تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سیګار تازه رپوټ: ایا افغانستان ته د امریکا د بشري مرستو دوام به د طالبانو د حکومت د پیاوړتیا لامل نه شي؟
- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې دفتر یا سیګار د دغه هېواد ګانګریس ته خپل ۶۳م درې میاشتینی راپور لېږلی چې د افغانستان پر بیا رغونه د لګېدلو ۱۴۴ میلیارد ډالرو د مصرف د څرنګوالي په اړه یې پکې وضاحت ور کړی دی.
د سیګار د راپور له مخې، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، د امریکا متحدو ایالتونو لخوا له ۱۷ میلیاردو ډېر ډالر د افغانستان د مرستندویه صندوق تامین، بشري مرستو او د کډوالو د منلو په ګډون په بېلابېلو برخو ته ځانګړې شوي دي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش په راپور کې دا پوښتنه راپورته شوې چې ایا افغانستان ته د امریکا د بشري مرستو دوام به د طالبانو د حکومت د پیاوړتیا لامل نه شي؟
په دې اړه راپور کې د افغانستان د یوې ولایتي شورا د پخواني غړي له خولې ویل شوي، د طالبانو ځانمرګي بریدګر او د هغوی کورنۍ د امریکا له دغو مرستو استفاده کوي.
سیګار ته یوه کارپوه ویلي، د امریکا لخوا د پراختیايي مرستو کمښت د هغو ننګونو اصلي لامل دی چې نن ورځ په افغانستان کې خلک ور سره لاس او ګرېوان دي.
په دغه راپور کې همدارنګه په امریکا کې د افغان کډوالو ستونزو ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې یو شمېر کډوالې ښځې په امریکايي ټولنه کې د نه ادغام له امله له جدي رواني ستونزو سره مخامخ دي.
سیګار د یوه پخواني پوځي قوماندان له خولې ویلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې بنسټپالنه او افراطیت مخ په زیاتېدو دی او زرګونه ماشومان او تنکي ځوانان ښوونځیو ته د تګ پر ځای دیني مدرسو ته لېوال شوي دي.
په دې مقاله کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي استازي ریچارډ بېنېټ هغو څرګندونو ته هم اشاره شوې چې ویلي یې دي، د طالبانو له خوا له ښځو او نجونو سره ناوړه چلن د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سرغړونه ده او په دې توګه طالبان د یوه حکومت په توګه په رسمیت د پېژندو چانس له لاسه ورکوي.
په دغه راپور کې د طالبانو د رهبر هغو څرګندونو ته هم اشاره شوې چې د شرعي اوامرو په توګه یې سنګسار او د ښځو وهلو تطبیق ته پکې اشاره کړې وه.
په دغه راپور کې له ښوونځیو د نجونو د راګرځولو په اړه د طالبانو سخت دریځ هم څېړل شوی او پکې ویل شوي په کندهار کې چېرې چې د طالبانو رهبر مېشت دی، نجونې له درېیم ټولګي پورته زدکړو څخه منع شوې دي.
همدارنګه په دغه راپور کې ویل شوي، د مدني چارو، خطاطۍ او له عربي پرته د بهرنیو ژبو تدریس په څېر مضامین هم د طالبانو له خوا له نصاب څخه ایستل شوي دي.
د راپور په یوه برخه کې ویل شوي، طالبانو د دیني مدرسو د شمېر زیاتولو ته مخه کړې چې دمګړۍ په افغانستان کې د نارینه وو د مدرسو شمېر ۶۸۰۰ او د ښځو د مدرسو شمېر ۳۸۰ ته رسېدلی دی. راپور مخکې کاږي چې د طالبانو تر واک لاندې مرکزي بانک له امريکا څخه د تخنيکي مرستې غوښتنه کړې وه، خو د امريکا حکومت د قانوني او سياسي دلايلو له امله دا امکان نه درلود. د سیګار د وروستي راپور له مخې، ملګرو ملتونو په روان زېږديز کال کې له ۱۷ میلیونو اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره له ۳ ملیارد ډالرو څخه د زیاتو بشري مرستو غوښتنه کړې چې امریکا د ستر تمویل کوونکي په توګه ۸۰ میلیونه ډالر ور کړي دي.
سیګار د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر یا اوچا د راپور پر بنسټ ویلي، طالبان د بشري مرستو په چارو کې لاسوهنه کوي او یوازې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د دوی د لاسوهنې ۸۱ قضیې ثبتې شوې دي.
په راپور کې ویل شوي، په تېر زېږدیز کال کې له افغانستان سره ۷۳۰ مرستندویه پروژې د طالبانو د لاسوهنو له امله ځنډول شوې وې. د امنیتي مسایلو په اړه په دغه راپور کې راغلي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دوحې په تړون کې د طالبانو له ژمنو سره سره، دا اندېښنه شته چې افغانستان به یو ځل بیا د ترهګرو په جنت بدل شي او په دې برخه کې یې د افغانستان په داخل او بهر کې د داعش د خراسان څانګې د فعالیت وړتیا ته اشاره کړې ده.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سیګار د تازه راپور د محتوا په اړه څه نه دي ویلي، خو په تېر کې یې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو په چارو کې هر ډول لاسوهنه رد کړې ده او تر څنګ یې په ځلونو په افغانستان کې د داعش په ګډون د نورو ترهګرو ډلو د مرکزیت شتون او د پراخ فعالیت وړتیا رد کړې ده.