پر ۱۹ شرکتونو د امریکا بندیزونه د پاکستان اتومي او توغندیز پروګرام لپاره په څه معنی دي؟

    • Author, فرحت جاوېد
    • دنده, بي بي سي - اسلام اباد
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د امریکا حکومت سوداګرۍ وزارت د پاکستان، چین، متحدو عربي اماراتو په ګډون د اتو هېوادونو پر ۷۰ شرکتونو بندیزونه لګولي دي. دغه بندیزونه پر ۱۹ پاکستاني او ۴۲ چینايي شرکتونو لګول شوي دي.

د بندیزونو په دې لړ کې د بریتانیا، ایران، فرانسې او سینیګال د ځینو شرکتونو نومونه هم شامل دي.

د بندیزونو دې ځانګړي نوملړ ته د (اینټیټي لیسټ) نوم ورکړل شوی او په دغه نوملړ کې د هغو شرکتونو نومونه شاملېږي، چې امریکايي چارواکي فکر کوي، د امریکا ملي امنیت، بهرنۍ پالیسي او یا د امریکا د ګټو پر ضد کار کوي.

پر ۱۹ پاکستاني شرکتونو د بندیز په هکله د پاکستان بهرنیو چارو وزارت دا بندیزونه یو اړخیز بللي دي. پر پنجشنبه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په دې هکله وویل، دا بندیزونه له ثبوت پرته په یو اړخیز ډول لګول شوي دي.

د یادونې ده، چې له دې مخکې د تېر کال په اپریل کې هم امریکا د چین او بېلاروس پر ځینو شرکتونو تور پورې کړی و، چې د پاکستان په توغندیز پروګرام کې مرسته کوي او بندیزونه یې پرې لګولي وو.

تازه بندیزونه د پاکستان پر الائیډ بزنس کنسرن، اریسټن ټریډ لینکس، بریټلائټ انجینئرنګ، ګلوبل ټریډرز، انډنټیک انټرنېشنل، انټرا لینک انکارپوریټیډ، لینکرز آټومیش، این اې انټرپرائزز او ځینو نورو نومي شرکتونو لګول شوي دي.

له دې مخکې د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر کې هم امریکا پر هغو ۱۳ پاکستاني شرکتونو بندیزونه لګولي وو، چې د دوی په وینا د پاکستان په توغندیز پروګرام کې همکاري کوي.

په ۲۰۱۸ کال کې بیا امریکا د ۷ پاکستاني شرکتونو نومونه په داسې یوه نوملړ کې شامل کړل، چې سخته څارنه یې کېږي، د امریکايي چارواکو په وینا د اتومي وسائلو په چمتو کولو کې ښکېل دي او د امریکا ملي امنیت، بهرنۍ پالیسي او ګټو ته خطر رامنځته کولای شي.

د امریکا سوداګرۍ وزارت د صنایعو او امنیت څانګې د رپوټ له مخې د بندیزونو په نوملړ کې د دې شرکتونو شاملولو تر ټولو ستر لامل دا دی، چې دې شرکتونو د پاکستان اتومي او بالسټیک توغندیز پروګرام کې همکاري کوله.

د دې ادارې لخوا په یوه سند کې ویل شوي، چې د نویو بندیزونو له مخې دا شرکتونه نه شي کولای له امریکا متحدو ایالتونو هېڅ ډول تکنالوژي ترلاسه کړي او یا سافټ ویئرونه رانیسي.

د امریکا سوداګرۍ وزارت په وینا دې شرکتونو د پاکستان اتومي پروګرام لپاره چې په وینا یې خوندي نه دی، اړینه تکنالوژي او وسائل چمتو کول.

د امریکايي قانون له مخې به دغه شرکتونه اوس له امریکا نه د تکنالوژۍ یا وسائلو او تجهیزاتو ترلاسه کولو لپاره ځانګړې اجازې ته اړتیا لري، چې د (پریزمفشن اف ډئنایل) له مخې به ارزول کېږي او معمولاً یې اجازه نه ورکول کېږي.

دا بندیزونه د پاکستان ستراتیژیک پروګرام ته په څه معنی دي؟

د چارو ماهرین وايي، د امریکا نوي بندیزونه به په نړیواله کچه د هغو شرکتونو کاروبار اغېزمن کړي، چې بندیزونه پرې لګېدلي دي. دغه شرکتونه به داسې هېڅ ډول الات یا وسایل نه شي ترلاسه کولای، چې د امریکايي تکنالوژۍ پر مټ چمتو شوي وي او یا په امریکا کې چمتو شوي الات پکې شامل وي.

دغه راز یاد شرکتونه به په نړیوال بازار کې هم ځکه له ستونزو سره مخامخ شي، چې ځینې اروپايي شرکتونه هم امریکايي اصول مراعتوي.

که څه هم پاکستاني چارواکي وايي، د دې هېواد توغندیز پروګرام اړتیاوې په ځايي توګه پوره کېږي، خو ماهرین پر دې پروګرام بندیزونو ته د یوه ګواښ په نظر ګوري، ځکه د پاکستان دفاعي او تنخنیکي صنعت تر ډېره بریده پر نورو هېوادونو تکیه دی.

د دې ترڅنګ پرلپسې بندیزونه په دیپلوماتیک ډګر کې هم د پاکستان لپاره یو ګواښ بلل کېږي.

