د تحريک انصاف ګوندي ټاکنې باطلې اعلان شوې؛ د ټاکنو کمېسيون د بېټ ټاکنيزه نښه هم رد کړه

د خپرېدو وخت

د پاکستان د ټاکنو کمېسيون پرېکړه کړې چې د پخواني لومړي وزير عمران خان ګوند نور د کرېکټ بېټ د ټاکنيزې نښې په توګه نشي کارولی.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند په تېرو ټاکنو کې د بېټ له ټاکنيزې نښې سره د سيالۍ ډګر ته وتلی و.

ياده دې وي چې د ټاکنو د مهالوېش له مخې به د جنورۍ تر لسمې سياسي ګوندونو ته د ټاکنو کمېسيون ټاکنيزې نښې ورکوي.

کمیسیون دا پرېکړه د يوې پلټنې له بشپړېدو وروسته کړې چې په وینا یې "د ښاغلي خان د ګوند تحريک انصاف د مشرتابه په تړاو ټاکنې د باور وړ نه وې."

ياد ګوند ويلي چې د ټاکنو کمېسيون دغه پرېکړه به په محکمه کې وننګوي.

عمران خان له تېرې اګست مياشتې راهيسې د اداري فساد په تړاو بندي دی او په راتلونکو ټاکنو کې له نوماندېدو هم منع کړل شوی دی.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر ګوهر علي خان له يوه ځايي تلويزيون سره په خبرو کې د ټاکنو د کمېسيون د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې ویلي، دوی به دغه پرېکړه په های کورټ يا لوړه محکمه کې ننګوي.

له دې پرېکړې وروسته ګوهر علي خان د تحريک انصاف ګوند د مشر په توګه دنده نشي ترسره کولی او بټ هم نور د دغه ګوند ټاکنيزه نښه نشي پاتې کېدی.

ګوهر علي خان چې د ګوندي ټاکنو له مخې د مشرتابه څوکۍ ته رسېدلی، وايي دا پرېکړه د شخصي ځانګړنو پر بنسټ شوې او د ټاکنو کمېسیون داسې کوم قانون ته اشاره نه ده کړې، چې د هغو له مخې دا ګوندي ټاکنې د اعتبار وړ نه دي.

د نوموړي په وينا، دا مهال د ټاکنو له کمېسيون سره ١٧٥ سياسي ګوندونه ثبت دي، خو يوازې د تحريک انصاف ګوندي ټاکنې نه دي منل شوې.

ده وویل چې د بټ سمبول له ايستلو سره به اوس رايه اچوونکي د تحریک انصاف ګوند کاندید ته د رايو اچولو کې له ستونزو سره مخ شي.

بل پلو د پاکستان سترې محکمې د سايفر (محرم معلوماتو) قضيه کې د پخواني لومړي وزير او د بهرنيو چارو پخواني وزير شاه محمود قريشي ضمانت منلی دی.

محکمې ويلي کوم اسناد چې وړاندې کړل شوي په هغو کې هېڅ ډول قضيه نه ثابتېږي او په خپل ليکلي پرېکړه کې يې ويلي چې "های کورټ د حقايقو د کتلو سربېره غير منصفانه پرېکړه کړې وه".

په عمران خان تور دی چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ پر اوومه يې له امریکا ترلاسه شوي سايفر د خپلو شخصي ګټو لپاره کارولي او د هېواد ملي امنيت يې په پام کې نه و نيولی.

عمران خان او شاه محمود قرېشي په یاده قضيه کې اسلام اباد هاي کورټ ته د ضمانت غوښتنه کړې وه خو د اسلام اباد هاي کورټ رد کړي او دوی بيا سترې محمکمې ته تللي وو.