طالبان: ترکیې ته د خلکو د لېږد اوازه رښتیا نه ده، د کابل هوايي ډګر ته مه ځئ

Kabul

د عکس سرچینه، Social Media

د خپرېدو وخت

افغانستان کې د طالبانو حکومت بېلابېلو چارواکو هغه اوازې رد کړې چې ګواکې له کابله د ترکیې زلزله ځپلو سره مرستې لپاره خلک لېږدول کېږي.

د رپوټونو له مخې چارشنبه مازیګر مهال لسګونه کسان تر هغې وروسته کابل کې په هوايي ډګر ورمات شول چې له اسنادو پرته ترکیې ته زلزله ځپلو سره مرستې لپاره د خلکو د لېږد اوازه خپره شوه.

په دغو شایعاتو کې دا هم ویل شوي و چې ګوندې د خلکو لېږدولو لپاره له ترکیې کابل ته یو شمېر الوتکې ورغلې دي.

پر خواله رسنیو ځینې داسې ویډیوګانې هم خپرې او لاس په لاس شوې، چې یو شمېر کسان پکې ظاهرآ هوايي ډګر ته د ځان رسولو په حال کې لیدل کېږي.

په دغو ویډیوګانو کې د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي،‌ چې ویل شوي ښايي د هوايي ډګر ساتونکو د وضعیت د کنټرول لپاره کړې وې.

تر دې وروسته د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې ولیکل چې په دې اړه خپرې شوې "اوازې هیڅ حقیقت نلري، هیڅوک دې په دې نیت هوایي میدان ته نه ورځي او عامه نظم دې نه اخلالوي."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

د یادونې ده چې تېره دوشنبه (د فبرورۍ ۶مه) ترکیې او سوریه کې د رېښتر په کچه ۷ اعشاره ۸ درجې زلزلې پراخه ویجاړي رامنځته او زرګونه کسان ووژل.

تر هغې وروسته بېلابېلو هېوادونو ترکیې او سوریې ته مرستې او تر نړېدلو ودانیو لاندې د ایسارو خلکو ژغورنې لپاره مرستندویه ډلې واستولې.

افغانستان کې د طالبانو حکومت هم د ترکیې او سوریې زلزله ځپلو سره د ۱۵ میلیونه افغانیو مرسته اعلان کړه.

پر ښاغلي مجاهد سربېره د طالبانو حکومت کې د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ هم پر خپل ټویټر لیکلي چې له کابله ترکیې ته د خلکو د لېږدېدو اوازې "مطلق دروغ" دي.

هغه زیاته کړې چې "ځیني کسانو هوایي میدان ته مراجعه کړې وه – د امنیتي موظفینو لخوا بېرته رخصت شول. هیله مند یو چې د چا په پوچو او له حقیقت څخه لیرې تبلیغاتو باور ونه کړئ."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

همدا راز د افغانستان ملي تلویزیون هم د کابل نړیوال هوايي‌ ډګر د سرحدي پولیسو قوماندان 'قاري روح الله عبیده' له خولې ترکیې ته د خلکو د لېږدولو پلان له حقیقت لېرې بللی دی.

بلخوا د خواله رسنیو ګڼو افغان کارنو بیا ترکیې ته لېږدېدو لپاره د کابل هوايي ډګر ته د ګڼ شمېر خلکو پر ورتګ تبصرې کړې دي.

ځینو دا د نالوستۍ او پر شایعاتو د باور پایله بللې، خو نورو بیا لیکلي چې بې کارۍ،‌ اقتصادي ستونزو او د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ژوندانه سختو شرایطو خلک دې ته اړیستلي،‌ چې له افغانستانه د وتلو وړه موکه هم له لاسه ورنکړي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو لخوا د کابل تر نیول کېدو وروسته هم زرګونه کسان پر هوايي ډګر ورمات شوي وو.

هغه مهال لسګونه زره کسان،‌ چې ډېرو یې افغانستان کې له نړیوالو اېتلافي ځواکونو او ادارو سره کار کړی و، له افغانستانه وایستل شول.‌