د جي شل هېوادونو غونډه پای ته ورسېده؛ پر څه خبرې وشوې؟

د خپرېدو وخت

د جي شل هېوادونو سرمشريزه چې د هند پلازمېنه ډيلي کې پيل شوې وه، د يوې اعلاميې په خپرولو سره پای ته ورسېده.

په خپره شوې اعلامیه کې د اوکرایین یادونه په مبهم ډول شوې چې د څارونکو په وینا د اعلامیې متن په بېلابېلو ډولو تعبيرېدای شي.

اعلامیه کې له ټولو هېوادنو غوښتل شوي چې د یوه خپلواک هېواد د ځمکې لاندې کولو لپاره د زور او ګواښ له کارونې ډډه وشي، خو په اعلامیه کې پر اوکرایین د روسیې د تېري یادونه نه ده شوې.

د جي شل سرمشريزه د سپتمبر پر نهمه نېټه په ډیلي کې وشوه چې پرانیسته يې د کوربه هېواد هند د لومړي وزیر نریندرا مودي لخوا ترسره شوه.

ښاغلي مودي پر نړيوالو مشرانو غږ وکړ چې نړۍ کې د باور د کمښت تشه له منځه یوسي او همدا راز يې په جي شل کې د افریقايي ټولنې د دایمي غړیتوب ورکول په دې هیله اعلان کړل چې ورسره به د جي شل لمنه نوره هم پراخه شي.

ښاغلي مودي زياته کړه، "موږ افریقايي ټولنې ته د شلو پرمختللو هېوادنو د دایمي غړیتوب ورکولو وړاندیز وکړ. زه باور لرم چې موږ ټول به په دې اړه يوه خوله و. ما د دې ټولنې مشر ته بلنه ورکړه چې د شلو پر مختللو هېوادنو ډله کې د بشپړ غړي په توګه خپل ځای سمبال کړي. "

همدا راز ښاغلي مودې وویل، دوی په ټوله نړۍ غږ کوي چې د بې باورۍ فضا د ټولو لپاره د باور پر یوه فضا بدله کړي او زیاته یې کړه اوس یې وخت دی چې "موږ په ګډه دغې موخې ته د رسېدو لپاره لاس په کار شو."

امريکا او اروپايي شورا د نرېندرا مودي له دې وړانديز ملاتړ وکړ. د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين او د چين ولسمشر شي جېنپېنګ د جي شل په غونډه کې ګډون نه درلود. د دوی پر ځای يې وزيران سر مشريزې ته ورغلي وو.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرېش د دوی د ګډون په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، "موږ په نړي کې د اقلیم د چابک بدلون شاهدان یوو. موږ د روسیې لخوا د اوکرایین د اشغال او پر ټوله نړۍ د دغه اشغال د اغېزو شاهدان یو. موږ د مصنوعي ذکاوت په نوم نوې ټکنالوژي لرو خو د دې ټکنالوژۍ په انکشاف کې نړیواله همکاري نشته چې څنګه ترې مثبته ګټه پورته شي خو خطرونه یې ټولو ته معلوم او پرې خبرې کوي."

ښاغلي ګوتېرېش زياته کړه، "دا یوه ډېره حساسه مرحله ده، د غونډې برخوال که هغه ولسمشر دی یا لومړی وزیر او یا هم مرستیال لومړی وزیر باید په خپلواکه توکه خپل مسولیت پر ځای کړي."

د نورو تر څنګ د امریکا ولسمشر جو بایډن، د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم د جي شل غونډه کې ګډون درلود.

په دغه مشریزه کې د اقلیم پر بدلون، نړۍ کې د خوراکي مواد په خوندیتابه او بېوزله هېوادونو ته د پور د تنظیم پر مسلو خبرې وشوې .

جي شل څه شی دی، کله او ولې جوړ شو؟

جي شل یا د شلو ګروپ د هغو هېوادونو یوه ډله دی، چې د نړیوالو اقتصادي او سیاسي مسئلو په اړه خبرې اترې کوي.

د جي شل هېوادونو غړي د نړۍ د اقتصادي تولید ۸۵ سلنه جوړوي او د نړۍ له ۷۵ سلنې زیاته سوداګرۍ د دوی په لاس کې ده.

همدارنګه د نړۍ دوه پر درېیمه برخه نفوس هم دوی جوړوي.

د جي شل غړي د اروپايي ټولنې جمع ۱۹ هېوادونه دي چې په هغو کې ارجنټاین، استرالیا، برازیل، کاناډا، چین، فرانسه، جرمني، هند، اندونیزیا، ایټالیا، جاپان، مکسیکو، روسیه، سعودي عربستان، سویلي افریقا، سویلي کوریا، ترکیه، بريتانيا او د امریکا متحده ایالات شامل دي.

د جي شل هېوادونو کوچنۍ ډله د جي اوه تر عنوان لاندې هم غونډې ترسره کوي.

دغه ډله په ۱۹۹۹ کال کې د اسیا له مالي بحران وروسته جوړه شوه.

دا د مالیې وزیرانو او چارواکو لپاره د یو فورم په توګه رامنځ ته شوی چې د اقتصاد د دوام او بیا رغولو په لارو چارو بحث وکړي.

د جي شل د مشرانو لومړۍ غونډه په ۲۰۰۸ کال کې د اقتصادي ودې په تړاو د نړیوالې همکارۍ لپاره جوړه شوې وه.

جي شل په وروستیو کلونو کې خپل پام نورو برخو ته هم ور واړاوه، دوی اوس د اقلیم په بدلون او دوامداره انرژۍ هم خبرې کوي.

د جي شل د غونډې مشري هر کال بېلا بېلا هېوادونه په غاړه اخلي او د سرمشریزي لپاره اجڼدا ټاکي.