افغانستان: د کار پر مهال له زیانمنېدونکو کارګرو سره څه کېږي؟

    • Author, عبدالله الهام
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په افغانستان کې د راپورونو له مخې هر کال زرګونه داسې پېښې کېږي چې پکې د کار پر مهال انسانان مړه یا ژوبلېږي. که څه هم په دې تړاو نه د طالبانو حکومت او نه کومه بله سرچینه کره شمېر لري، خو بي بي سي موندلې چې یوازې د کندهار یوه روغتون په کال کې د کار پر مهال کارګرو ته د زیان اوښتو له زرو ډېرې پېښې ثبت کړې دي.

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د کار پر مهال زیانمنېدونکو کسانو ته د زیان اوښتو جبران ته يې پر یوه سیستم او کړنلاره کار کړی چې د خپل مشرتابه له کتنې وروسته یې عملي کوي.

یو تنکی ځوان زبیر چې پلازمېنه کابل کې د یوه مستري شاګرد او د خپلې کورنۍ یوازينی ګټندوی دی وايي، په کوچني دوکان کې د ژمي په یخنۍ او د اوړي په ګرمۍ کې د روغتیا او خونديتوب له هر ډول تدابیرو پرته کار کوي:

''فقط هغه پېچکس، سکورېنج او پلاس چې کار پرې کوو هماغه دي، نه کوم منظم بوټان یا د خوندتوب خولۍ شته، بس په افغاني جامو کې چې د کار لپاره مو غوره کړې کار کوو.''

زبیر په اونۍ کې په پینځه سوه افغانۍ دغه سخت کار کوي.

په افغانستان کې د راپورونو له مخې د لسګونو زرو کارګرو همدا وضعیت دی چې نه د خونديتوب تدابیر او تجهیزات لکه د خونديتوب خولۍ، کلک بوټان، ځانګړی لباس یا دستکشې لري او نه هم مشخص کاري ساعتونه، کافي اندازه اجوره او یا هم د کار تړون او بیمه لري.

د بي بي سي موندنې ښيي چې یوازې په کندهار کې یوه روغتيايي مرکز په تېر ۲۰۲۴ کال کې له کار سره تړلې له زرو ډېرې داسې پېښې ثبت کړې چې ځینو کسانو ته زیان پکې اوښتی.

د هیومنيټي اېنډ اېنکلوژن په نامه د برېتانوۍ مؤسسې اړوند په کندهار کې د بدن د مصنوعي غړو جوړولو او روغتیايي ملاتړ مرکز د تېر کال په اوږدو کې ۱۰۳۳ داسې پېښې ثبت کړې چې پکې د کار پر مهال خلک زیانمن شوي.

دا یوازې هغه شمېر دی چې په دې مرکز کې ثبت شوې چې د افغانستان شرایطو ته په کتو به ګڼې پېښې له ثبت هم پاتې وي.

دا شمېرې ښيي چې په افغانستان کې په کال کې په لسګونه زره داسې پېښې کېږي چې پکې د کار پر مهال خلک زیانمنېږي.

که څه هم په دې اړه کره شمېرې نشته خو ښکاري چې تر ترافيکي او امنيتي پېښو ډېرې دي او د مړینو او ژوبلېدو داسې برخه ده چې له پامه وتلې.

د افغانستان د خواریکښو او مزدورانو سراسري اتحاديې په نوم د یوې ټولنې مشر محمد لیاقت عادل بي بي سي ته وویل، د کارګرانو د خوندیتوب حق نشتوالي سربېره بې روزګاري هم ډېره شوې، د کارګرو ماشومانو شمېر لوړ شوی او د کارګرانو د لومړنیو حقونو تروړنه تر پخوا ډېره شوې چې دا کارګر لا نور زیان سره مخامخوي.

ښاغلی عادل زیاتوي چې د بې‌کارۍ پر پراخوالي سربېره له خپلو حقونو د افغان کارګرو ناخبري هم له کارګرو د ناوړې استفادې د ډېروالي یو لامل دی.

دا چې د کارګرانو د خوندي کولو تدابیر اضافي لګښت هم غواړي ښايي یو دلیل دا هم وي چې ځینې کارګومارونکي ترې په ډډه تېرېږي.

خو د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمېع الله ابراهيمي وايي، حکومت پر داسې یوه طرحه کار کوي چې له مخې يې د کار پر مهال د زیانمنېدونکو وګړو حقوق خوندي شي.

په داسې حال کې ده، چې نړۍ د کار پر مهال د خونديتوب پر نړیواله ورځ سږ کال په دې تمرکز کوي چې مصنوعي هوښ او ټېکنالوژي څرنګه د کارګرو پر روغتیا او خونديتوب اغېز کوي، خو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د بېوزلۍ او بې‌کارۍ له ډېرېدونکي ناورین سره مخامخ دی.

د راپورونو له مخې د اقتصادي بندیزونو، نړیوالو مرستو کمېدو او د طالبانو د حکومت د ځینو سیاستونو له امله پکې د کار ډېر محدود بازار، اوس له ورستنېدونکو افغان کډوالو سره لا د بې‌ثباتۍ او سیالۍ په لور ځي.

کارګران وایي، د ډېر لږ عاید محدودو کارونو ته هم رقابت کوي او تر ډېره خپله روغتیا او حتی ځان خطر کې اچوي. په دې کې کانونه او ودانیزې چارې تر نورو برخو ډېر خطر لري چې په کار ځای کې مړینې او ټپي کېدل ورسره ډېر تړلي دي.