تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې د نشهیانو د راټولېدو اصلي مرکز 'پُل سوخته' څنګه پاک کړل شو؟
- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
په کابل کې په نشهيي توکو د روږدو کسانو د زر بستريز روغتون چارواکي وايي، چې په مخدره توکو د روږدو کسانو د درملنې لړۍ يې پيل کړې او د ٤٥ ورځو درملنې له بشپړېدو وروسته به دغه کسان خپلو کورنيو ته وسپارل شي.
خو هغه کسان چې اوږدې مودې درملنې ته اړتیا لري د پاملرنې لپاره به په روغتون کې پاتې کېږي.
په وروستیو کې طالبانو د کابل سیند پر سر پُل سوخته، چې د نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولېدو اصلي مرکز ګڼل کېږي، روږدي کسان ټول او د هغوی د اوسېدو ځای یې ویجاړ کړ.
په نشه يي توکو روږدي کسان چې په دې وروستيو کې د کابل ښار له پُل سوخته او نورو سيمو څخه راټول شوي، وايي په ټولنه کې د نشه يي توکو د پلورونکو د فعاليت د مخنیوي پرته په نشه یې توکو د روږديتوب مخه نیول ستونزمنه چاره ده.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت وايي، یوازې په تېره یوه اونۍ کې یې په کابل کې څه باندې څلور زره روږدي کسان راټول او د رغونې مرکز ته یې لېږلي دي.
د کابل کوڅو کې په نشه یې توکو د روږدو کسانو د نیولو هڅې لا هم روانې دي. طالب ځواکونه هغه کسان نیسي، چي پرې مشکوک یا د سیمې اوسېدونکي یې په اړه ورته شکایت کوي.
هغه ویډیو، چې کابل کې د روږدو کسانو د زر بستریز روغتون له انګړ نه اخیستل شوې او په کې سلګونه روږدي کسان مالومېږي، دغه انځورونه په افغانستان کې په نشه یې توکو د روږدي توب ژورتیا ښيي.
همدا روغتون، چې د زرو تنو د درملنې وړتیا او امکانات لري اوس په کې د شاوخوا پنځو زرو معتادینو د درملنې چارې روانې دي.
خو دا چې په نشه یې توکو د روږدو کسانو په دغه روغتون کې د درملنې بهیر څه ډول دی ددغه روغتون مشر عبدالناصر منقاد یې په اړه مالومات وړاندې کوي:
"دلته د روږدو کسانو د درملنې رژیم ۴۵ ورځې دی. پنځلس ورځې لومړی پړاو دی چې د ډاکټرانو تر څارنې لاندې یې درملنه کیږي، ځکه په دغه پړاو کې ډېر په تکلیف وي، بیا د دوو اونیو لپاره علما کرام معتادینو ته د نشه یې توکو زیانونه بیانوي، چې هغه، کورنۍ او ټولنې ته څومره زیان لري، په وروستیو ۱۵ ورځو کې بیا هغوی ته په کورنۍ، ټولنه او دوستانو سره د چلن په اړه ښودنه ورته کیږي، له ۴۵ ورځو وروسته بیا یې معاینه کوو که بدلون را نه شي نو په راتلونکي پروګرام کې داسې کسان شاملیږي، چې د روږدو کسانو لپاره ډېر ګټور دي."
د کابل سیند پر سر پُل سوخته
د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې لړۍ له پخوا راهیسې روانه ده، خو د کابل سیند پر سر پُل سوخته هېڅکله د روږدو کسانو له شتون نه پاک نه شو.
د کابل يو شمېر اوسېدونکي وايي د روږدو کسانو له بشپړ راټولېدو سره ددغه کسانو له خو ورانکارۍ لږ شوي، خو دا وېره شته، که دغه کسان بېرته نشه یې توکو ته مخ کړي ، نو یو ځل بیا به دغه سیمه د روږدو کسانو په مرکز بدل شي.
د کابل اوسېدونکی احمد شاه حکیمي وايي "هغه کار ، چي تېرو دوو لسیزو کې نه و شوی اوس یې پر نېک فال نیسو خو دا بسنه نه کوي او لمن یې نورو ولایتونو ته هم وغځېږي، تر څنګ یې باید همدې کسانو ته، چې رغېږي باید د کاروبار فرصتونه برابر شي او دوی بوخت وساتل شي".
په نشه يي توکو یو روږدي چې په دې وروستیو کې د درملنې مرکز ته لېږدول شوى، د معتادین د راټولولو برخه کې د طالبانو د حکومت له وروستیو کړنو څخه خوښ ښکاري، خو وايي په ښارونو کې د نشه يي توکو د کاروبارد له منځه وړلو پرته، به د کابل د سیند پر سر پُل سوخته یو ځل د نشه یي توکو د روږدو په کور بدل شي.
"حکومت ته په کار ده، چې ددغه ستونزي رېښه پیدا او له منځه یې یوسي، ځکه که معتاد خوشي شي هغه بېرته ځي او نشه یي توکي اخلي خو باید د پلورونکو مخه یې ونیول شي، چې د کابل ښار بېلابېلو سیمو کې فعال دي."
خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال عبدالحق همکار ټینګار کوي چې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو، کاروباریانو او روږدو کسانو د نیولو چارې هم مهاله روانې دي.
د نوموړي په خبره، تېر یوه کال کې څه د پاسه څلور زره د نشه يي توکو قاچاق وړونکي او سوداګر نيولي او بندیان کړي یې دي.
د همکار په خبره، دا ځل په افغانستان کې په نشه یې توکو د روږدیتوب د مخنیوي موضوع ددوی لپاره خورا مهمه ده.
"موږ په کابل کې شاوخوا څلور زره روږدي کسان راټول کړي او د درملنې بهیر یې روان دی. په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو د عملياتو په ترڅ کې مو شپږ ښځې، چې ماشومان هم ورسره وو په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره درې سوه بستريز روغتون ته لېږلي دي.
موږ ټول هغه خلک راټول کړل چې بې کوره وو او د شپې تېرولو ځای یې نه درلود. اوس هم روږدي کسان شته چې د ورځې په اوږدو کې ګرځي راګرځي، خو موږ د ټولو لپاره اسانتیاوې نه لرو، مګر بیا هم هڅه کوو، چې دغه کسان ډېر ژر راټول او د درملنې مرکزونو ته یې ولېږو."
ددغو کسانو په منځ کې داسې لوستي کسان هم شته چې وایي د ناسم ژوند او روزګار له کبله یې د نشه یې توکو کارولو ته مخ کړی او له ټولنې نه ګوښې ته شوي دي.
د طالبانو د حکومت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، هڅه کوي چې د درملنې د پروسې له بشپړېدو وروسته دغه ډول کسانو ته د کار زمينه هم برابره کړي.
د افغانستان د روغتیا وزارت وايي، په تېر یو کال کې یې د څه باندې ۲۸ زره روږدو کسانو درملنه کړې او په ټول هېواد کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې ۶۰ مرکزونه فعال دي، چې لس یې په نشه يي توکو د روږدو ماشومانو او مېرمنو درملنې ته ځانګړي شوي دي.