تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په افغاني بولۍ کې "۳۷ زره ډالري" کېله؛ چا وپلورله او چا وپېرله؟
یوه افغان سوداګر د لندن بولۍ کې یوه کېله په دېرش زره پونډه (شاوخوا ۳۷ زره ډالره) وپېرله.
دا نمایشي بولۍ د لندن لوېدیځ (سوتهال) سیمه کې یوه خیریه بنسټ له افغانستان سره د نغدي مرستو راغونډولو په موخه کړې ده.
د (قمر) بنسټ مسؤل رحمت الله نوروز د یادې کېلې لومړنی پېرودونکی د احمد په نوم یاد کړی چې وايي له کلونو راهیسې بریتانیا کې د ګاډو او کورونو پر سوداګرۍ بوخت دی.
ښاغلي نوروز د بي بي سي له خلیل نوري سره خبرو کې وویل، په پام کې ده ښاغلی احمد چې د تلیفون له لارې د بولۍ له مراسمو سره وصل شوی و، ژر له هغه سره وګوري او کیله ورته وسپاري.
ښاغلی نوروز زیاتوي: "ګڼ خلک مراسمو ته حاضر شوي وو چې دا کېله په لس زره پونډه وپېري، تر شلو زرو پورې درې کسان پاتې شول او تر شلو زرو پونډو یوازې دوه کسان پاتې وو."
دا یوه معمولي کېله ده چې لا هم له پلورونکي سره ده.
ښاغلی نوروز وايي: "هدف د کېلې خرڅول وه وو، بلکې له افغانستان سره مرسته هدف و. خو پوهېږو چې افغانان احساساتي دي، ومو غوښتل چې له دې کاره په ګټه اخیستو یوه کېله په دې قېمت وپلورو او پیسې یې افغانستان ته ولاړې شي."
دا مراسم په بریتانیا کې د افغانانو د پیوستون په موخه د قمر بنسټ له لارې ترسره شول.
ښاغلی نوروز وايي، د یاد پروګرام له لارې د ۹۰ زره پونډو په راغونډولو توانېدلي دي.
په پام کې ده چې د یادې پېرل شوې کېلې له پیسو په افغانستان کې یتیمو ماشومانو ته کور جوړ شي.
قمر خیریه بنسټ په افغانستان، بریتانیا او هالنډ کې فعالیت لري.