پاپوا نیو ګيني کې ځمکښویېدنه؛ د ۶۷۰ کسانو د ورکېدو وېره ده

پاپوا نیو ګیني

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، مرستندویان هڅه کوي چې د ځمکې ښویېدنې له امله ښخ شوي کسان وژغوري
د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي ویلي، په پاپوا نیو ګیني کې شاوخوا ۶۷۰ کسان د ځمکې د ښویېدو له کبله تر خاورو لاندې شوي دي.

د ژغورنې په موخه د تر خاورو لاندې شويو کسانو لټون روان دی. لاتراوسه د ګوتو په شمېر کسانو جسدونه موندل شوي دي.

په پاپوا نیو ګیني کې د کډوالو د نړیوال سازمان مشر سیران اکتوپراک وویل چې د جمعې ورځې د ځمکې ښویېدنې اغېزې د هېواد په انګا ولایت کې تر هغه زیاتې وې چې مخکې یې فکر کېده.

ښاغلي اکټوپراک وویل، "اوس د اټکل له مخې تر ۱۵۰ ډېر کورونه لاندې (ښخ) شوي دي. "

اغېزمنې شوې سیمې د انګا په لوړو سیمو د ټاپو په شمال سوېل لوېدیځ آرام سمندر کې پرتې دي.

ښاغلي اکټوپراک وویل چې ژغورونکي له خطر سره مخ دي ځکه چې "ځمکه لا هم د ښویېدو په حال کې ده".

هغه وویل، "اوبه روانې دي او دا د ټولو ښکېلو کسانو لپاره لوی خطر رامنځ ته کوي. "

د ځمکې ښویېدو په سیمه کې شاوخوا څلور زره کسان اوسېږي.

د ویډیو تشریح، د ژغورنې په موخه د تر خاورو لاندې شويو کسانو لټون روان دی.

په پاپوا نیو ګیني کې څو کلي د ځمکې‌ښویېدنې له امله اغېزمن شوي او له هغوی سره د ځمکې له لارې اړیکه پرې شوې ده. اوس سیمې ته بېړنۍ مرستې استول کېږي. وېره ده چې د ځمکې‌ښویېدو له امله سلګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د چټک غبرګون ټیم چې ډاکټران او پوځي ځواکونه پکې دي، د ځمکې ښوېیدنې ځای ته رسېدلي، خو خرابې ځمکې او اصلي سړکونو ته رسېدلي زیان د ژغورنې او مرستې خدمتونه ستونزمن کړي دي.

دې سیمې ته د یوازېنۍ لویې لارې د بندېدو له امله اوس یوازې د چورلکو په واسطه لاسرسی ممکن دی.

د پاسفیک جنوب لوېدیځ دغه ټاپو شمال کې د انګا په لوړو سیمو کې د ځمکې ښویېدنې سلګونه کورونه ویجاړ کړي دي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې څومره کسان تر خاورو خځلو لاندې بند پاتې دي.

د اسټرالیا د بېړنیو خدماتو ادارې ویلي، په داسې حال کې چې دا ګڼ مېشته سیمه نه ده، خو یوه اندېښنه دا ده چې د مړو شمېر ممکن په غیر متناسب ډول لوړ وي.

د انګا ولایت استازي اموس اکیم، چېرې چې د ځمکې ښویېدنې پېښې شوي، ګارډین ورځپاڼې ته ویلي چې د راپور له مخې، "د ځمکې ښویېدنې له امله له ۳۰۰ څخه ډېر خلک او ۱۱۸۲ کورونه په ځمکه کې ښخ شوي دي".

د ژغورونکو هڅې د هغه سړک د بندېدو له امله له خنډ سره مخامخ شوې چې له یامبالي کلي سره- چې د ځمک‌ښویېدنې اصلي سیمه ده له پلازمېنې سره نښلوي.

د ویډیو تشریح، پاپوا نیو ګیني کې د ځمکې‌ښویېدنه؛ د سلګونو کسانو د مړینې وېره شته

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي اسوشېټېډ پرېس ته ویلي چې د ځمک‌ښویېدنې له امله اغېزمنه شوې سیمه له دریو تر څلورو د فوټبال میدانونو به اندازه وه.

د دغه راپور له مخې، د یمبالي په کلي کې شاوخوا ۳۹۰۰ کسان اوسېږي.

په کلي کې ځینې کورونه د ځمکې له ښویېدو څخه ژغورل شوي، خو د راپورونو له مخې "د ناورین د اندازې له مخې" ښايي د تلفاتو شمېر تر ۱۰۰ ډېر وي.

قربانیانو ته د رسېدو عملیات د بلې ځمکې ښویېدنې د احتمال د اندېښنو له امله پېچلي شوي دي.

اې‌ایف‌پي د سیمه‌ییزو چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې ځمکه لا هم د لړزې او خوځېدو په حالت کې ده، چې د استوګنو خلکو او د ژغورنې کارکوونکو لپاره یې وضعیت خطرناک کړی دی.

د پېښې له ځايه انځورونه ښيي چې ځايي خلک له خاورو او ونو لاندې جسدونه راوباسي.

دا خلک په لویو ډبرو پوښل شوې ځمکه او له بېخه ایستل شویو ونو منځ کې روان دي.