تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان ګلګت او بلتستان کې ترینګلتیا؛ امریکا او بریتانیا خپلو وګړو ته د نه ورتګ سپارښتنه کړې
بریتانیا خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې د پاکستان تر انتظام لاندې ګلګت او بلتستان ته له تګ ډډه وکړي.
د امریکا متحدو ایالتونو هم خپلو وګړو ته ویلي، چې د پاکستان شمالي سیمو ته د سفر پر مهال "خورا محتاط" اوسي.
د ګلګت بلتستان ځينو ښارونو کې له څه مودې راهیسې د مذهبي ډلو احتجاجي غونډې او لاریونونه دوام لري.
دغلته د ځینو مذهبي مشرانو خلاف د پاروونکو ویناو او بیانونو په تور مقدمې درج شوې دي.
د سکردو د یوې مذهبې ډلې د مشر خلاف د دیامیر په چلاس ښار کې لومړی د مقدمې ثبتېدو او بیا د هغه د نیولو خلاف احتجاجونه وشول او د نوموړي پلویانو لویه لاره دوه ورځې تړلې وه.
تر دې وروسته په سکردو کې خلکو په یوه احتجاجي غونډه کې غوښتنه وکړه چې که د دوی لپاره د چلاس لار خوندي نه وي، نو د کارګل سړک دې ورته پرانیستل شي.
د ګلګت بلستان ادارې تر دغو احتجاجونونو وروسته د "کومې ناوړه پېښې د رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره" ټول ایالت کې ۱۴۴ دفعه نافده یا په جلسو او راټولېدونو بندیز اعلان کړ.
په دې تړاو خپاره شوي بیان کې راغلي، چې هېچا ته د جلسو، راټولېدنو او احتجاج اجازه نشته.
د ګلګت بلتستان ځايي چارواکي وايي، چې دغلته حالات کنټرول او بشپړ امنیت ټینګ دی.
دوی دا هم ویلي، چې په ګلګت بلتستان کې ټولې لارې، بازارونه، دفترونه او ښوونیزې ادارې پرانیستې دي او دا چې د امام حسین د څلویښتۍ لمانځلو لپاره هم پوځ او ملېشه ځواکونو ته د امنیت د ټینګښت دنده سپارل شوې.
پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې زرګونو کسانو په وروستیو احتجاجونوکې برخه اخیستې ده.
خو د بریتانیا حکومت همدغو احتجاجونو ته په کتو خپلو وګړو ته دې سیمې ته له غیر ضروري سفرونو د ډډې کولو لارښونه کړې.
په اسلام اباد کې د امریکا سفارت بیا خپلو خلکو ته خبرداری ورکړی چې په دې سیمه کې "سوله ییزې راټولېدنې له مخکیني خبرداري پرته په تاوتریخوالي اوښتی شي."
د امریکا د سفارت بیان کې راغلي چې په سکردو او دیامیر کې د نورو احتجاجونو، د سړکونو تړل کېدو، او همدا راز د موبایل او انټرنېټ د خدماتو د بندېدو امکان هم شته.
د اجتجاجونو دوام
د ګلګت بلتستان حکومت او اداره دغلته د فرقهيي اړودوړ د مخینوي هڅه کوي او په دې لړ کې یې په ګلګت کې د مولانا قاضي نثار احمد او په سکردو کې د علامه اغا باقر الحسیني خلاف مقدمې درج کړې دي.
په چلاس کې یو ځايي خبریال عبدالهادي وايي، څو ورځې وړاندې دغه ښار کې یو ناڅاپه احتجاج پیل شو او لویه لاره یې ۴۸ ساعتونه د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړله.
د نوموړي په وینا دغلته د جمعې پر ورځ له لمانځه وروسته بیا یو ستر احتجاج وشو.
له ګلګته یو بل ځايي خبریال فهیم اختر ویلي، د تېرې جمعې پر ورځ لږترلږه دوو مختلفو مذهبي ډلو جلا جلا احتجاجونه وکړل، پر یو بل یې تورونه پورې کول او د یو بل خلاف یې پولیسو کې مقدمې درج کړې.
له سکردو بیا خبریال رجب قمر وايي، چې په چلاس کې له اعتراض وروسته په سکردو کې هم لږترلږه درې ستر احتجاجونه شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې په دغو اعتراضي راټولېدنو کې تورونه، شعارونه او خبرداري ورکول کېدل.
د ګلګت بلتستان کورنیو چارو وزیر 'شمس الحق لون' دغلته د وضعیت په ترینګلتیا خواشینې ښودلې او ویلي یې دي، چې دغه کار د ګرځندوی او سیاحت پر سکتور بنده اغېزه کوي.
نوموړي ویلي "راته ویل شوي چې زرګونه سیلانیان بېرته تللي او له دې سره د خلکو کاروبار هم دریدلی چې دا د ډېرې خواشینۍ خبره ده."
هغه وویل د ایالتي کابینې غړي، اعلی وزیر او اپوزیسیون ټول په ګډه هڅه کوي چې وضعیت عادي شي.
د ګلګت بلتستان کورنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې دی پخپله هم چلاس او سکردو ښارونو ته تللی، هلته یې له علماوو سره کتلي او له هغوی یې غوښتي چې د امن لپاره کار وکړي.
د شمس الحق لون په وینا په چلاس او ګلګت کې زیات شمېر ملېشه ځواکونه ځای پر ځای شوي چې د احتمالي ناوړه پېښو مخه ونیسي.