هنټر بایډن له مالیې د تېښتې په قضیه کې ټول تورونه ومنل

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د امریکا د ولسمشر جو بایډن زوی، هنټر بایډن پر نوموړي د مالیې نه ورکولو په تړاو ټول لګول شوي تورونه منلي او داسې ښکاري، په دې توګه یې هغه فدرالي څارنوالان غافګیر کړي چې د پنجشنبې پر ورځ یې د نوموړي د محاکمې پیلېدو ته چمتووالی کاوه.

هنټر بایډن مخکې دا رد کړې وه چې ګوندې په لوی لاس یې له ۲۰۱۶ تر ۲۰۱۹ کال پورې موده کې د یو میلیون او ۴۰۰ زره ډالرو په اندازه د مالیې له ورکولو ډډه کړې ده.

۵۴ کلن هنټر له فدرال مالیې د تېښتې له نهو تورونو سره مخامخ و.

هغه داسې مهال دا ټول تورونه ومنل چې د لاس انجلس یوه محکمه کې د دې دوسیې لپاره د قضایي پلاوي د ټاکل کېدو پروسه پیل شوه.‌

کله چې څارنوالانو محکمې ته د هنټر بایډن ۵۶ مخه دوسیه ولوسته او وروسته قاضي له نوموړي وپوښتل چې ایا دی پرې د لګول شویو تورونو له جزییاتو سره موافق دی، نوموړي د "هو" ځواب ورکړ.

قاضي‌ مارک سکارسي وروسته وویل چې هنټر بایډن د دغو تورونو منلو له کبله د حد اکثر ۱۵ کاله بند او له ۵۰۰ زرو تر یو میلیون ډالرو جریمې له سزا سره مخامخېدای شي.‌

محکمه به د راتلونکې ډسمبر میاشتې پر ۱۶مه د هغه په تړاو پرېکړه وکړي.‌

دا داسې وخت دی چې امریکا کې به پر را روانو ولسمشریزو ټاکنو شاوخوا یوه میاشت اوښتې او سپینه ماڼۍ کې د جو بایډن یوازې یوه میاشت پاتې وي.

د یادونې ده چې ولسمشر بایډن مخکې ویلي، د خپل زوی بخښلو لپاره به د ولسمشرۍ اجرائیوي‌ واک ونه کاروي.‌

د دې قضیې مشر څارنوال لېو وایز محکمې ته وویل "هنټر بایډن بې ګناه نه دی. هنټر بایډن ګرم دی.‌..‌ موږ نن د دې لپاره محکمې ته راغلي یو چې نوموړی د دې قضیې پر بنسټ محاکمه کړو."

هنټر بایډن مخکې ټینګار کاوه چې بې ګناه دی او دا چې دغه قضیه ورته د سیاسي ملحوظاتو له کبله اچول شوې ده.

هغه ویل د دې لپاره په نښه شوی چې ګوندې جمهوریپال قانون جوړونکي غواړي د ده د پلار استیضاح کولو ته پلمه پیدا کړي.

هنټر د دې قضیې پر مخ وړلو لپاره د ځانګړي څارنوال په توګه د ډیوېډ‌ وایس ټاکنه هم غیر قانوني بلله.

د امریکا د ولسمشر زوی تېر ډسمبر کې په درېیو مالیاتي جرمونو او شپږو سرغړونو تورن شو.‌

په دې کې د مالیې ورکړه کې پاتې راتلل، له مالیاتو تېښته او د مالیې د جعلي پاڼو سپارل شامل وو.‌

د دې قضیې له مخې هانټر بایډن د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ موده کې له خپل بهرني کاروباره ۷ میلیون ډالر عاید ترلاسه کړی دی.

په ادعانامه کې زیاته شوې چې هغه په دې موده کې ۵ میلیون ډالر په نورو بېلابېلو چارو لګولي خو یوازې مالیه یې نه ده ورکړې.‌

څارنوالان وايي‌ نوموړي په دې موده کې کافي اندازه پیسې درلودې چې د خپلو مالیاتو یوه برخه او یا ټوله پرې کړي، خو دا کار یې نه کاوه.‌

د یادونې ده چې هنټر بایډن تېره جون میاشت کې د وسلې درلودو او د نشه‌يي‌ توکو د کارولو په قضیه کې هم ګرم پېژندل شوی و.

دی په هغې قضیه کې تورن شوی و چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د وسلې اخیستلو پر مهال دا پټه کړې وه چې نشه‌يي‌ توکي کاروي.

دا د امریکا تاریخ کې لومړی ځل و چې د یوه برحال ولسمشر زوی یوه جرمي قضیه کې ګرم پېژندل کېده.‌