تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: افغانستان پاکستان ته په ۱۸ منډو ماته ورکړه
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د دری اړخيزې لوبلړۍ په شل اوریزه لوبه کې پاکستان ته د ۱۸ منډو په توپیر ماته ورکړه.
افغانستان د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه چې پاکستان ونشوی کړای پوره یې کړي.
د افغانستان لپاره ابراهیم ځدراڼ او صدیق الله اتل خورا ښه ملګرتیا وکړه او دواړو پنځوسیزې پوره کړې. ابراهیم ځدراڼ تر ټولو ډېرې (۶۵) منډې وکړې او له دې سره د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. د ده تر څنګ صدیق الله اتل ۶۴ منډې وکړې. له دوی دواړو پرته د نورو لوبغاړو منډې د پام وړ نه وي.
په توپ اچونه کې بیا د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي، راشد خان، محمد نبي او نور احمد هر یوه دوه دوه پاکستاني لوبغاړي وسوځول.
د پاکستان لپاره تېز توپ اچوونکي حارث روف ۳۴ چټکې منډې وکړې. د ده ترڅنګ فخر زمان ۲۵، سلمان اغا ۲۰، صاحبزاده فرحان ۱۸، فهیم اشرف ۱۴ او محمد نواز ۱۲ منډې وکړې.
په توپ اچوونه کې بیا فهیم اشرف څلور او شاهین شاه اپرېدي یوه وېکټه واخيسته.
د افغانستان، پاکستان او متحده عرب اماراتو تر منځ د شل اوریزو لوبلړۍ په شارجه کې ترسره کېږي. تر دې مهاله افغانستان او پاکستان دواړو دوې دوې لوبې ګټلې دي.
متحده عرب اماراتو بیا خپلې دواړه لوبې بایللې دي.
د یادولو وړ ده چې افغانستان خپله لومړۍ لوبه پاکستان ته بایللې وه خو په نننۍ لوبه کې له يو شمېر بدلونونو وروسته يې دا لوبه وګټله.
د افغانستان راتلونکې لوبه د جمعې په ورځ له متحده عرب اماراتو سره ده.
په دغو سياليو کې ټولې اووه لوبې کېږي. هر هېواد به له يوه بل سره دوې دوې لوبې کوي او يوه سيالي به د پايلوبې وي.
دغه سيالۍ داسې مهال پلان شوې چې همدلته په اماراتو کې به د سپټمبر پر ۵ نېټه د اسيا کپ سيالۍ پيل او د سپتمبر تر ۲۱ به دوام وکړي. د افغانستان کرېکټ بورډ په وينا، دغه لوبلړۍ به د اسيا جام لپاره په چمتووالي کې مثبت رول ولري.
د تېرې لوبې په څېر په دې سیالۍ کې هم افغان لوبغاړي ریکارډ جوړ کړ. د افغانستان د ملي لوبډلې الرونډر محمد نبي په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې خپله ۱۰۰ مه وېکټه هم د پاکستان پر وړاندې دې سیالۍ کې واخیسته.
نوموړی له راشد خان وروسته دویم افغان توپ اچوونکی دی چې په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې سل وېکټې اخلي.