تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بایډن د امریکا د سمندري پوځ مشرتابه ته یوه ښځه نومولې
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن یوه ښځینه امیر البحر د خپل هېواد سمندري پوځ د مشرې په توګه ګومارلې ده.
دا د امریکا په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې یوه ښځه د امریکايي پوځ یوې څانګې لپاره د مشرې په توګه ګومارل کېږي. لیزا فرانچیتي له دې مخکې په سویلي کوریا کې د امریکا سمندري پوځ د بېړیو ټولګې مشري کوله او له هغه مخکې یې د جنګي الوتکو لېږدونکې بېړۍ مشرتوب پر غاړه درلود.
د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر له لوري د نوموړې ګومارنه باید د امریکا کانګرېس کې د مشرانو جرګې یا سېنټ له لوري تائید شي. که د سمندري پوځ د عملیاتي مشرې په توګه د نوموړې ګومارنه له سېنټه تائید شي، دا به لومړی ځل وي چې یوه ښځه د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندې د لوړپوړيو غړیو په کتار کې شاملېږي.
د ۳۸ کلنې پوځي قوماندانې په توګې دا په امریکايي پوځ کې دویمه ښځه وه، چې د امیر البحر څلور ستوریز منصب یې ترلاسه کړ. د امریکا ولسمشر په یوه اعلامیه کې د دې ستاینه کړې، په عملیاتي او پالیسي جوړونه کې یې د دې تجربې ''پراخې'' او په وینا یې که یې ګومارنه تائید شي، ''یو ځل بیا به تاریخ جوړ کړي.''
د امریکايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، امیر البحر فرینچیتي د امریکا دفاع وزیر لوید استین لومړنی انتخاب نه و، بلکې هغه د دې منصب لپاره د سامیویل پاپارو نوم وړاندیز کړی و، چې د سمندري پوځي زدکړو معتبرې ادارې ټاپګن فارغ التحصیل دی.
ښاغلي بایډن هم امیر البحر پاپارو ته ترفیع ورکړې او په ارام سمندر کې یې د امریکايي ځواکونو قوماندان په توګه ګومارلی دی.
د امریکا کانګرېس کې د الاباما ایالت جمهوریتپال استازی ټامي تیوبرویل د ۲۷۰ پوځي ګومارنو د تائید مخه نیولی او ویل کېږي چې له همدې امله به د سمندري پوځ د مشرې ګومارنې تائید هم اسانه چاره نه وي.
نوموړي د امریکا دفاع وزارت پر هغه پالیسۍ چې د سقط جنین لپاره له یوه ایالته بهر ته د پوځیانو سفر لګښت ورکوي د اعتراض په توګه دا چاره خپله کړې. ولسمشر بایډن بیا د سناتور دا چاره نه یوازې ''ناسمه، بلکې خطرناکه'' بولي.