تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پښتونخوا مردان کې پارېدلو خلکو 'یو ملا امام' دین ته د سپکاوي په تور په وهلو ټکولو وژلی
د خیبر پښتونخوا په مردان کې یو ډله خلکو د یوه 'ځايي جومات ملا امام' یوې سیاسي جلسې ته په وینا کې دین ته په سپکاوي تورن کړی او په وهلو وهلو یې وژلی دی.
د مردان د پولیسو یوه مشر نجیب الرحمن ویلي چې دا پېښه د شنبې مازیګر مهال د دغه ښار په ساول ډهیر کلي کې شوې.
وژل شوی کس 'مولانا نګار علي' نومېږي چې د بي بي سي عزیز الله خان وايي سیمه کې د یوه جومات ملا امام و.
د هغه مړی روغتون ته لېږدول شوی.
پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې دغه ملا په جلسه کې یوه ځايي سیاسي مشر ته څه داسې اوصاف کاروي، چې د راغونډو شویو خلکو د پارېدو لامل ګرځي.
په بله ویوډیو کې بیا ښکاري چې د هغه بې سده پر ځمکه پروت دی او قهرېدلي خلک یې په لغتو وهي.
بي بي سي په خپلواک ډول دغه ویډیوګانې نشي تاییدولی.
پولیسو تر اوسه د دې پېښې مقدمه نه ده درج کړې، خو چارواکو ویلي چې له بېلابېلو سرچینو پېښه کې د ښکېلو کسانو د پېژندګلوي هڅې روانې دي او له څېړنې وروسته به دوسیه پرانیزي.
د مردان د پولیسو یوه کارمن خبریال زبیر خان ته ویلي، کله چې خلک سیاسي جلسې ته د مولانا نګار علي په وینا راوپارېدل نو هلته موجودو سرتېرو نوموړی له قهرېدلو خلکو ساتنې لپاره یوه نږدې هټۍ ته لېږدولی دی.
هغه زیاته کړې، چې وروسته ځايي مشران او علما هم دې ځای ته ورغلل او پولیسو هم د امنیت ساتنې لپاره نور ځواکونه ور وغوښتل.
د پولیسو دا سرچینه وايي له ځايي مشرانو او علماو سره خبرې روانې وې، چې پارېدلو خلکو پر هټۍ چپاو وروړ او مولانا نګار یې په وهلو ټکلو له ځان سره روان کړ.
دی وايي دا چې د خلکو شمېر ډېر زیات و نو پولیس یې په کنټرولولو بریالي نه شول.
پولیسو ویلي خلک دومره پارېدلي وو چې د مولانا نګار مړی یې هم ور سپاره، خو پولیسو بالاخره ترلاسه کړ.
د خیبرپښتونخوا سرپرست اعلی وزیر محمد اعظم خان پر دې پېښې خواشینې څرګنده کړې ده.
هغه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې سیاسي غونډې باید تر سیاسي ویناو محدودې پاته شي.
نوموړي زیاته کړې، چې سیاسي چارو ته د دیني رنګ ورکولو باید ډډه وشي.
د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی له خلکو هم غوښتي چې پخپله دې قانون نه پلی کوی بلکې د قانون پلي کېدو ته دې اجازه ورکوي.
هغه ویلي اوسني وضعیت کې صبر او زغم ته ډېره اړتیاده.
ښاغلي اعظم خان ټینګار کړی چې په داسې مسایلو کې د علماو رول مهم دی او دا چې علما دې د امن فضا او مذهبي همغږۍ وساتي.
پر خواله رسنیو غبرګونونه
دا پېښه پاکستان کې پر خواله رسنیو د خلکو له پراخ غبرګون سره مخامخ شوې ده.
د عمار راشد په نوم یوه کارن لیکلي چې د مردان د پېښې صحنې وېروونکې دي. مقتول یو دیني عالم و او دا د دې ښودنه کوي چې پاکستان کې هېڅوک له داسې پېښو خوندي نه دي.
د مروه خان په نوم یوې بلې کارنې لیکلي " کوم کس چې د سپکاوي په تور وژل شوی، د مالوماتو له مخې د شپږ لوڼو پلار دی. زرګونو کسانو دا پېښه کتلې، خو سلګونه زره ترې اغېزمېږي. زړه مې ژړاي."
د ریحانه په نوم کارنې ویلي "پاکستان کې دین ته د سپکاوي د تور لوبه روانه ده. خلک له وېرې پرته دین ته د سپکاوي په تور د هر چا وژلو لپاره ازاد دي.
د وینو تږي هجوم نن د پولیسو حضور کې یو کس ووژاه.
د خواله رسنیو ځینو کاروونکو د دې پېښې د نا تایید شویو زړه بوږنونکو ویډیوګانو پر کتلو هم خواشینې ښودلې ده.
یوه کارن لیکلي چې د ویډیوګانو له کتلو وروسته له روانې اړخه اغېزمن شوی. هغه لیکلي چې د "ملک نه ځنګل دی."
یوه بل لیکلي که چا د مذهب سپکاوی کړی هم وي، باید قانون ته وسپارل شي. "تاسې د ښکلي او له امن نه د ډګ دین په نوم یو کس وواژه."