کویت کې د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته سپارل شوی: خلیج له کابله څه غواړي؟

د افغانستان سفارت

د عکس سرچینه، د افغانستان سفارت پاڼه

    • Author, سید عبد الله نظامي
    • دنده, بي بي سي-کابل
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، کویت د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته سپارلی چې دې سره په خلیج هېوادونو کې د طالبانو حکومت د استازولیو یوه بله هغه هم ور شمېر شوه. دې ګام ته له کابل سره د منځي ختیځ د هېوادونو د اړیکو ارزښت په سترګه کتل کېږي.

شفیق خطیب په کویت کې د طالبانو حکومت له لوري د سفارت د چارسمبالي په توګه ټاکل شوی. ښاغلي خطیب وړاندې ترې دې، کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي خدموتو او سرحدونو څانګو مشري کړې ده.

د همدې کال د اپرېل وروستیو کې د طالبانو حکومت یو استازی شعیب شفیق بغداد ته هم رسېدلی و. که څه هم د عراق حکومت په رسمي توګه د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته نه دی سپارلی خو سرچینو بي بي سي ته ویلي وو چې ښاغلي شفیق " د اسلامي امارت د استازي په توګه بغداد کې خپل کار پیل کړی دی."

بي بي سي ته معلومه شوې چې کویت له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د طالبانو له حکومت سره پرلپسې اړیکې درلودې.

روسیې، چین، ایران، سعودي، عرب اماراتو، ازبکستان، عمان، قطر او ترکیې په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو هم د افغانستان سفارتونه د طالبانو حکومت ته سپارلي دي.

دا تېره اوونۍ د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کابل کې د ریاض العلوم په نوم د یوې دیني مدرسې غونډې ته په وینا کې وویل "د اسلامي امارت سفارتونه او کونسلګرۍ په سیمه کې یوازې له یوه هېواد پرته په نورو ټولو هېوادونو کې فعالې دي او د افغانستان د سیاسي او قونسلي چارو استازیتوب کوي."

ښاغلي متقي دا د خپل حکومت یوه لاس ته راوړنه بلله چې ګواکې په سیمه ییزه دیپلوماسۍ کې یې استازولي شته.

کویت کې داسې مهال افغان سفارت د طالبانو حکومت ته سپارل کېږي چې منځني ختیځ کې د ایران امریکا او اسرائیلو د جګړې له امله حالات ترینګلي دي.

کویت کې د افغانستان سفارت دننه

د عکس سرچینه، کویت کې د افغانستان سفارت

د عکس تشریح، کویت کې د افغانستان سفارت دننه، له یو شمېر افغانانو سره پخوانی افغان سفیر سید جاوید هاشمي ناسته لري.

باور دا دی، داسې حالت کې چې د خلیج او په ټوله کې د منځني ختیځ هېوادونه له ایران سره په یوه کړکېچ ښکېل دي، هر یو یې د خپلې ټلوالې او ملګرتیا د پیاوړي کولو لپاره هڅې کوي. ایران د جګړې پر مهال د طالبانو حکومت دریځ له دې امله ستایلی چې د جګړې پر وخت یې " د هغوی غلیم" ته لاره نه ده ورکړې.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر هم په وار وار پر دې ټینګار کړی چې دوی غواړي یوه متوازنه بهرنۍ تګلاره وساتي چې د شخړو پر مهال په کوم اړخ کې ونه درېږي.

د منځني ختیځ د چارواکو کارپوه صفت الله صافی وايي، افغانستان له عرب نړۍ سره پخوانۍ اړیکې لري او د دغو اړیکو ساتل د دواړو لورو لپاره مهم دي ځکه خو په تېره څه موده کې، عرب اماراتو، سعودي، عمان او قطر د دغو اړیکو پاللو ته لومړيتوب ورکړی دی.

ښاغلی صافی وايي، په خلیج هېوادونو کې د افغان کاري ځواک شتوالی هم د دا ډول اړیکو د ساتلو یوه پلمه ده چې " د کونسلي خدمتونو او نورو چارو لپاره ډېر مهم ګڼل کېږي."

هغه وايي، سیمه ییزه ديپلوماسۍ کې د طالبانو حکومت لپاره د دې اړیکو پرځای کول " یوه د پام وړ لاس ته راوړنه ده.

دا چې عرب نړۍ لپاره افغانستان سره اړیکې په څه مانا دي، ښاغلی صافی وايي:

"د خلیج شورا د مطرحو غړو لپاره افغانستان هم مهم دی، که واک د هر چا په لاس کې دی کابل سره اړیکې درلوده ورته ارزښت او لومړیتوب لري، ځکه افغانستان د منځنۍ او سوېلي اسیا پر حالت مخامخ اغېز لري او خلیج غواړي چې دغه مهمه سیمه کې خپل حضور او اړیکې پرې نه کړي."

که د کابل او خلیج هېوادونو د اړیکو څرنګوالی او ارزښت په هر پوړ کې وي، د طالبانو حکومت لپاره د دوی د استازو منل او ورته د افغان سفارتونو سپارل له دې پلوه هم مهم دي چې په نړیواله کچه دا هېواد ګوښی او له روسیې پرته د طالبانو حکومت د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

د بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو د کار او زده کړو حقونه هغه څه دي چې د امریکا په ګډون د لوېدیځې نړۍ ډېرو هېوادونو پرې د طالبانو حکومت ملامته کړی او د اړیکو د نږدېوالي مخنیوي کې د دلیل په توګه یادېږي.

د منځني ختیځ له هېوادونو سره اړیکې د کابل اوسنیو واکمنیو لپاره لوېدیځې نړۍ ته د نیمه لارې بڼه هم لري چې خپل پیغام پرې ورسوي او له لا ډېر ګوښیتوبه ځان راوباسي.