"د سينګاپور پاسپورټ د نړۍ غوره او د افغانستان وروستي ځای کې دی"

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۲۴ کال لپاره د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د پاسپورټونو اهمیت په درجه بندۍ کې د افغانستان پاسپورټ د نوملړ په پای کې ځای لري.
د هینلې په نامه د پاسپورټونو په دې درجه بندۍ کې د سينګاپور پاسپورټ ته لومړی ځای ورکړل شوی دی، چې لرونکي یې له ویزې پرته د نړۍ ۲۲۷ هېوادونو له ډلې ۱۹۵ هغو ته له ویزې پرته سفر کولای شي.
د افغانستان پاسپورټ لرونکي بیا د نړۍ یوازې ۲۶ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر کولای شي. د یادونې ده، چې هینلې او شریکان یې د پاسپورټونو لپاره د اهمیت درجه بندۍ دا نوملړ د نړیوال ملکي هوايي چلن ایاټا د معلوماتو پر بنسټ چمتو کوي.
په دې کې د هغو هېوادونو نوملړ ته کتل کېږي، چې د پاسپورټ لرونکي یې ورته له ویزې پرته د سفر اجازه لري. د افغانستان پاسپورټ لپاره دا په تېرو ۱۹ کلونو کې د هینلې ادارې له لوري ورکړل شوی تر ټولو ټیټ امتیاز دی، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې یو بل بې ویزې منزل هم له لاسه ورکړی.
د افغانستان ګاونډي هېواد ایران ته بیا په دې نوملړ کې ۹۴ م ځای ورکړل شوی، چې د پاسپورټ لرونکي یې ۴۳ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر کولای شي. د افغانستان یو بل ګاونډی پاکستان بیا له افغانستانه دوې درجې پورته په ۱۰۰ م ځای کې راځي، چې د پاسپورټ لرونکي یې ۳۳ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر کولای شي.
د دې نوملړ له مخې پنځه هېوادونه، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان او او اسپانیا هم یوه درجه ټیټ شوي او په دویم ځای کې دي. د دې ټولو پنځو هېوادونو وګړي له ویزې پرته ۱۹۲ هېوادونو ته سفر کولای شي.
په تازه نوملړ کې د فنلنډ، ایرلنډ، لوکزامبرګ، هالنډ، سویلي کوریا او سویټزرلنډ په ګډون اووه هېوادونه یاد شوي دي، چې پاسپورټ لرونکي وګړي یې ۱۹۱ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر کولای شي.
تر ټولو ډېر پرمختګ
متحده عرب امارات بیا په دې نوملړ کې هغه هېواد بلل شوی، چې پاسپورټ یې تر ټولو ډېر په چټکۍ سره د لسو قوي پاسپورټ لرونکو هېوادونو په نوملړ کې شامل شوی دی.
د یادونې ده، چې په ۲۰۰۶ کال راهیسې چې د هینلې پاسپورټونو درجه بندۍ دا لړۍ پیل شوې، متحده عرب امارات توانېدلي خپل پاسپورټ ته له ۱۵۲ داسې هېوادونو امتیار تر لاسه کړي، چې وګړي یې له ویزې پرته ورتلای شي او اوس د متحده عرب اماراتو پاسپورټ لرونکي ۱۸۵ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر کولای شي.
د متحده عرب اماراتو پاسپورټ له همدې کبله د یاد نوملړ له ۶۲م مقامه نهم ځای ته رسېدلی دی.
تر ټولو ډېرې درجې بیا د وینزویلا پاسپورټ له لاسه ورکړې، چې له ۲۵ مې درجې ۴۲ مې ته رسېدلی دی. دغه راز د روسیې پاسپورټ شمېرې هم پاموړ غورځېدلې، له ۳۸م ځایه ۴۵ م ته غورځېدلی او اوس د روسیې پاسپورټ لرونکي کسان یوازې ۱۱۶ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر کولای شي.


















