هندی کرېکټ لوبغاړی 'ریشب پانټ' ترافیکي پېښه کې ټپي شوی

India

د عکس سرچینه، ANI

د عکس تشریح، د ریشب پانټ موټر له پېښې وروسته اور اخیستی
د خپرېدو وخت

د هند د کرېکټ ملي لوبډلې ځوان تکړه توپ وهونکی ریشب پانټ ترافیکي پېښه کې ټپي شوی دی.

د هغه موټر د جمعې پر ورځ د ډیلي په 'دهرا دون' لویې لارې د سړکونو له بېلونکي‌ خنډ سره جنګېدلی او اور یې اخیستی.‌

ډاکترانو د ریشب پانټ‌ روغتیايي وضعیت په اړه ویلي چې له خطر وتلی دی.

تر دې وړاندې د ځايي پولیسو یوه مشر 'اجې سنګ' بي بي سي‌ ته ویلي و چې ټکر کې د ښاغلي پانټ‌ د مرسیډیز موټر د مخ ښیښه ماته شوې او سملاسي یې اور اخیستی.

خو د لویو لارو مرستندویان په بېړه د پېښې ځای ته رسېدلي او ریشب پانټ یې امبولانس کې روغتون ته لېږدولی دی.

پېښه څنګه شوې؟

India

د عکس سرچینه، ISHWARI CHAND

رپوټونه کې ویل شوي چې دغه هندی کرېکټر له ډیلي روړکي کې خپل کور ته روان و چې له دې پېښې سره مخ شو.

اې اېن ای خبري اژانس ویلي د اتراکنډ اعلی وزیر 'پشکر سنګ دهامي' اړوندو چارواکو ته امر کړی چې د ریشب درملنې لپاره ټول اړین ګامونه واخلي.

د هند کرېکټ بورډ‌ یوه اعلامیه کې ویلي چې پېښه کې د ریشب پانټ تندی دوه ځای پرې شوی، د ښي پښې زنګون، مړوند او د لاس غټه ګوته یې ټپې شوي دي.‌

ریشب پاڼټ ۲۵ کلن او د چټکې توپ وهنې له کبله مشهور دی.

هغه روانه میاشت د بنګله دېش خلاف دویمه ټسټ‌ لوبه کې ۹۳ منډې وکړې.

خو نوموړۍ د جنورۍ له درېمې د سریلانکا خلاف د پلان شویو شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لړۍ لپاره لوبډله کې نه دی اخیستل شوی.

غبرګونونه

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

د ریشب پانټ د ترافیکي پېښې د خبر له خپرېدو سملاسي وروسته د هند ګڼو اوسنیو او پخوانیو لوبغاړو،‌ د نورو هېوادونو کرېکټرانو او د نوموړي مینوالو پر دې پېښه خواشیني وښوده او د هغه د ژر رغېدو هیله یې وکړه.‌

په دوی کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي راشد خان او محمد نبي هم دي،‌ چې د ریشب پانټ‌ د ژر رغېدو دعا یې کړې.‌

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 3

د پاکستان چټک بالر حسن علي‌ هم ورته هیله ښودلې.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 4
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 4

ځینو بیا دې پېښه کې د ریشب پانټ د سوځېدلي موټر عکسونه خپاره کړي‌ او د هغه ژوندي وتل یې معجزه بللې ده.‌