تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې د پښتورګو د قاچاق شبکه نیول شوې؛ له سلګونو کسانو یې بډوډي ایستلي
د پاکستان په شمال ختیځ کې د انسان د بدن غړو د قاچاق یوه اته کسیزه ډله نیول شوې ده.
پاکستاني پولیس وايي د دې شبکې مشري د فواد مختار په نوم کس کوله.
دی تورن دی چې له ۳۰۰ د ډېرو کسانو بډوډي یا پښتورګي یې پر شتمنو پېرودونکو چې د پښتورګو پیوند ته یې اړتیا درلوده، پلوري دي.
د فواد مختار په اړه ویل کېږي چې پخوا هم ۵ ځله د ناسمې درملنې په تور نیول شوی خو هر ځل بېرته په ضمانت خوشې شوی دی.
اوس رپوټونه دا دي چې لږترلږه درې کسان د دې شبکې لخوا له دوی د پښتورګو د ایستلو جراحي عملیاتو پر مهال مړه شوي دي.
دې شبکې تر ډېره پنجاب ایالت او د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې فعالیت کاوه.
د پنجاب سرپرست اعلی وزیر محسن نقوي ویلي، چې د بډوډو یا پښتورګو د پویند دغه عملیات به تر ډېره په شخصي استوګنځیو کې داسې حال کې کېدل چې د پښتورګي خاوند به ترې خبر نه و.
د رپوټونو له مخې د موټرو یو مستري له ښاغلي مختار سره د بډوډو د پیوند په جراحي عملیاتو کې د مرستیال په توګه کار کاوه.
ویل کېږي دغه سړي به روغتونو کې خلک په چل ول تېر ایستل چې د مختار عملیات خونې ته ورشي.
د پنجاب سرپرست اعلی وزیر ویلي چې د دې شبکې لخوا هر پښتورګی په تر ۱۲۰ زره ډالرو پلورل شوی دی.
د دغه پاکستاني چارواکي په وینا "هغه مالومات او شمېرې چې موږ ترلاسه کړې د سړي زړه برېښوي. د بدن غړو د پیوند غیر قانوني جراحي عملیات تر دې ډېر زیات کیږي. دا چې موږ پرې خبر شوي یو، دا یې یوازې یوه بېلګه ده."
پاکستان کې د انسان د بدن غړو کاروبار په ۲۰۱۰ کال کې غیر قانوني اعلان شو.
چارواکو ویلي چې نیول شوي کسان ښايي په تر لسو کلونو بند او درنو نغدي جریمو محکوم شي.
دوی هیله من دي چې په دې توګه به له پاکستانه بهر پر پېرېدونکو د بډوډو د پلور او همدا راز د ډاکترانو او دلالانو د ناسمې ګټنې مخه تر یوه ځایه ونیول شي.
خو ادعا دا ده چې پاکستان کې د قانون پر پليتابه د څار نشتوالي او پراخې بې وزلۍ دې ته لار پرانیستې، چې د انساني بدن غړو قاچاق او کاروبار ډېر شي.
د روان کال د جنورۍ پر ۱۴مه هم د پنجاب پولیسو د انسان د بدن غړو د قاچاق یوه بله شبکه تر هغې وروسته نیولې وه چې یو ۱۴ کلن هلک له اوږدې مودې بې درکۍ وروسته وموندل شو.
له دغه هلکه هم بډوډی ایستل شوی و.
پولیسو دی په یوه ځمکلاندې لابراتوار کې موندلی و.