له لنینګراده د غزې تر کلابندۍ: لوږه څه ډول جګړه کې د وسلې په توګه کارېږي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

په ډېرو معاصرو جګړو کې، وسله یوازې مرمۍ یا توغندی نه دی. ځینو جګړو کې، خواړه، اوبه او درمل هم پر ملکي وګړو د فشار د راوستلو د وسیلې په توګه کارول شوي دي.

په لوی لاس عام خلک لوږې ته ټېلوهل یوه داسې تګلاره ده چې په کې د انسان د پایښت بنسټیزې اړتیاوې د پوځي یا سیاسي موخو لپاره کارول کېږي.

د غزې تړانګه کې، ګڼ شمېر نړیوال بنسټونه لکه، د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو همغږۍ دفتر (OCHA)، د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو د مرستو او کار اداره (UNWRA)، اکسفام (Oxfam) او د ماشومانو ژغورنې اداره د خوراکي موادو او درملو د سخت کمښت په اړه خبرداری ورکړی.

د دغو ادارو په وینا، څه باندې ۹۰ سلنه خلک د خوراکي توکو له سختو ستونزو او زرګونه ماشومان د مړینې له خطر سره مخامخ دي.

جنتن ویتال، چې په فلسطینیو سیمو کې د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر مشري کوي وایي: "هغه څه چې په غزه کې روان دي، یوازې لوږه نه، بلکې یوه داسې سیاسي پلان شوې کړنلاره ده چې غواړي په لوی لاس عام خلک لوږې ته ټېلوهي. "

د بشري حقونو څار ډلې (Human Rights Watch)په ګډون بشري حقونو ته ژمنې ادارې ټینګار کوي چې دا یوه داسې پلان شوې سیسټماټیکه تګلاره ده چې لوږه په کې د یوې وسلې په توګه کارول کېږي چې پایله یې یوازې د خوړو او اوبو نشتوالی نه، بلکې د خلکو ورځنی ژوند ګډوډول او د ټولنیزو جوړښتونو بنسټ اغېزمنول هم شامل دي.

د خلکو بې ځایه کولو او په زور تسلیمۍ یو خاموشه فشار

له تاریخي پلوه، د عامو خلکو لوږې ته ورټېل وهلو چاره یوازې د ډله ‌يیزې وژنې یا سزا لپاره نه ده کارول شوې، بلکې دا یوه داسې وسیله وه چې په یوه سیمه کې د سیاسي او نفوسي انډول د بدلون لپاره هم کارول شوې ده.

د پوهنتون استاد او تاریخ‌ پوه عصام خلیفه، وايي: "د تاریخ په اوږدو کې له لوږې د خلکو د ځپلو لپاره کار اخیستل شوی، لکه د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال په جبل لبنان کې، یا د ارمني او اشوري لږکیو وژنه، او همداراز د بوسنیا جګړه. موخه یوازې لوږه نه وه، بلکې د ټولنیز جوړښت ړنګول او خلک په زور دې ته اړ کول وو چې یا کډه وکړي او یا هم تسلیم شي."

په وسله والو نښتو کې د لوږې د ونډې په اړه ګڼ شمېر کتابونو لیکل شوي. الېکس ډي وال د «ډله ییزه لوږه: د لوږې تاریخ او راتلونکی» په نوم کتاب کې پر دې خبرې کوي چې څنګه حکومتونه کولي شي د سیاسي پرېکړو له لارې په لوی لاس یو خوراکي ناورین رامنځته کړي.

د سوزان جورج او نايومي هاسکېنګ په څېر لیکوالانو تاریخي تجربو شننې هم ښيي چې ډېری وخت د خوراکي سرچینو کابو کول د خاورې او وګړو د کابو کېدو وسیله ګرځېدلې ده.

په نړیوالو اسنادو کې هم د سوډان، سوریې او یمن کورنیو جګړو په ترڅ کې د بشري مرستو د مخنیوي، د کرنیزو ځمکو د ویجاړولو او د ملکي سیمو د کلابندۍ په اړه راپورونه ثبت شوي دي.

د ملګرو ملتونو راپورونه هم ښيي چې د ایتیوپیا په تیګرۍ سیمه کې لوږه د یوې پوځي وسیلې په توګه د سیمې د ولکې لپاره کارول شوې.

د غزې تړانګه کې، ځینې اوسېدونکي وايي چې یوازې هغه وخت خوراکي مرستې ترلاسه کولی شي چې خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړي.

له خان یونسه یو خبریال بي ‌بي ‌سي ته وویل: "هر ځل چې د خوراکي توکو کومه لارۍ زموږ سیمې ته راځي، ډېره ګڼه‌ ګوڼه جوړېږي او نښتې رامنځته کېږي."

ځینې کسان یوازې د یوې بوجۍ اوړو ترلاسه کولو لپاره خپل ژوند له لاسه ورکوي. دا وضعیت تر بشري ناورین هم ورهاخوا دی.

