د اوکرایین ولسمشر پر روسیې غږ کړی، که خبرې کول غواړئ، پر موږ بریدونه بند کړئ

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

پر اوکرایین د روسیې له وروستیو هوايي بریدونو وروسته د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي پر روسي چارواکو غږ کړی، چې: ''که تاسې خبرې غواړئ، نو پر خلکو د بالسټیک توغندیونو بریدونه ودروئ.'' ښاغلی زېلینسکي وايي، تېره شپه د اوکرایین پر خارکایېف ښار د شویو بریدونو په ګډون تېره اونۍ روسي ځواکونو پر اوکرایین له ۱۰۵۰ ډېر ډرون، نژدې ۱۳۰۰ بمي او له ۲۰ زیات توغندیز بریدونه کړي دي.

نوموړي دا څرګندونې په امریکا او اروپا کې تېره اونۍ له خورا جدي ناستو او سفرونو وروسته کړي، چې په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ او مرستیال ولسمشر جې ډي وینس سره خورا تاوتریخجنه لفظي شخړه هم پکې وه.

ولسمشر ولودیمر زېلینسکی امریکا او بریتانیا ته د سفر پای کې له امریکا پر ''مننې'' ټینګار وکړ او د ''یوموټیوالي'' له کبله یې اروپايي ټولنه وستایله.

د یادونې ده، چې ښاغلي زېلینسکي د جمعې پر ورځ د امریکا په ولسمشرۍ ماڼي کې له ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه له مرستیال جې ډي وینس سره په یوه ناسته کې خورا تاوتریخجنه لفظي شخړه درلوده.

نوموړی له هغه وروسته له واشنګټنه لندن ته ولاړ او هلته یې له اروپايي مشرانو سره په یوه غونډه کې ګډون وکړ، چې له مخکې پلان شوې وه.

له لندن خپل هېواد ته سفر کې ښاغلي زېلینسکي د سولې په هر جوړجاړي کې د اوکرایین لپاره د ''امنیتي تضمین'' پر شتوالي ټینګار وکړ. کیېف ته له روانېدو مخکې ښاغلي زېلینسکي د لندن په سټنسټید هوايي ډګر کې وویل، اوس هم چمتو دی، چې له امریکا سره د منرالونو اړوند هوکړه وکړي.

بل لور پر یکشنبه د لندن غونډې له پای ته رسېدو وروسته د بریتانیا لومړي وزیر کیئر سټارمر د اوکرایین لپاره څلور ماده ییز پلان اعلان کړ، چې په دې هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسېږي او په راتلونکي کې د روسیې له یرغله خوندي پاتې شي. د ښاغلي سټارمر په پلان کې څلور لاندیني ټکي شامل دي:

  • اوکرایین ته باید د پوځي مرستو لړۍ روانه وي او پر روسیې اقتصادي فشار باید دوام وکړي.
  • د سولې په هر ډول خبرو کې باید د اوکرایین استازي شتون ولري او هر ډول تلپاتې سوله باید د اوکرایین ملي حاکمیت او امنیت تضمین کړي.
  • د سولې هر صورت کې باید د اوکرایین دفاعي وړتیا زیاته شي، چې په راتلونکي کې د هر یرغل مخنیوی وشي.
  • د ''رضاکارو'' یو اتحاد باید رامنځته شي، چې په اوکرایین کې د یوې هوکړې دفاع وکړي او له هغه وروسته د سولې تضمین وکړي.

له دې هاخوا په پاریس کې د یکشنبې پر ماښام له لي فګارو ورځپاڼې سره د ښاغلي سټارمر فرانسوي سیال ویلي، پاریس او لندن غواړي د اوکرایین او روسیې تر منځ د یوې میاشتې لپاره د اوربند رامنځته کولو لپاره کار وکړي.

تېره شپه د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په اوکرایین کې د یوه داسې اوربند وړاندیز وکړ، چې د ده په وینا له مخې به یې اوکرایین او روسیه دواړه د یوې میاشتې لپاره وسله پر ځمکه کېږدي. نوموړي له فرانسوۍ ورځپاڼې سره خبرو کې وویل، دا اوربند به د دواړو هېوادونو تر منځ ''په هوا، سمندر او د انرژۍ تولید په مرکزونو کې وي.''

د بریتانیا وسله والو ځواکونو وزیر بیا د دې پلان په هکله د بي بي سي له برېکفسټ خپرونې سره مرکه کې وویل، د داسې کوم پلان په هکله هېڅ کومه ''هوکړه'' نه ده شوې. له فرانسوۍ ورځپاڼې سره د ښاغلي مکرون په مرکه کې د یاد شوي پلان په هکله د پوښتنې په ځواب کې لیوک پولارد وايي، ''دا داسې یو پلان نه دی، چې موږ یې اوس رسماً منو.'' خو نوموړي زیاته کړه، '' په شخصي ناستو کې د یو شمېر انتخابونو په هکله خبرې شوې دي.''

ښاغلی پولارد وايي، مهمه دا ده، چې یو داسې پلان طرح شي، چې هر څومره ژر کېدای شي) یوه تلپاتې سوله رامنځته کړي.

د روسیې غبرګون

بل لور د روسیې ولسشمرۍ ماڼۍ ویاند دیمتري پیسکوف په خپله ورځنۍ خبري غونډه کې وویل، په اوکرایین کې به د دوی پوځي عملیات د هدفونو ترلاسه کولو تر مهال روان وي. له اوکرایین سره د یوه احتمالي سولې پلان په هکله پوښتنې ته ځواب کې ښاغلي پیسکوف وویل، داسې هېڅ کوم پلان تر اوسه نه شته، چې په هکله یې ''همغږي شوې وي او یا پیل شوی وي.''

نوموړي دغه راز په لوېدیځ کې د اوکرایین پر موضوع د نظر اختلاف په هکله وویل: ''موږ ګورو چې لوېدیځ اوس ډېر ډله ییز او همغږی نه دی. د یو موټي لوېدیځ ټوټه – ټوټه کېدل پیل شوي دي او د بېلابېلو هېوادونو او د هېوادونو د ټولګې دریځونه لاپېچلي کېږي.''

په ظاهره د اوکرایین په هکله د لندن پرونۍ غونډې ته په اشارې سره نوموړي وویل: ''ځینې هېوادونه په ظاهره د جګړې ډلې په توګه پاتې کېږي... (دغه هېوادونه له) اوکرایین سره مرسته کوي، پوځې مرستې ورسره کوي، چې جګړه روانه وساتي.''

په ورته مهال له اوکرایین رسېدلو تازه رپوټونو کې ویل شوي، چې روسیې د اوکرایین پر ځینو سیمو د ډرون بریدونو یوه لړۍ پیل کړې.

په شمال ختیځ خارکایېف ښار کې د اپارتمانانو پر یوې ودانۍ د یوه ډرون برید له کبله د درې کورونو ویجاړېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

ځايي ښاروال وايي، د دې برید له کبله د ټپي شویو کسانو په ډله کې یو اتیا کلن سړی او یو ۷ کلن هم شامل دي.