'له هوايي ډګره د ۱۵ میلیونو ډالرو ارزښت سره زر غلا شوي'

    • Author, مادلین هالپرت
    • دنده, بي بي سي نیویارک
  • د خپرېدو وخت

کاناډا کې پولیس د ټورنټو ښار له پیرسون هوايي ډګره د سروزرو د غلا یوې پېښې پلټنې کوي. د یادونې ده، چې دا هوايي ډګر معمولاً په اونتاریو ایالت کې له کانونو د ایستل شویو زرو لېږد لپاره کارول کېږي.

پولیس وايي، له دې ځایه پر دوشنبه (اپریل ۱۷مه) د ۱۴ اعشاریه اته میلیونو ډالرو ارزښت زر او نور قیمتي توکي غلا شوي دي.

مسوولین وايي، د ''لوړ ارزښت'' یو کانتینر چې په الوتکو کې د بار استولو لپاره کارول کېږي، مازدیګر مهال هوايي ډګر ته ورسېد او د کارګو ساتنې په ځانګړي ځای کې کېښودل شو.

پولیس په دې باور دي، چې له همدې ځایه زر غلا شوي دي.

د سیمې پولیسو یوه افسر سټېفن دیوېویسټېن وايي، د دوی ګومارل شوی ټيم د دې پېښې په هکله پلټنه کوي، چې دی یې ''ځانګړې او کمسارې'' بولي.

نوموړي وویل، په الوتکه کې د استول کېدونکي کانتینر کچه پنځه مربع فوټه وه، خو هغه د دې کانتینر د وزن له څرګندولو ډډه وکړه.

له دې مخکې پر سې شنبه ټورنټو سن نومې ورځپاڼې په خپل رپوټ کې لیکلي، پولیس چارواکي فکر کوي، د منظمو غلا، غدیو ډلې په دې پېښه کې ښکېل دي.

بي بي سي په پیرسون هوايي ډګر کې د کاناډا له ګومارل شویو شاهي پولیسو سره د پېښې په هکله د نظر څرګندولو لپاره اړیکه نیولې.