د چارو شنونکي عامر ضیا په اند تازه بندیزونو سره به د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکې نورې هم سړې شي. دی وايي، دا ښيي چې امریکایان د پاکستان ستراتیژیک پروګرام له نژدې څاري. د نوموړي په خبره پاکستان باید دا موضوع په دیپلوماتیک ډګر کې راپورته کړي او خپل شفافیت ثابت کړي، چې په نړیواله کچه یې تصویر ښه شي.

ښاغلی ضیا زیاتوي: ''د امریکا تګلاره دا ده، چې هند په سیمه کې غښتلی شي، او دوی داسې فکر هم کوي، چې د پاکستان په څېر هېوادونه باید عصري وسلې ونه لري. دوی د دې لپاره تر هره بریده پورې تلای شي او موږ د دې ګڼ شمېر څرګندې اشارې ولیدې، که هغه د پاکستان توغندیز پروګرام په هکله دي او که د اتومي پرواګرام په هکله، دا ټول اقدامات د دې پالیسۍ برخې دي.''

امریکا پاکستان ته د یوه بې ثباته هېواد په نظر ګوري؟

عامر ضیا زیاتوي: ''امریکا پاکستان ته د یوه داسې بې ټیکاوه هېواد په نظر ګوري، چې د ترهګرۍ اندېښنې، داخلي ګډوډي او د حکومتولۍ له مسایلو سره لاس او ګرېوان دی. د همدې بې ثباتۍ له کبله په راتلونکي کې پر پاکستان ښايي نور فشار هم ډېر شي او همدا لامل دی، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو ساحه لنډه-تنګه شوې، او د مخکې په څېر نژدې اړیکي ساتل اوس ممکن نه ښکاري.''

دی وايي، داسې پرېکړې به پاکستان منزوي کړي او هغو هېوادونو ته به یو بل فرصت په لاس ورشي، چې د پاکستان پر ضد کمپاین کوي.

د نوموړي په وینا: ''زموږ پر پوځ مخکې یوازې نړیوالو قدرتونو نیوکې کولې، خو اوس په هېواد کې دننه هم ډېرې شوې دي، په همدې بنسټ داسې ښکاري چې راتلونکی به د پاکستان لپاره ستونزې لا زیاتې کړي. دغه ټول عوامل د بهرنیو قوتونو لپاره د پاکستان په نښه کول نور هم اسانه کوي. دا مهال د امریکا په لومړیتوبونو کې د پاکستان اهمیت کم شوی، خو د پاکستان لپاره امریکا اوس هم ځکه ډېر مهم دی، چې زموږ د صادراتو لپاره تر ټولو لوی منزل امریکا ده.''

د چارو یو بل شنونکی سید علي بیا وايي، امریکايي بندیزونه به د پاکستان دفاعي پروګرام اغېزمن نه کړي.

د نوموړي په وینا، ''پاکستان د خپل دفاعي نظام په برخه کې په بشپړه توګه پر ځايي تکنالوژي، وړتیا او وسائلو تکیه دی. پاکستان نه خو مخامخ پر امریکايي تکنالوژۍ تکیه کوي او نه هم له امریکا داسې حساس الات واردوي، چې د دې توغندیز نظام بنسټیزه برخه وي، ځکه به عملاً د دې بندیزونو اغېز محدود وي او د پاکستان دفاعي نظام په اغېزمنولو کې به ناکام ثابت شي.''

د نوموړي په اند د دې بندیزونو اصلي هدف د پاکستان پر ځای چین دی. سید علي زیاتوي: ''دا اقدامات یوازې د پاکستان پر ضد نه دي، بلکې د یوې لویې نړیوالې تګلارې یوه برخه ده. د امریکا پالیسي اوس له چین سره د سوداګریزو او تخنیکي اړیکو پر محدودولو راټوله ده او پاکستان په دې ستره لوبه کې یوازې په ضمني توګه هدف شوی دی. له همدې امله دغه بندیزونه د پاکستان تر څنګ پر چین، متحدو عربي اماراتو او تايوان هم لګول شوي دي.''

دی وايي، ''په ځانګړې توګه د تایوان او متحدو عربي اماراتو پر شرکتونو بندیزونه ښيي، چې اصلي هدف هغه شرکتونه او ادارې دي، چې له چین سره په دفاعي او تخنیکي برخو کې همکاري زیاتوي.''

د یادونې ده، چې د پاکستان دفاعي صنعت څانګه له اوږدې مودې راهیسې په ځانګړې توګه له چین، امریکا او اروپايي هېوادونو پر وارد شوې عصري تکنالوژۍ تکیه لري. ماهرین وايي، په نړیواله کچه او په ځانګړې توګه په لوېدیځ کې داسې فکر پراخېږي، چې د پاکستان اتومي پروګرام له نړیوالو معیارونو سره سم خوندي نه دی.

پاکستان بیا دا خبره ردوي او پاکستان چارواکي تل ټینګار کوي، چې د دې هېواد اتومي او توغندیز پروګرامونه له نړیوالو معیارونو سره سم خوندي دي.

سید علي وايي، پاکستاني شرکتونه د خپل کاروبار په هکله د ناسم پوهاوي له کبله بیا بیا له بندیزونو سره مخامخ کېږي او په وینا یې که پاکستان یو څرګند، شفاف او پیاوړی کنټرول نظام رامنځته او عملي کړي، په راتلونکي کې به له داسې بندیزونو ځان وژغوري او اړیکي به یې ښې شي او که داسې و نه شي تل به داسې احتمالي خطر وي، چې د پاکستان دفاعي صنعت او دیپلوماتیکې ګټې له خطر سره مخامخ شي.