کرېکټ: افغانستان متحده عرب اماراتو ته په ۳۸ منډو ماته ورکړه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په شل اوریزه لوبه کې متحده عرب اماراتو ته د ۳۸ منډو په توپیر ماته ورکړه.

متحده عرب اماراتو د پچې له ګټلو سره افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. افغانستان په ټاکلو شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه چې متحده عرب اماراتو ونشوی کړای پوره یې کړي.

د افغانستان لپاره ابراهیم ځدراڼ تر ټولو ډېرې (۶۳) منډې وکړې. د ده تر څنګ صدیق الله اتل ۵۴، کریم جنت ۲۳، عظمت الله عمرزي ۲۰ او دروېش رسولي ۱۰ منډې ترسره کړې.

د اماراتو لپاره محمد روهید او ساغر خان هر یوه دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان لپاره شرف الدین اشرف د دریو وېکټو په اخیستو سره غوره لوبغاړی ونومول شو. د ده ترڅنګ راشد خان هم دری، فضل الحق فاروقي یوه او محمد نبي یوه وېکټه واخيسته.

د اماراتو لوبډلمشر محمد وسیم ۶۷ او راهول چوپړا ۵۲ منډې وکړې.

د افغانستان، پاکستان او متحده عرب اماراتو تر منځ د شل اوریزو سیاليو دری اړخيزه لوبلړۍ په شارجه کې ترسره کېږي. تر دې مهاله پاکستان دوې او افغانستان یوه لوبه ګټلې ده. متحده عرب اماراتو بیا خپلې دواړه لوبې بایللې دي.

ټاکل شوې راتلونکې لوبه سبا سې شنبې د افغانستان او پاکستان تر منځ ترسره شي.

په دغو سياليو کې ټولې اووه لوبې کېږي. هر هېواد به له يوه بل سره دوې دوې لوبې کوي او يوه سيالي به د پايلوبې وي.

دغه سيالۍ داسې مهال پلان شوې چې همدلته په اماراتو کې به د سپټمبر پر ۵ نېټه د اسيا کپ سيالۍ پيل او د سپتمبر تر ۲۱ به دوام وکړي. د افغانستان کرېکټ بورډ په وينا، دغه لوبلړۍ به د اسيا جام لپاره په چمتووالي کې مثبت رول ولري.

افغان لوبډلمشر راشد خان په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د تر ټولو ډېرو وېکټو اخيستو ریکارډ جوړ کړ.

نوموړي په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې ۱۶۵ وېکټې بشپړې کړې چې پر مټ یې د نیوزیلنډ د ټېم ساوتي د ۱۶۴ ویکټو ریکارډ مات کړ.

له متحده عرب امارتو سره د سيالۍ پر مهال یې د دريو لوبغاړو له سوځولو وروسته دغه ریکارډ په خپل نامه کړ.

له دې سربېره راشد خان ګڼ نور نړيوال ریکارډونه هم لري، لکه د چټکو سلو وېکټو اخيستو ريکارډ، په يوه لوبه کې ډېره ځله د څلورو لوبغاړو سوځولو ریکارډ او داسې نور.

د یادونې وړ ده چې راشد خان په شل اوریزو سیالیو کې هم د نړۍ په کچه تر ټولو ډېرې (۶۶۴) وېکټې ترلاسه کړې دي.