سپینه ماڼۍ کې موندل شوي ناپېژانده توکي 'کوکائین' وختل

د خپرېدو وخت

د امریکا څارګر خدمات وايي‌ سپینه ماڼۍ کې موندل شوې ناپېژانده ماده کوکائین دي.

دغه سپین چکه پوډري توکي د یکشنبې پر شپه د سپینې ماڼۍ د لوېدیزې څانګې په یوه خوندي کاري‌ سیمه کې د معمولي څارنې یا تفتیش پر مهال موندل شوي‌ وو.

د دغو توکو موندل کېده دې لامل شول چې د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو د بېړنۍ تخلیې تدابیر اعلان شي.

دا رپوټ چې سپینه ماڼۍ کې موندل شوي توکي په معایناتو کې کوکائین زباد شوي، لومړی واشنګټن پوست ورکړی و.

دې ورځپاڼې دغه خبر د اوروژنې او قانون نافذوونکو سرچینو په حواله خپور کړی و.

رپوټونو کې راغلي هغه وخت چې سپینه ماڼۍ دغه توکي وموندل شول، ولسمشر جو بایډن او کورنۍ یې بل ځای یعنې خپل د کمپ ډېوېډ په استوګنځي کې وو.

د څارګرو خدماتو ویاند انتوني ګوګلیمي بي‌بي‌سي ته په استولې اعلامېه کې ویلي، تر هغې وروسته چې دغه توکي په ځايي‌ وخت د ماښام پر ۰۸:۴۵ بجو په "یوه کاري سیمه کې" وموندل شول،‌ د سپینې ماڼۍ محوطه په احتیاطي ډول وتړل شوه.

ښاغلي ګوګلیمي وايي، د اوروژنې عمله ژر ور وغوښتل شوه او هغوی مالومه کړه چې دغه توکي‌ خطرناک نه دي.

د بي‌بي‌سي امریکایي شریک، سي‌بي‌ایس نیوز د قانون پلي کولو د یوې جګپوړې سرچینې له خولې ویلي، چې دا ماده په داسې المارۍ کې موندل شوې، چې معمولآ د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو او مېلمنو لخوا د ګرځنده تلیفونونو د ساتلو لپاره کارول کېږي.

سي‌بي‌ایس هم د قانون نافذوونکو سرچینو په حواله تایید کړې چې موندل شوي توکي کوکائین دي.

لوېدیزه څانګه د سپېنې ماڼۍ یوه پراخه څو پوړیزه برخه ده،‌ چې د امریکا د ولسمشر کاري دفتر او د کړکېچ خونه پکې دي.

دغلته همدا راز د امریکا د مرستیال ولسمشر، د ولسمشر د دفتر د رییس، د سپېنې ماڼۍ د ویاند او سلګونو نورو کارکوونکو دفترونه پراته دي.