تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زیلېنسکي پر روسي ځواکونو د ځوابي بریدونو د پیلولو اعلان وکړ
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي منلې ده چې هېواد یې د روسي ځواکونو پر وړاندې هغه ځوابي برید پیل کړی چې له اوږدې مودې راهیسې یې انتظار ورته کاوه.
نن ښاغلي زیلېنسکي د ځوابي برید د پیلېدو د پخلي سربېره د دې برید د پړاو په اړه نور جزییات ورنه کړل.
ده وويل: د اوکرايین پوځي قوماندانان مثبته روحيه لري. دا پوتین ته ووایئ.
ښاغلي زیلېنسکي دغه څرګندونې د شنبې په ورځ په کېیف کې د کاناډا له لومړي وزیر جسټن ټروډو سره له کتنې وروسته وکړې.
د راپورونو له مخې، اوکراییني ځواکونو په ختیځ کې باخموت او په جنوب کې د زاپوریژیا ته نژدې پرمختګ کړی او د روسیې پر اهدافو یې له اوږده واټنه بریدونه کړي دي.
مګر د جګړې په لومړیو کرښو کې د دې څرګندونو ارزونه ستونزمنه ده، ځکه چې دواړه خواوې متضادې خبرې کوي: اوکرایین د پرمختګ ادعا کوي او روسیه وايي چې له بریدونو سره مقابله کوي.
په اودیسا کې د یوې بې پیلوټه الوتکې د لوېدو له امله ۳ تنه وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي
په همدې حال کې اوکراییني چارواکي وايي، د اودیسا په یوه استوګنیزه ودانۍ کې د بې پیلوټه الوتکې د څو ټوټو لوېدلو له کبله اور لګېدلی او درې کسان یې وژلي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.
د اوکراییني چارواکو په وینا، په ټپیانو کې یوه میندواره ښځه او دوه ماشومان هم دي.
له بلې خوا روسیې د شپې په برید کې د پولتاوا په مرکزي سیمه کې یو هوايي ډګر په نښه کړ.
د پولتاوا والي ډیمیټرو لونین وویل چې په برید کې بالستیک او کروز توغندي او همدارنګه ډرون کارول شوي دي. د ښاغلي لنین په وینا په دغه برید کې د هوايي ډګر زېربنا او تجهیزاتو ته زیان اوښتی دی.
دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې اوکرایین له روسیې څخه د دغه هېواد د نیول شویو سیمو د بېرته نیولو لپاره پوځي عملیات پیل کړي دي.
اوکراين ته د ټروډو سفر
په داسې حال کې چې د روسي ځواکونو پر ضد د اوکرایین پوځي عملیات پیل شوي، د کاناډا لومړی وزیر جسټن ټروډو د ملاتړ په موخه کېیف ته سفر کړی دی.
ښاغلي ټروډو د کریمیا په ټاپو وزمه کې له روسي ځواکونو سره په جګړه کې د وژل شویو پوځیانو په یاد د اوکرایین پلازمېنه کې د هغوی د عکس ترڅنګ د ګلانو ګېډۍ کېښوده.
د کاناډا لومړي وزیر د اوکرایین له ولسمشر سره هم وکتل او د پیلوټانو د روزنې په برخه کې د مرستې په ګډون یې له دغه هېواد سره د لا ډېرو پوځي مرستو ژمنه وکړه.
کاناډا د ناټو له غړیو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو زیات اوکراییني کډوال یې منلي دي.
کاناډا تېر کال وروسته له هغې اوکرایین ته پوځي او مالي مرستې استولې چې روسیې پر اوکرایین یرغل وکړ.