امریکا وايي، حماس د غزې اوربند پلان کې د بدلونونو وړاندیز کړی

بلېنکن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلي بلېنکن په دوحه کې د قطر له لومړي وزیر سره د حماس غبرګون په تړاو له خبرو وروسته دا څرګندونې کړې.
د خپرېدو وخت

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له حماس ډلې غوښتي، چې ''اوس د دې وخت رارسېدلی، چې چنې وهل بند کړي.''

د ښاغلي بلېنکن دا څرګندونې په غزه کې د اوربند او یرغمل شویو اسرائیلیانو خوشي کېدو پلان کې د حماس مشرانو له لوري د ''ګڼ شمېر بدلونونو'' له وړاندیز وروسته مخې ته راغلې.

نوموړي په دوحه کې خبریالانو ته په دې هکله وویل، ځینې بدلونونه ''د عمل وړ'' او ځینې نور بیا د عمل وړ نه دي، خو په وینا یې امریکا، منځګړي قطر او مصر ''به هڅه وکړي، چې دا هوکړه وتړي.''

حماس د سې شنبې پر ورځ ویلي و، دوی چمتو دي، چې ''په مثبته توګه'' له دې بهیر سره مخکې لاړ شي، خو ټینګار یې کاوه، چې اسرائیل باید تلپاتې اوربند او په بشپړه توګه له غزې پوځي وتل ومني.

اسرائیل حکومت په دې هکله څه نه دي ویلي، خو یوه چارواکي چې نوم یې نه دی یاد شوي ویلي، د وسلې ډلې غبرګون په رد بدل شوی.

د یادونې ده، چې د اسرائیل لومړي وزیر تر اوسه په عام محضر کې دا وړاندیز نه دی تائید کړی، چې ۱۲ ورځې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان کړ او ویې ویل، چې اسرائیل وړاندیز کړی دی.

خو د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو پر دوشنبه بیت المقدس کې د یوې لیدنې پر مهال ''یو ځل بیا خپله ژمنتیا'' ورته څرګنده کړې ده.

پر هماغه ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په یوه پرېکړه لیک کې د دې وړاندیز ملاتړ وکړ او هغه دیپلوماتیک فشار یې لا زیات کړ، چې واشنګټن یې د واردولو هڅې کوي.

قطر ته د ښاغلي بلېنکن په سفر کې بي بي سي هم ورسره مله ده. په قطر کې د ښاغلي بلېنکن او د قطر لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني تر منځ د لیدنې پر مهال موسکاوې ولیدل شوې.

قطر په دې بحران کې مهم رول لوبوي، یوه لسیزه کېږي، چې دا هېواد د حماس د سیاسي دفتر کوربتوب کوي او له اسرائیل سره د مذاکراتو لپاره هم یوه لاره له همدې ځایه تېره شوې.

اسرائیلي ځواکونو پر سې شنبه هم د غزې پر مرکزي سیمو بریدونه کړي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اسرائیلي ځواکونو پر سې شنبه هم د غزې پر مرکزي سیمو بریدونه کړي.

ښاغلی بلېنکن هغه مهال عصباني ښکارېد، چې یوې ګډې خبري غونډې ته وینا کې یې وویل، دوی د اوربند په هغه وړاندیز کې د بدلونونو په هکله خبرې کړې، چې امریکا یې ملاتړ کوي. ن

وموړي زیاته کړه: ''یوه داسې هوکړه پر مېز تیاره پرته وه، چې د مې پر شپږمه د حماس له لوري مخکې شوي وړاندیز ته نژدې ورته وه – یو داسې جوړ جاړی چې ټوله نړۍ یې تر شا ده، چې اسرائیل ومنله او حماس کولای شوای یوازې په یوه ټکي (هو) یې ځواب کړی وای. خو حماس د دې پر ځای دوې اونۍ انتظار وکړ، بیا یې د نورو بدلونونو وړاندیز وکړ، ځینې یې داسې دي، چې د دوی له مخکیني دریځه چې منل شوی و، مخکې ځي. پایله یې دا چې هغه جګړه چې حماس پیل کړې... روانه به وي، نور خلک به وځورېږي، فلسطینیان به وځورېږي، نور اسرائیلیان به وځورېږي.''

ښاغلي بلېنکن و نه ویل، چې حماس څه ډول بدلونونه غواړي او خپله حماس ډلې هم په هغه لنډه اعلامیه کې چې د سې شنبې پر مازدیګر یې خپره کړه، په مشخص ډول نه دي ویلي، چې څه ډول بدلونونه غواړي.

خو په دې اعلامیه کې د حماس یوه غوښتنه تکرار شوې، چې پر غزه د یرغل درېدل او له دې ځایه په بشپړه توګه د اسرائیلي ځواکونو وتل پکې یاد شوي دي.

بل لور د حماس سیاسي بیورو یوه غړي عزت الریشق ویلي، دا غبرګون ''مسوولانه، جدي او مثبت'' دی او دې سره یوه هوکړې ته د رسېدو لپاره لار هوارېږي.

د اسرائیلي لومړي وزیر دفتر بیا پر دې موضوع رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

خو د یوه نامعلوم اسرائیلي چارواکي له لوري یوه اعلامیه خپره شوې، چې وايي، حماس ''ټول مهم او مانا لرونکي ټکي بدل کړي او د یرغمل شویو کسانو خوشي کېدو په هکله یې د ولسمشر بایډن وړاندیز رد کړی دی.''

بل لور له همدې حالت سره سره ښاغلی بلېنکن وايي، امریکا، مصر او قطر به هڅه کړي، چې دا هوکړه وتړي.

نوموړي وویل: ''زه باور لرم چې دغه تشې ډکېدای شي. خو د دې مانا دا نه ده، چې دا به ځکه ډکېږي، چې بالاخره پرېکړه حماس کوي.''

شیخ محمد وویل، حماس او اسرائیل دواړه باید یو څه امتیازات ورکړي. نوموړي زیاته کړه: ''موږ په دا وروستیو کې دې بحران کې یو بدلون وینو او په څرګند ډول یوه غوښتنه شته چې جګړه باید پای ته ورسېږي.''

ښاغلي بلېنکن زیاته کړه، دا هم مهمه ده، چې هر څومره ژر چې امکان ولري په غزه کې 'د کړکېچ پای ته رسېدو وروسته د بلې ورځې' لپاره پلانونه چمتو شي، چې د تل لپاره د جګړې پای ته رسېدو امکان رامنځته شي.

هغه وویل، "راتلونکو اونیو کې به موږ داسې وړاندیزونه مخکې کړو، چې له 'پلان د یوه ورځ وروسته' لپاره به د حکومتولۍ مناسب مدیریت، امنیت او بیا رغاونې په ګډون مهم ټکي پکې شامل وي. "

اسرائیلي ځواکونو د اکتوبر پر ۷مه پر سویلي اسرائیل د حماس له یوه ناڅاپي برید وروسته چې نژدې ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول او ۲۵۱ نور یې یرغمل کړل، د حماس ځپلو لپاره په غزه کې پوځي عملیات پیل کړل. د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، له هغه راهیسې تر اوسه په غزه کې ۳۷ زره ۲۰۰ کسان وژل وشي دي.