تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسرائيلو د پوځ مشر له دندې استعفا اعلان کړه
د اسرائيلو د پوځ مشر هرتزي هالوي له خپلې دندنې استعفا اعلان کړې ده. نوموړي د خپلې دې پرېکړې دليل په ۲۰۲۳ کال کې د اکټوبر پر اوومه نېټه پر اسرائيلو د حماس بريد ياد کړی دی.
په دغه بريد کې ۱۲۰۰ اسرائيلي وګړي وژل شوي وو.
هرتزي هالوي ويلي، د مارچ پر شپږمه به وروسته له هغه دنده پرېږدي چې د اسرائيلو پوځ د اکټوبر اوومې نېټې د بريد په تړاو خپلې پلټنې بشپړې کړي.
له دې اعلان لږ وروسته په غزه کې د اسرائيلو د پوځي عملياتو مشر يارون فينلکمن هم خپله استعفا اعلان کړه.
د اسرائيلو د دغو دوو لوړ پوړو پوځي چارواکو د استعفا له اعلان وروسته د حکومت يو شمېر مخالفينو له لومړي وزير بنيامین نتنياهو غوښتي چې له خپلې دندې لاس په سر شي.
هرتزي هالوي د اسرائيلو د دفاع وزير ته په استعفا ليک کې لیکلي، "د اکټوبر د اوومې نېټې په سهار، پوځ د اسرائيلي وګړو د ساتنې په ماموريت کې پاتې راغی."
نوموړی چې د اسرائیلو په پوځ کې څلور لسيزې دنده ترسره کړې وايي، "د دې وحشتناکې ناکامۍ د مسؤلیت احساس هره ورځ او هر ساعت زما سره دی او زما د ژوند تر پایه به زما سره مل وي."
د اسرائیلو پوځ مخکې هم د اکټوبر په اوومه نېټه په خپلو امنیتي نیمګړتیاوو اعتراف کړی و، او په دې تړاو یو شمېر لوړ پوړو پوځي چارواکو استعفا هم ورکړې وې.
په غزه کې د ۱۵ میاشتو جګړې وروسته، د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند لومړی پړاو دوه ورځې وړاندې (د جنوري ۱۹مه) پلی شو، او په لومړي ګام کې، دری ښځینه یرغمل او ۹۰ فلسطیني بندیان خوشي شول.
ټاکل شوې ده چې په راتلونکو شپږو اونیو کې ۳۳ نور یرغمل هم خوشې شي.
داسې انګېرل کېږي چې ۹۴ نور یرغمل لا هم په غزه کې د حماس له خوا ساتل کېږي، که څه هم ځینې یې ممکن په بند کې مړه شوي وي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس د بریدونو په غبرګون کې اسرائيلو پر غزه بريد وکړ.
د حماس د روغتیا وزارت په وینا، د اسرائیلو بریدونو نژدې پنځوس زره کسان وژلي دي، چې جنګیالي او ملکي وګړي پکې شامل دي. د "لانسیټ" طبي ژورنال یوه وروستۍ څېړنه وايي ښايي دا تر ریښتینو تلفاتو ډېر کم وي.