بریتانیا د پناه غوښتونکو لومړۍ جوپه بېړۍ ډوله پنډغالي ته پورته کړه

د عکس سرچینه، PA Media
برتانیا لومړني پناه غوښتونکي هغې بحث پاروونکې لویې بېړۍ ته پورته کړل چې ویل شوي د پناه غوښتنې د حساب تر مالومېدو به په کې ساتل کېږي.
دغه کښتۍ ډوله پنډغالی 'بيبي سټاکهولم' نومېږي او د بریتانیا د سوېل پورټلنډ بندر کې د سمندر څنډې ته نژدې درول شوې ده.
د بشري حقونو فعالانو په دې بېړۍ کې د پناه غوښتونکو د ساتلو مخالفت کړی او دا یې د انساني حق تر پښو لاندې کول بللي و.
خو د بریتانیا وزیران وايي چې دا بېړۍ خوندي ده او پر ګډوالو د دوی لګښت کموي.
دا بېړۍ درې پوړیزه ده او د ۵۰۰ کسانو د اوسېدو آسانتیاوې پکې شته.
په هغه بندر کې چې دغه کښتۍ ولاړه ده، شخصي دی.
ځینې کډوال چې دې سیمې ته نژدې په یوه هوټل کې ساتل کېدل هم ور وړل شوي دي.
د اروپايي ټولنې له هېوادونو بریتانیا ته په کښتیو کې ډېر را اوښتونکي کډوال د دغه هېواد سویل ختیځو سمندرغاړو ته رسېږي، چې دغلته تر ټولو مشهور بندر ډوور نومېږي.
پورټلنډ بندرهم په سویل کې دی او له ډووره چندان لېرې نه دی.
بيبي سټاکهولم کښتۍ پنډغالی به تر ۱۸ میاشتو همدلته ولاړ وي.
په دې بېړۍ کې ۲۲۲ کوټې، د ناستي خونې، ټلویزیون، پخلنځی، د انټرنټ خونه او د لوبو ځای لري چې ویل کېږي له ۱۸ تر ۶۵ کلن مجرد او هغه پناه غوښتونکي به په کې ساتل کېږي، چې ماشومان او د کورنۍ غړي ورسره نه وي.
د بي بي سي خبریال بن موور چې یوه میاشت مخکې دې سیمې ته ورغلی و، ویلي د کښتۍ له رسېدو سره د سیمې معترضو خلکو او د بشري حقونو فعالانو هم بندر ته ځانونه رسولي وو او هرې ډلې خپلې خپلې اندېښنې درلودې.

د عکس سرچینه، PA Media
د ډورسېت سیمې خلک اندېښنه لري چې د دوی په سیمه کې د ډېرو پناه غوښتونکو اوسېدل به د دوی سیمه ییز حکومتي خدمات تر فشار لاندې راولي، خو حکومت وايي چې اضافي پیسې به ورته ځانګړې کړي.
خو د بشري حقونو فعالان د بریتانیا د حکومت پر دې ډول چلند نیوکه لري او وايي دا د پناه غوښتونکو انساني حق تر پښو لاندې کول دي.
دغه فعالان وايي د پناه غوښتونکو د ژوند شرایط باید داسې نه وي. خو د بریتانیا وزیران وايي چې بېړۍ خوندي ده او پر ګډوالو د دوی لګښت کموي.
د بریتانیې حکومت وایي اوس په هوټلونو کې د پناه غوښتونکو پر ساتلو د ورځې شپږ میلیون پونډه لګوي. حکومت وايي دمګړۍ کابو ۵۱۰۰۰ کډوال په هوټلونو کې اوسېږي.
د کډوالو ملاتړې خیریه موسسه "Care4Calais" وايي دوی کښتۍ ته د څو پناه غوښتونکو د خېژولو مخه نیولې ده.
مشر یې سټیفْ سمېت ویلي "له هغو پناه غوښتونکو چې موږ یې ملاتړ کوو، یو یې هم بيبي سټاکهولم ته نه دي بیول شوي، ځکه د دوی حقوقي استازو یې بیول کنسل کړي."
ده زیاته کړې، "په پناه غوښتونکو کې داسې کسان شته چې معلول دي، شکنجې یې لیدلي او د سمندر د سفر بدې تجربې لري."

د عکس سرچینه، PA Media
یوه میاشت وړاندې فقط څو ساعته وروسته له هغه چې د بریتانیا مشرانو جرګې د ناقانونه کډوالو په اړه نوی قانون پاس کړ، دغه کښتۍ ډوله پنډغالی سیمې ته ورسېد.
د دغه قانون له مخې به د انګلیس چینل یا د برتانیا او اروپا ترمنځ د سمندر او نورو لارو چې اوس ناقانونه وبلل شول، راغلي پناه غوښتونکي نه منل کېږي او د رونډا په شان درېم هېواد ته به لېږل کېږي.
د بریتانیا حکومت چې د محافظه کار ګوند په لاس کې دی د ناقانونه کډوالۍ د قانون وړاندیز کړی و.
دا بحثونه وروسته له هغه راوپارېدل چې په ۲۰۲۲ کال کې د ریکارډ کچ کډوال په کوچنیو کښتیو کې بریتانیا ته راواوښتل.
اوس به د بریتانیا حکومت د دغه قانون پر بنسټ چې سږ کال په همدې روانې جولای میاشت کې ومنل شو، له کډوالو سره چلند کوي.





















