تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران او اسرائیلو کړکېچ؛ د تاوتریخوالي کمېدو هیله رامنځته شوې
- Author, عبیدالله حسام
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د ایران له خوا د جمعې په ورځ پردې هېواد د اسرائیل د ډرون احتمالي برید ته غلی غبرګون داسې هیلې رامنځته کړي، چې د دغو دوو غلیمانو ترمنځ به ترینګلتیا کنټرول شي.
د ایران د اصفهان پر ښار تر برید سملاسي وروسته، د تاوتریخوالي د کمېدو غږونه وشول. د ملګرو ملتونوعمومي منشي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او ډېرو نورو هېوادونو پر دواړو لورو د زغم غږ وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي دغه برید کې، چې درې کوچني ډرون الوتکې ښکېل وې، هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
ورته مهال تهران کې چارواکو داسې اشارې هم ورکړې، چې ددوی له خوا به د غچ اخیستنې کوم ګام وانخیستل شي .
د ایران او اسرائیل چارواکو څرګندونو ته په کتو داسې اټکل کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستۍ ترینګلتیا کمه شوې ده.
ځینو امریکايي چارواکو چې نومونه یې نه دي یاد شوي، ددغه هېواد رسنیو ته ویلي، پرون سهار وختي اسرائیل د ایران په اصفهان کې د هوايي ځواکونو په یوه دفاعي رادار درې توغوندي ورولي. ایراني چارواکو ویلي په دې برید کې هېڅ زیان نه دی اوښتی.
اسرائیلي رسنۍ دغه هېواد کې د پوځي سرچینو په حواله وايي اصفهان کې برید "د یوه اسرائیلي جټ لخوا له لېرې د یوه اوږد واټه توغندي" په وسیله شوی.
دا ظاهرا پر اسرائیلو د ایران د پنجشنبې بریدونو په غبرګون کې شوی چې ایران پر یاد هېواد له ۳۰۰ د ډېرو توغندیو او ډرون بریدونه وکړل، چې ډېری یې د اسرائیل هوايي دفاع نظام له لوري او یا هم د امریکا او بریتانیا په مرسته له منځه یوړل شول.
ایراني چارواکو ویلي و، دا برید یې په سوریه کې د اپریل پر لومړۍ نېټه د دې هېواد پر کونسلګري د هغه هوايي برید په ځواب کې کړی، چې ګومان کېږي اسرائیل کړی او ۱۳ کسان پکې وژل شوي وو.
د اروپايي کمېسیون، بریتانیا، جرمني، چین، روسیې او مصر په ګډون بېلابېلو هېوادونو د ارامتیا غوښتنه کړې.
امریکا هم وار په وار ټینګار کړی چې د تاوتریخوالي ډېرېدل نه غواړي. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین جین پییر په یوه خبري کنفرانس کې د انتوني بلېنکن وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وویل چې د هغه پام د تاوتریخوالي پر کمولو ورټول دی او په وینا یې، امریکا په هېڅ برید کې ښکېله نه د:.
'' موږ له پیل راهیسې په دې اړه ډېر ښکاره دریځ لرو، موږ نه غواړو چې دا جګړه پراخه شي. موږ په دوامداره توګه سیمه کې او نورو خپلو متحدینو او شریکانو سره د جګړې د پراخېدو د خطر کمولو په اړه مشورې کوو.''
د ایران پر اصفهان د اسرائیل له برید وروسته ایران ته ځینې الوتنې له لنډ ځنډ وروسته بیا پیل شوي. ددغه هېواد هوایی ډګرونه د پنجشنبې په ورځ تړل شوي وو او الوتکې بیرته ستنې شوې وې.
پرون سلګونو کسانو د ایران پلازمېنه تهران او څو نورو ښارونو کې د جمعې تر لمانځه وروسته د اسرائیل خلاف لاریونونه کړي دي.
دوی د ایران، فلسطين او د لبنان د حزبالله غورځنګ بیرغونه پورته کړي وو او د اسرائیل خلاف یې شعارونه ورکول.
د ایران او اسرائیلو ترمنځ تاوتریخوالي په نړیوالو مالي بازارونو هم اغېز کړی. د ونډو بیې کمې شوې او د تېلو بیې لوړې شوې دي.