تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل ته د روسيې د ملي امنيت د مشر سفر: طالبان وايي مسکو د شانګهای ټولنه کې د څارونکي په توګه د افغانستان غړيتوب فعالوي
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د روسیې د ملي امنیت شورا سلاکار سرګئي شویګو په شانګهای ټولنه کې د څارونکي یا ناظر په توګه د افغانستان د غړیتوب پر ځای کولو ژمنه کړې.
ښاغلي شویګو د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پرون کابل ته تللی و.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې د یوه لوړپوړي روسي پلاوي چې مشري يې د روسیې د ملي امنیت شورا مشر سرګئي شویګو کوي د طالبانو د حکومت لوړپوړو چارواکو ته په سیاسي او اقتصادي برخو کې د اړیکو پراخولو ژمنې ورکړې.
ښاغلي شویګو د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مولوي عبدالکبیر او اقتصادي مرستیال ملا غني برادر سره په جلا کتنو کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراخېدو خبرې کړې دي.
د طالبانو د حکومت د اعلامیې په ټکو ښاغلي شویګو ویلي، "روسیې فدراسیون غواړي چې افغانستان په شانګهای سازمان کې د ناظر غړي په توګه خپله څوکۍ بېرته ترلاسه کړي".
دغه راز یې روسیې ته د افغانستان پر صادراتو د ګمرکي تعرفې د کمولو یا ختولو، له افغانستان سره د ترانسپورت په برخه کې د همکاریو هوکړه لیک لاسلیکولو او ګډ سوداګریز فورم پر جوړولو هم هوکړه کړې.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت بي بي سي ته وویل، د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو پراخولو او د بنسټیزو پروژو د پیل لپاره د یوې تخنيکي کاري کمېټې په جوړولو هم هوکړه شوې.
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هغه ډاډ تکرار کړ چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد نه کارېږي او دا چې حکومت يې غواړي په سیمهييزو جوړښتونو کې معنادار حضور ولري.
په دې غونډه کې دواړو لورو د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې برخو کې هم د همکاریو په موخه د ګډ حکومتي کمېسیون جوړېدو خبره کړې، چې تر چتر لاندې به یې په مختلفو برخو کې نورې کمېټې هم فعالیت ولري.
کابل ته په دې سفر کې د روسیې د ملي امنیت شورا له مشر سره د هغه مرستیال او د افغانستان لپاره د روسیې فدراسیون ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم مله وو.
د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي شویګو د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج الدین حقاني سره په کتنه کې ویلي چې له ممنوعه ډلو د طالبانو د نوم لرې کولو بهیر وروستي پړاو ته رسېدلی چې په لنډ وخت کې به بشپړ شي او ورسره به د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې په مختلفو برخو کې پراخې شي.
ښاغلي کابلوف هم پرون د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امير خان متقي سره په کتنه کې د دوه اړخيزه همکاریو پر پراخولو غږېدلي وو.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اندري روډينکو هم د دغه هېواد تاس خبري اژانس ته ویلي چې که په قانوني ډول د طالبانو ډله له تورنوملړه وايستل شي، د کابل او مسکو تر منځ همکاري به نوره هم ورسره زیاته شي.
خو ښاغلي رودینګو دا هم ویلي چې د دې لپاره به اوس له وخت وړاندې وي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني، که څه هم ټینګار يې کړی چې د دې موضوع پر وړاندې خنډونه نه جوړوي او همکاري به هم ورسره وکړي.
د روان کال په جنورۍ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف ویلي وو، د رسمیت پېژندلو لپاره اړتیا ده چې طالبان نه یوازې له قومي اړخه، بلکې له سیاسي اړخه هم ټولګډونی حکومت جوړ کړي، خو طالبانو یې په ځواب کې ویلي وو چې حکومت یې ټولګډونی او ځواب ویونکی دی.
روسيه د طالبانو له بيا واکمنېدو راهيسې د دوی له حکومت سره ښې اړيکې پالي او د روسیې په نوښت کېدونکو یو شمېر ناستو ته يې هم وربولي.
روسیه: د ترهګرو له نوملړه د طالبانو ايستل به د کابل او مسکو ترمنځ د تعامل زياتېدو سره مرسته وکړي
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال انډري روډينکو د دغه هېواد له ټاس خبري اژانس سره خبرو کې تمه څرګنده کړې چې که په قانوني توګه د طالبانو ډله د اورپکو له نوملړ څخه وايستل شي دا کار به د کابل او مسکو تر منځ په مختلفو برخو کې په ځانګړي ډول په اقتصادي هغه کې همکارۍ زياتې کړي.
د ښاغلي انډري په ټکو د دوی لپاره به دمګړۍ له وخت وړاندې وي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني.
خو دغه روسی چارواکی وايي د دې موضوع پر وړاندې خنډونه نه جوړوي او همکاري به هم ورسره وکړي.
د سياسي اړيکو تر څنګ روسيه او پانګوال يې د افغانستان په کانونو کې په پانګونې او همدارنګه نورو لويو پروژو ته هم ډېر لېواله ښکاري.
په وروستیو کې د روسيې پانګوالو يو پلاوی هم کابل ته تللی و.
ياده دې وي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د هغوی سيالان لکه روسيه، چين، ايران او ان د منځنۍ اسيا ځينې هېوادونه په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره نژدې پاتې شوې دي.
روسیه له هغو هېوادونو ده چې د طالبانو له حکومت سره نسبتاً ښې اړیکې لري او نژدې دیپلوماتیکو تماسونو ته یې هم دوام ورکړی که څه هم د نورې نړۍ په څېر یې دوی هم حکومت په رسمیت نه دی منلی.
د روان کال په جنورۍ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف ویلي وو، د رسمیت پېژندلو لپاره اړتیا ده چې طالبان نه یوازې له قومي اړخه، بلکې له سیاسي اړخه هم ټولګډونی حکومت جوړ کړي، خو طالبانو یې په ځواب کې ویلي وو چې حکومت یې ټولګډونی او ځواب ویونکی دی.