روسیه: دا بشپړ درواغ دي چې موږ دې د پريګوژين د وژلو امر کړی وي

د عکس سرچینه، Getty Images
ګڼ روسان ګمان کوي، د هغې الوتکې د ویشتلو تر شا د کرېملېن لاس دی چې د رپوټونو له مخې د واګنر ډلې مشر یفګيني پريګوژین پکې وژل شوی دی.
د غربي نړۍ ځينو چارواکو هم په دې برخه کې د پړې ګوته روسي چارواکو ته نیولې ده.
خو اوس د روسي ولسمشر ولاديمير پوتین ویاند دمېترې پېسکوف بي بي سي ته دا ډول ټول تورونه "بشپړ درواغ" بللي او ویلي یې دي چې په اړه رسمي پلټنې روانې دي او د حقیقتونو تر موندل کېدو دې صبر وکړای شي.
ښاغلي پوتین که څه هم دا تایید نه کړه چې ګواکې د غورځېدلې الوتکې په وژل شویو کسانو کې په رسمي ډول د واګنر ډلې د مشر جسد پېژندګلوي هم شوې خو ټولو قربانیانو او د هغوی کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه او پريګوژين ته یې هم د درناوي مراتب وړاندې کړل.
ښاغلي پېسکوف هم په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې چې ګواکې مسکو په هغه الوتکه کې د یفګيني پریګوژین موجودیت او وژل کېدل تاییدوي او که څنګه.
پوتین به د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي؟
ولادیمير پوتین د الوتکې تر غورځېدو وروسته هم څرګندونې کړې وې او پریګوژین یې یو "وړتیا لرونکی" کس بللی و خو په زغرده یې د هغه مړینه هغه مهال هم تایید نه کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د رپوټونو له مخې د واګنر ملېشې مشر یفګيني پريګوژین د سپرلۍ شخصي الوتکه وړمه ورځ چهارشنبې مازدېګر د مسکو په شمال لویدځ کې ولوېده او پکې سپاره ټول کسان ووژل شول.
ټاکل شوې د الوتکې په پېښه کې د وژل شویو د جنازې مراسم ترسره شي خو کرېملېن په دې اړه هم له مالوماتو ورکولو ډډه کړې چې ولسمشر ولاديمير پوتین به ګډون پکې وکړي او که نه.
ویاند یې دمېترې پېسکوف بي بي سي ته ویلي، د دې ویل سخت دي چې ولاديمیر پوتین به د پريګوژن په جنازه کې ګډون وکړي او که نه، ځکه چې ولسمشر "ډېر بوخت دی."
په همدې حال کې د روسیې په بېلابېلو سیمو کې خلک یفګیني پريګوژین ته د درناوي لپاره د هغه انځور ته ګلګېډۍ ږدي او تر مخ یې شمعې بلوي.
په دې اړه د روسیې په سېنټ پيټرزبرګ کې د واګنر ډلې د مرکزي دفتر په ګډون بېلابېلو ځایونو کې د هغه په یاد مراسم جوړ شوي دي.





















