تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ازموینو ملي ادارې نوی مشر: هڅه کوو ټاکلي معیارونه پیاوړي او د ځوانانو حق خوندي کړو
د طالبانو حکومت کې د لوړو زدکړو مخکني چارسمبالي وزیر مولوي عبدالباقي حقاني چې ځینو څرګندونو یې غبرګونونه پارولي وو، د ازموینو ملي ادارې د مشر په توګه دنده پیل کړه.
هغه په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې ژمنه وکړه چې ټاکلي معیارونه به پیاوړي کوي او هڅه به یې دا وي چې د ځوانانو حق ضایع نه شي.
ښاغلی حقاني د پوهاند عبدالقدیر خموش پر ځای چې په دې اداره کې یې د نږدې لسو کالونو کار تجربه لرله، پر دې دنده ګومارل شوی دی.
د ازموینو ملي ادارې نوي مشر دې ادارې لپاره د ښاغلي خموش خدمتونه وستایل خو زیاته یې کړه چې د تېرو څو لسیزو جګړو کې د افغانستان تعليمي ادارې ډېرې ﺯيانمنې شوې.
بلخوا ښاغلي خموش بیا دې غونډه کې د طالب چارواکو پر دې څرګندونو چې ګواکې د نوي مشر په ټاکلو سره کار اهل کار ته سپارل شوی، ظاهرآ په یوه ډول ناخوښي وښوده خو ژر یې خپله خبر واړوله.
پر طالبانو د حکومتي چارو پر مخ بیولو کې یوه لویه نیوکه داده چې د مسلکي او په کار پوه خلکو پر ځای خپل کسان پر دندو ګوماري.
طالبانو ته د پړې ګوته نیول کیږي چې په تدریج مسلکي کسان له دولتي اداروه ګوښه کوي او یايي اړ کوي چې له دندې لاس په سر شي.
خو طالبان بیا وايي د واک په تر لاسه کولو یې دا حق دی چې خپل کسان وګوماري خو نورو مسلکي کسانو ته هم په خپله اداره کې ځای ورکوي او اړتیا ورته لري.
د طالبانو حکومت د چارو ادارې لوی رييس شيخ نورالحق انور د اﺯموينو ملي ادارې د نوي مشر د معرفۍ غونډه کې ویلي "دا اداره هم په تعليمي برخه او هم د راتلونکي نظام پر جوړښت او پياوړتيا باندې ځانګړې اغېزې درلودلى شي."
بلخوا د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو چارسمبالي وزیر ندا محمد ندیم چې بلخ کې د پوهنتون لیلیې ودانۍ پرانستلو په اړه یوې غونډې ته ویلي چې د افغانستان امریکايي پوهنتون نوم یې بدل کړی او د افغان نړیوال پوهنتون نوم یې پرې اېښې دي.
د افغانستان امریکايي پوهنتون په ۲۰۰۶ کال کې رامنځته شوی وو. د یاد پوهنتون انټرنیټي پاڼه لا هم فعاله ده او په کې ویل شوي چې د دوی له نیمايی زیات محصلین د عراق کردستان ، بشکیک کې د منځنۍ آسیا لپاره امریکايي پوهنتون او امریکا کې بارډ کالج کې زدکړې کوي.
دغه راز یو شمیر یې د نړۍ له نورو برخو انلاین زدکړې کوي.
د افغانستان امریکایي پوهنتون پر پاڼه لیکلي شوي چې راتلونکی کال به دوحه کې خپله څانګه، د افغانستان د څېړنې انیسټیټیوټ پرانیزي او په افغانستان کې دننه او بهر به د خپلو محصلینو لپاره د انلاین زدکړو پروګرامونه پراخ کړي.
د افغانستان امریکایي پوهنتون ویلي ورته وخت کې یې هغه ننګونې او خطرونه له پامه نه دي غورځولي چې افغانستان کې پاتې محصلین او د دوی کارکوونکي ورسره مخامخ دي.
د دغه پوهنتون پر پاڼه لیکل شوي چې د ټولو د خوندیتوب لپاره دوامداره هیڅې کوي.