې هم ويل کېدل چې د تحريک انصاف ګوند مشر ګوهر علي خان هم د لنډ مهال لپاره نيول شوی.
د روف حسن د نيول کېدو پر وخت داسې ويډيوګانې پر ټولنيزو رسنيو خپرېدی چې په کې په اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند دفتر بهر ګڼ شمېر پولیس ليدل کېږي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند خبريال ته ويلي، "کله مې چې يو وياند وليد چې نيول شوی، زه په شخصي توګه هم ډېر خواشينی شوم."
متيو مېلر ويلي، "موږ د اساسي قانون او د ديموکراتيکو اصولو ملاتړ کوو، چې په هغو کې د قانون حاکميت، انصاف، بشري حقونو ته درناوی وي او په هغو کې د خپلې رايې ازادي او د اجتماع ازادي شامله ده."
ويل کږي په تېرو څو ورځو کې د تحريک انصاف ګوند له تولنيزو رسنيو سره تړلي کسان هم نيول شوي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند متيو مېلر ويلي، "موږ هيله لرو چې د پاکستان د قانون له مخې دغه اصول پر ځای شي. "
ياده دې وي چې امریکايي وياند وړاندې هم د پاکستان د تحريک انصاف ګوند په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي دي.
متيو مېلر په يوه مخکيني خبري کنفرانس کې پر تحریک انصاف ګوند د بنديز په اړه اندېښنه ښودلې وه او دا یې د "پېچلې سياسي پروسې پيل" بللی و.
د يادولو وړ ده چې تر دې وړاندې د امریکا د استازو مجلس په پاکستان کې د وروستيو ټاکنو په اړه د پلټنو غوښتنه کړې وه.
خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت بيا په ټولټاکنو کې د درغليو په اړه د امريکا د استازو جرګې دعوا د حقايقو خلاف بللې وه.





















