د امریکا بهرنیو چارو وزیر: د سوریې واکمنه ډله باید د طالبانو له ګوښیتوبه زدکړه وکړي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, شریف ولید
- دنده, خبریال
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له هغو ډلو چې د سوریې کنټرول یې په واک کې دی غوښتي چې په حکومتي اډانه کې بېلابېلو ډلو ته ځای ورکولو په تړاو خپلې ژمنې عملي کړي.
ښاغلي بلېنکن د سوریې پر نویو واکمنو غږ کړی، چې په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ له نړیوال ګوښیتوبه (انزوا) درس زده کړي.
په سوریه کې تر ټولو لویه واکمنه ډله هیئت تحریر الشام ده، چې په تېر کې یې له القاعده سره اړیکي درلودل او ترکیه یې ملاتړ کوي. د دغې ډلې په مشرتابه د وسله والو ډلو له چټکو بریدونو وروسته روانه میاشت په سوریه کې د بشار الاسد حکومت له منځه لاړ او د یادې ډلې مشر احمد الشرع ژمنه وکړه، چې په نوي حکومت کې به د خپل هېواد لږکیو حقونه خوندي ساتي.
تېره ورځ په نیویارک کې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وینا کې ښاغلي بلېنکن وویل: ''طالبانو په لومړي سر کې معتدله څېره څرګندوله، یا یې لږ تر لږه هڅه دا وه، چې همداسې وښيي، خو په افغانستان کې پر واک له ولکې وروسته د دوی اصلي څېره څرګنده شوه او پایله یې دا شوه، چې همداسې په نړیواله کچه منزوي پاتې دي.''
د ښاغلي بلېنکن په خبره په افغانستان کې د طالبانو حکومت لوېدیځوالو ته د نژدې کېدو لپاره لومړني اقدامات وکړل، خو له هغه وروسته یې د اسلامي شریعت له سخت دریځه تفسیر سره سمې کړنې بېرته پیل کړې، چې له شپږم ټولګي پورته او بیا په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو پر زدکړو بندیزونه پکې شامل دي.
نوموړي زیاته کړه: ''نو، که تاسې په سوریه کې نوې رابرسېره ډله یاست، که نه غواړئ هماغسې ګوښیتوب تجربه کړئ، باید د دې هېواد د چارو پر مخ بیولو لپاره ځینې کارونه وکړئ.''

احمد الشرع چې اوسمهال عملاً د سوریې واکمن دی، وايي دی نه غواړي د سوریې بڼه افغانستان ته ورته کړي. نوموړي په دمشق کې له بي بي سي سره یوه مرکه کې وویل، هېوادونه بېلابېل دود – دستور لري، ''افغانستان یوه قبایلي ټولنه ده. خو سوریه کې ذهنیت بېل دی.) نوموړي زیاته کړی دی د ښځو پر زدکړو باور لري.''
د امریکا بهرنیو چارو وزیر بیا په سوریه کې د یوه ''غیر فرقه ییز'' حکومت تاسیس غوښتنه وکړه، چې د ده په خبره د لږکیو حقونه پکې خوندي وي او امنیت تامین کړي. له اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) سره مبارزه او د پاتې کیمیاوي وسلو د زېرمو له منځه وړل د امریکا ځینې نورې غوښتنې دي، چې په سوریه کې له واکمنې هیئت تحریر الشام ډلې لري.
ښاغلی بلېنکن وايي، ''د اسد حکومت له لوري په سیاست کې د نورو نه زغمل او د شرکت مخنیوی هغه څه وو، چې د نوموړي د حکومت د سقوط حتمي کولو له لاملونو یو و.''
د یادونې ده، چې مخکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ځینو غړو د بشار الاسد حکومت د وسله والو مخالفانو د پرمختګ هرکلی کړی و، چې پایله کې یې د بشار الاسد حکومت ړنګ شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
دوې اونۍ مخکې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت د بشار الاسد حکومت نسکورېدو په مناسبت ''د تحریک مشرتابه او د سوریې خلکو ته'' مبارکي وویله.
د یاد وزارت په اعلامیه کې ویل شوي و: ''موږ هیله من یو چې د واک لېږد بهیر هغسې پر مخ لاړ شي، چې د سوریې د خلکو هیله ده. د داسې مستقل او خدمتګار اسلامي نظام تاسیس ته لاره هواره شي، چې ملي روغه جوړه یې لومړیتوب وي، په ډلوټپلو له وېش کېدو او غچ اخیستنې ډډه وشي او د سوریې خلکو د یوموټیوالي لپاره د عمومي عفوې سیاست رامنځته شي.''
د طالبانو حکومت دغه راز په سوریه کې له رول لرونکو بهرنیانو وغوښتل چې په سوریه کې له نوي مشرتابه سره د '' مثبت تعامل او رغنده همکارۍ سیاست'' خپل کړي.
احمد الشرع چې مخکې د ابو محمد الجولاني په نامه یادیده، په سوریه کې د هیئت تحریر الشام ډلې مشر دی، چې په تېر کې یې له القاعده او داعش ډلو سره نژدې اړیکي درلودل.
ښاغلي شرع په دمشق کې له بي بي سره مرکه کې وویل، هېواد یې ''له جګړې ستړی شوی او د ګاونډیانو یا لوېدیځوالو لپاره ګواښ نه دی.''
نوموړي دغه راز غوښتنه وکړه، چې ''پر سوریې لګېدلي بندیزونه باید لېرې کړل شي.'' او په وینا یې هیئت تحریر الشام ډله باید د ترهګرو ډلو له نوملړه وایستل شي.
د یادونې ده، چې دغه ډله چې په ۲۰۱۶ کال کې یې له القاعده سره پرېکون اعلان کړ، د امریکا، اروپايي ټولنې، بریتانیا او یو شمېر نورو هېوادونو له لوري د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي.





















