ترکیې په ناټو سازمان کې د فنلډ غړیتوب تائید کړ

د عکس سرچینه، EPA
فنلډ له هغه وروسته د ناټو دفاعي سازمان ۳۱ غړی هېواد شو، چې د ترکیې پارلمان یې د تائید لپاره رایې ورکړه.
ترکیې تر څو میاشتو پورې د لوېدیځو هېوادونو په دفاعي سازمان کې د فنلنډ ګډون لپاره خپله رایه ځنډولې وه، چې په وینا یې دا هېواد د ''ترهګرو'' ملاتړ کوي. له ورته شکایتونو سره ترکیې تر اوسه په ناټو سازمان کې د سویډن د ګډون مخه نیولې، چې پروسږکال یې په ورته وخت د ګډون لپاره غوښتنلیک وړاندې کړی.
د یادونې ده، چې په ناټو سازمان کې د هر نوي هېواد ګډون د ټولو غړو هېوادونو له تائید وروسته شونې کېږي.
فنلنډ به اوس د ناټو غړو هېوادونو په هغه غونډه کې رسماً د دې سازمان غړی هېواد اعلان شي، چې راتلونکې جولای میاشت کې په لیتوانیا کې رابلل شوې ده.
له دې مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مارچ میاشتې په لومړیو کې له ناټو سره د فلنډ ګډون ''د ترکیې امنیت برخه کې له سمو او کلکو'' اقداماتو وروسته تائید کړ.
خو د سویډن په برخه کې د نوموړي ناراضیتي برالا وه، چې د سویډن په لارو، کوڅو کې یې د کردي ملېشو د مظاهرو او مخالفو کردانو ته د پناه ورکولو تور یې پرې پورې کړ.
د یادونې ده، چې پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته فنلډ او سویډن دواړو هېوادونو پوځي بې پرېتوب پرېښی. د یادونې ده، چې په فلنډ کې له ناټو سره د یو ځای کېدو لپاره د ولسي ملاتړ کچه سملاسي له صفره اتیا سلنې ته ختلې.

















