تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
يونيسېف له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره د ۱.۴ ميليارده ډالرو غوښتنه کړې
د ملګرو ملتو د ماشومانو د لاسنیوي ټولنې، یونیسېف، له نړۍ غوښتي، چې میلیونونه بېوزلي افغان ماشومان هېر نه کړي او د لومړنیو اړتیاو د پوره کولو لپاره یې د دې ټولنې مالي ملاتړ وکړي.
يونيسېف وايي په افغانستان کې ۲۳.۳ ميليونه وګړي چې ۱۲.۶ ميليونه يې ماشومان دي په ۲۰۲۴ کال کې بشري مرستو اړتيا لري. يونيسېف ويلي دغه افغانان د اوږدمهاله جګړو، اقليمي بدلون او هېواد کې د ناوړه اقتصادي حالت او اغېزو له امله بشري مرستو ته اړ شوي دي.
د يونيسېف په وينا په افغانستان کې ډېرۍ کورنۍ خپلې لومړنۍ اړتياوې نشي پوره کولی. د دې ادارې د نړيوالو اړيکو مشر چې هرات ولايت ته د زلزله ځپلو خلکو ليدلو ته ورغلی و، نړيوالو ته د اړو افغانانو د لاسنيوي په پیغام کې ويلي چې افغان ماشومان هېر نه کړي.
نوموړي ويلي، "په ټول افغانستان کې ډېری کورنۍ او ماشومان په اسانۍ سره نشي کولی چې خپلې لومړنۍ اړتياوې پوره کړي. دا حالت ښايي په ژمي کې لا ناوړه شي.... يونيسېف د دوی اړتياوې په يوازې نشي پوره کولی موږ په ټوله نړۍ کې پر خپلو متحدينو او ملاتړو غږ کوو چې موږ سره مرسته وکړي."
يونيسېف له نړيوالې ټولنې په ۲۰۲۴ کال کې د ۱۲.۶ ميليونو افغان ماشومانو په ګډون د ۱۹.۴ ميليونه افغانانو د لومړنيو اړتياو پوره کولو لپاره د ۱.۴ میليارده ډالرو غوښتنه کړې ده.
له نړيوالې ټولنې دا غوښتنه داسې مهال شوې چې په روان ۲۰۲۳ کال کې نړيوالو مرستندويه بنسټونو د بوديجې د کمښت له امله واردمخه خپلې مرستې يا کمې او يا هم بندې کړې دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق په ټوله نړۍ کې ۹۴ ميليونه ماشومانو سره د مرستې لپاره د ۹.۳ ميلياردو ډالرو غوښتنه کړې ده.
يونيسېف په خپل تازه راپور کې ويلي اقليمي بدلون. زلزله، د ناروغيو خپرېدو او د جګړو ډېرېدو لسګونه ميليونه ماشومان او د هغوی کورنۍ له سختو شرايطو سره مخ کړي دي.