تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مودي: د ډیلي چاودنې عاملین به "ونه بښل شي"
د هند لومړي وزير نريندرا مودي، چې دا مهال د دوو ورځو سفر لپاره په بهوټان کې دی، څو شېبې مخکې په خپله لومړۍ څرګندونه کې له چاودنې وروسته وويل د نوي ډیلي چاودنې تر شا دسیسهګر "به ونه بښل شي".
مودي په خپله وينا کې لنډ وخت له هندي ژبې انګلیسي ته واوښت او ويې ويل: "ټول مسؤل کسان به عدالت ته راکش کړل شي".
هغه زياته کړه: "تېر ماښام مې د پېښې د څېړنې له ټولو ادارو سره اړيکه لرله. زموږ ادارې به د دې دسیسې تر شا حقیقت معلوم کړي".
د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې تاریخي سرې کلا ته څېرمه د دوشنبې په ورځ (۱۰ نومبر) په یوه موټر کې د چاودنې له کبله لږترلږه اته تنه وژل شوي.
د ډيلي د پوليسو وياند سنجې تياګي وايي، په چاودنه کې لږترلږه ۲۰ تنه ټپيان شوي دي. دی وايي، د چاودنې د لامل د موندلو لپاره پلټنې روانې دي.
د چاودنې له امله په نوي ډيلي، ممبی او د ګاونډ ایالتونو کې د تیارسئ یا خبرداري امر شوی دی.
د ډېلي پوليسو يوه مشر ستېش ګولچا خبريالانو ته ويلي، "چاودونه په يوه ورو روان موټر کې شوې چې سپرلۍ په کې وې. د چاودنې له کبله نورو موټرو هم اور اخیستی دی."
د پېښې عیني شاهدانو ویلي چې ځايي وخت ماښام مهال یې د "زورورې چاودنې" غږ اورېدلی دی.
پوليسو لا تراوسه څه نه دي ويلي چې دا برید څه ډول رامنځته شوی دی. د ډېلي د پوليسو کمېنشر ويلي، ګڼې ادارې د پېښې په اړه پلټنه کوي.
د عدلي طب يو چارواکي محمد وحيد خبريالانو ته ويلي، "د پېښې له ځايه ټولې راټولې شوې بېلګې لابراتوار ته لېږل شوې دي. له ازموينو وروسته به پايلې ته ورسېږو".
د چاودنې په اړه په رسنيو کې بېلابېلې ادعاوې او اټکلونه شوي دي. ځينو عیني شاهدانو ادعا کړې چې چاودنه د ګازو ډبې له کبله شوې خو دا په رسمي توګه پوليسو نه ده تائید کړې.
د هند خبري اژانس (اېاېنای) ته د سیمې یوه دوکاندار ویلي، "زه په خپل دوکان کې ناست وم چې چاودنه وشوه. غږ یې ډېر لوړ و. مخکې مې هېڅکله داسې غږ نه و اورېدلی."
دغه اژانس د هټيوال نوم نه دی یاد کړی خو د ده له خولې یې ویلي چې، "زه له خپلې څوکۍ راپرېوتم. بیا له دوکانه ووتلم او منډه مې کړه ځکه چې زما شاوخوا خلکو هم منډې وهلې."
د هند خبري اژانس (اېاېنای) د خبر له مخې، د ډيلي پولیسو کمېشنر ستېش ګولچه خبریالانو ته ویلي چې چاودنه ځايي وخت د ماښام اته دقیقې کم اووه بجې شوې ده.
د ده په وینا، چاودنه هله وشوه چې یو موټر سرې اشارې ته ودرېد او وروسته وچاودېد چې ترڅنګ ولاړ ګاډي یې هم زیانمن کړل.
هغه په چاودنه کې د اوښتې مرګژوبلې کره شمېر نه دی په ډاګه کړی خو ویلي یې دي یو شمېر کسان پکې وژل شوي او ژوبل شوي دي.
غبرګونونه
د طالبانو د حکومت غبرګون
د طالبانو حکومت د هند په نوي ډیلي کې چاودنه غندلې ده او وايي چې له هندي حکوومت او خلکو سره په دې سخت وخت کې خپله خواخوږي ښيي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ادرسره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې "دا برید غندي او په سیمه کې د تاوتریخوالي او بېباتۍ پر وړاندې پر مبارزې سربېره، د ټولو وګړو لپاره د سولې او خوندیتوب ملاتړ وکړي، پرته له دې چې د دوی مليت څه وي".
ددغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر اېکس یوه پیغام کې د هند په نوي ډیلي کې د پرون ماښام چاودنه غندلې او د قربانیانو کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده. اعلامیه کې د ټپیانو د ژر رغېدو هیله هم ښودل شوې ده.
د بوټان د پاچا غبرګون
د بوټان پاچا، جِګمي خِسَر نامګیل وانګچوک، د سهشنبې په ورځ د تیمفو په چنګلیمیتانګ لوبغالي کې د ډیلي د چاودنې د قربانیانو لپاره د زرګونو خلکو په حضور کې دعا وکړه.
اېاېنای خبري اژانس وايي، په دغه لوبغالي کې د "نړیوالې سولې د دعا فسټیوال" او د بوټان د پاچا د ۷۰مې کلیزې لمانځغونډه هم روانه ده.
لومړی وزیر نريندرا مودي په دوه ورځني سفر د همدې مراسمو لپاره بهوټان ته تللی دی.
پاچا وویل: "موږ غواړو د ډیلي د هغو خلکو لپاره دعا وکړو چې په خواشیني سره یې خپل ژوند له لاسه ورکړ. موږ د هغوی لپاره دعا کوو."
مودي بوټان ته له رسېدو لږ وروسته په چنګلیمیتانګ لوبغالي کې خلکو ته وینا وکړه او ویې ویل چې د دوشنبې د چاودنې عاملین به عدالت ته وسپارل شي.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په چاودنه کې د وژل شویو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
ښاغلي مودي پرخپله اېکسپاڼه د خواخوږۍ او غمرازۍ له پیغام سره ټپیانو ته د ژر رغېدا هیله کړې ده او ویلي یې دي چې د کورنیو چارو وزیر امېت شاه او نورو چارواکو سره په ګډه د وضعیت ارزونه کوي.
امېت شاه ویلي چې چاودنه په (هویونډای ای۲۰) ډوله موټر کې شوې ده او په وینا یې، د هند د ملي امنیت ځواک او د ملي څېړنو اداره له ځینو عدلي متخصصانو سره په ګډه د پېښې پلټنه کوي.
ښاغلي شاه زیاته کړې چې د پېښې تر شا "هر ډول امکان په پام کې نیسو او څېړو یې" او په وینا یې، وروسته به پایلې له خلکو سره شریکې شي.
هغه ویلي چې د چاودنې ځای لیدو او ترې وروسته په روغتون کې د ټپيانو کتو ته ور روان دی.
د پېښې له ځایه په خپرو شویو عکسونو کې برېښي چې په سيمه کې پولیس ځای پر ځای شوي او لارې یې تړلې دي.
د یادولو ده چې د ۱۷ پېړۍ سره کلا یا (لعل قلعه) د ډيلي په زړه او ګڼمېشته سیمه کې ده او هره ورځ زرګونه سېلانیان د دې تاریخي کلا لیدو ته ورځي.