روسیه: د هغه مذهبي مشر په هکله پوښتنې، ګروېږنې کېږي چې د سټالین مجسمې ته یې دعا کړې
- Author, کاترین ارمسټرونګ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت

د عکس سرچینه، Getty Images
په روسیه کې د هغه مذهبي مشر یا پادري په هکله پوښتنې، ګروېږنې کېږي چې د شوري اتحاد دکتاتور جوزف اسټالین یوې نوې مجسمې ته یې دعا کړې. د پادري دې عمل ویډيو پر سې شنبه داسې حال کې ثبت شوې چې په ویلیکیې لوکي ښار کې د اته متره مجسمې پرانیسته کېده.
ځايي کلیسې په دې هکله یوه اعلامیه کې ویلي، د پادري عمل د هغه شخصي دی او د کلیسا استازیتوب نه کوي. د یادونې ده، چې اسټالین له ۱۹۲۴ تر ۱۹۵۳ پورې د شوروي واکمن و او د یوه داسې سخت رژیم چارې یې پرمخ بیولې چې د مذهب له منځه وړلو لپاره یې هڅې کولې.
د روسیې خپلواکې خبري پاڼې سوتا په رپوټ کې ویل شوي، پادري منلې چې د سټالین د واکمنۍ پر مهال ګڼ شمېر مذهبي کسان وژل شوي شوي وو.
د کلیسا ځايي منتظمین وايي دوی په مراسمو کې د دې پادري ګډون نه و تائید کړی او د پېښې په هکله یې داخلي پوښتنې، ګروېږنې پیل کړې دي.
د اټکلونو له مخې ویل کېږي د سټالین ۳۰ کلنې کمونیستي واکمني پر مهال لسګونه زره مذهبي کسان او مشران هم په هغو میلیونونو کسانو کې شامل وو، چې یا وژل شوي او یا هم بیګار کمپونو ته استول شوي وو.
په هغه واکمنۍ کې کلیسا د یوې بریالۍ سوسیالیستي ټولنې رامنځته کولو پر وړاندې خنډ بلل کېده او له همدې فکر سره ګڼ شمېر کلیساوې یا ونړول شوې او یا هم د مذهبي مراسمو پر ځای د نورو اهدافو لپاره ترې کار اخیستل کېده.
په ختیځه اروپا کې د سټالین له کبله د سخت ډار یو چاپېریال رامنځته شوی و او تر اوسه پورې یې ډېر خلک د یوه ظالم واکمن په توګه یادوي.
د ریانوستي دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، په روسیه کې د سټالین ډېری مجسمې لېرې کړل شوې دي او د دې نوې مجسمې لپاره ځای موندلو درې کاله وخت ونیو. دا ځای هم له هغه وروسته ټاکل شوی چې د ولګاګراد ښار چې مخکې سټالینګراد نومېده هلته د مجسمې له ځای پر ځای کولو انکار وکړ.
بل لور په دا وروستیو کلونو کې د داسې روسیانو شمېر هم په ډېرېدو دی، چې د سټالین په هکله مثبت نظر لري.
د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین او نور روسي چارواکي نوموړی د یوه داسې مشر په توګه یادوي چې په دویمه نړیواله جګړه کې یې د ناتزي جرمني پر وړاندې جګړه کې هېواد بري ته ورساوه.





