د نړیوالو قانونونو له نظره خلک لوږې ته ټېلوهل

د نړیوالو قانونونو له مخې په لوی لاس د عامو خلکو لوږې ته د ورټېلوهلو له چارې د جګړې د وسیلې په توګه کار اخیستل جرم ګڼل کېږي. د ۱۹۴۹ کال د جنیوا نړیوالو تړونونو او د ۱۹۷۷ کال د لومړني الحاقي پروتوکول له مخې د ملکي کسانو پر وړاندې د لوږې کارول منع دي.

د ۱۹۹۸ کال د روم د اساسنامې له مخې چې له نړیوالې جزایي محکمې سره تړاو لري، "په لوی لاس ملکي وګړي لوږې ته ټېلوهل" جنګي جرم ګڼل کېږي، په ځانګړې توګه کله چې خلکو ته د مهمو توکو د رسېدو منخیوی وشي.

همداراز، د امنیت شورا ۲۴۱۷ پرېکړه‌ لیک کې چې په ۲۰۱۸ کال کې تصویب شو، له لوږې د جګړې د وسلې په توګه کارول غندلي، د جګړو په سیمو کې یې د خوړو د ناامنۍ د زیاتوالي په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د وسله والو نښتو، خوراکي توکو سرچینو ته د لاسرسي ګډوډۍ او لوږې خطر تر منځ پر مستقیمه اړیکه ټینګار کړی.

سره بېره پر دې قانونونو، د هغو کسانو قانوني څار چې په لوی لاس خلک لوږې ته ټېلوهي ډېر محدود پاتې شوی. حسن الحطاب چې د نړیوالې جزایي محکمې حقوقي مشاور دی، وایي: "که څه هم قانون روښانه دی، خو د پلې کېدو لپاره یې کومه سیاسي اراده نشته. ځکه ځینې ستر ځواکونه د ښکېلو اړخونو ملاتړي دي، نو قانوني محاکمه‌ یې ستونزمنه او ځینې وخت ناشونې ده."

سوزان جورج په خپل کتاب "د لوږې سیاستونه" کې روښانه کوي چې څنګه په ځینو هېوادونو کې د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه ګډوډېږي، دا که د هغوی سیمې ته له ننوتو مخنیوی وي او یا هم له مرستو د سیاسی موخو لپاره کار اخیستل کېږي.

هغه وايي: "ډېری وخت لوږه د انساني غوراوي پایله ده، نه یوازې یوه طبیعي پېښه."

په لوی لاس خلک لوږې ته د ټېلوهلو ځینې تاریخي او معاصرې بېلګې:

دلته د تاریخ او معاصر وخت ځینې له تر ټولو مهمې بېلګې راغلي، چې پکې د جګړې پر مهال له لوږې د یوې وسلې په توګه کار اخیستل شوی دی:

د لنینګراد کلابندي، روسیه (۱۹۴۱-۱۹۴۴): نازي ځواکونو دا ښار د ۸۷۰ ورځو لپاره کلابند کړ. دغه کلابندي د نږدې یو میلیون ملکي وګړو له لوږې د مړینې لامل شوه. د دې کړنې موخه دا وه چې د جګړې له مستقیمې نښتې پرته د ښار وګړي له منځه یوسي.

سارایوو، بوسنیا (۱۹۹۲-۱۹۹۶): صربي ځواکونو ښار کلابند کړ، خوراکي توکي او برېښنا یې پر خلکو ودرول. سربېره پر دې چې نړیوالو هڅه وکړه مرستې ورسوي، خو پایله کې لوږه خپره شوه او زرګونه خلک مړه شول.

د غزې تړانګه (له ۲۰۰۷ کاله تر اوسه): اسرائیل پر غزه هراړخیزه کلابندي لګولې. که څه هم ځینې وخت د رفح لار پرانیستل کېږي، خو د توکو او مرستو ورتګ په جدي ډول تر کنترول لاندې دی. د ۲۰۲۳ کال تر اکتوبر راوروسته داسې راپورونه خپاره شوي چې لوږه د ډله ییزې سزا د وسیلې په توګه کارول کېږي.

غوطه او مضايا، سوریه (۲۰۱۳-۲۰۱۶): دا سیمې د دولتي ځواکونو له خوا کلابندې شوې وې، چې د پراخې کچې لوږې او د ملکي وګړو د مړینې لامل شوه او ورسره د ماشومانو داسې ویډیوګانې هم خپرې شوې چې په سختې خوارځواکۍ اخته وو.

یمن (له ۲۰۱۵ تر اوسه): دلته کورنۍ جګړې، د پولو او خوراکي توکو بنسټونو کلابندي یو لوی بشري ناورین رامنځته کړی. میلیونونه کسان د لوږې له خطر سره مخامخ دي. ملګرو ملتونو دا وضعیت "د نړۍ تر ټولو بد د لوږې ناورین" بللی و.

تیګرۍ، ایتیوپیا (۲۰۲۰-۲۰۲۲): راپورونه ښيي چې د ایتیوپیا حکومت د خوراکي توکو او درملو له ورتګه مخه نیوی کړی و چې کورنۍ جګړه کې یې د فشار د وسیلې په توګه وکاروي.

سرچینه: د سوزانا قسوس لیکنه – بي‌ بي‌ سي عربي