د پاکستان کراچۍ ښار کې د ودانۍ نړېدو له کبله د وژل شویو شمېر ۲۳ کسانو ته ورسېد

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
پاکستان کې د بېړنیو مرستو ادارې مسوولین وايي، د جمعې پر ورځ کراچۍ ښار کې د یوې ودانۍ نړېدو پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ تنو ته رسېدلی دی.
په سیمه کې یو ځايي افسر (مرستیال کمشنر) جاوېد نبي کهوسو له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د نړېدلې ودانۍ خاورو، خځلو لېرې کولو چارې اتیا سلنه بشپړې شوې دي.
نوموړی زیاتوي: ''داسې ښکاري چې خلکو له ودانۍ د وتلو لپاره منډه کړې او داسې ډېر احتمال شته، چې په مرکزي دهلېز کې ایسار پاتې شوي وي، ځکه له هغه ځایه خاورې، خځلې لېرې کول کېږي.''
مرستیال کمشنر جاوېد کهوسو وايي، اوسمهال د درنو ماشینونو پر ځای سپک الات کارول کېږي او د خلکو لټون لپاره له ځانګړو کمرو کار اخیستل کېږي.


د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
په دې پېښه کې ژوندي پاتې کسان وايي، د کراچۍ په لیاري سیمه کې دا پنځه پوړیزه ودانۍ له ړنګېدو مخکې ولړزېده او دوی په همدې ترڅ کې وتوانېدل، چې ترې ووځي.
د سند ایالتي وزیر سعید غني او کراچۍ ښاروال مرتضی وهاب وايي، د ودانۍ وضعیت ښه نه و او اوسېدونکو ته یې ترې د وتلو خبرداری ورکړل شوی و.
ایالتي وزیر سعید غني وايي، د نړېدلې ودانۍ په ګډون، ''په کراچۍ ښار کې داسې ګڼ شمېر پخوانۍ ودانۍ شته، چې حالت یې ښه نه دی او اوسېدونکو ته یې خبرداری ورکړل شوی چې ترې ووځي، خو دوی بیا هم پکې اوسي.''
په کراچۍ کې د بي بي سي له خبریال ریاض سهیل سره خبرو کې د سند ایالتي وزیر وايي، لوګ اړتیاوې لري، خو د قانون پلي کول هم اړینه چاره ده. نوموړي زیاته کړه:
''د ودانیزو چارو ځینې شرکتونه قوانین او اصول په پام کې نه نیسي، دا باید په تورو لیستونو کې شامل شي.''
ښاغلي غني خلکو ته مشوره ورکړه، چې د کور پیرودلو پر مهال احتیاط وکړي.

بل لور د نړېدلې ودانۍ یو اوسېدونکی جمعو خاصخېلي چې د کورنۍ شپږ غړي یې دې پېښه کې وژل شوي ادعا کوي چې دوی ته هیڅ ډول خبرداری نه دی ورکړل شوی.
دی وايي: ''که داسې کوم خبرداری وي، نو ولې یې نه برالا کوي؟''
جمعو خاصخېلي وايي، د مزدورۍ لپاره له کوره وتلی و، چې ودانۍ ونړېده، د ده مېرمن، دوه زامن، دهغوی مېرمنې او یو لمسی پکې ووژل شول.
دی زیاتوي، له ۱۹۷۸ کال راهیسې د دوو خونو په دې کرايي اپارتمان کې اوسېدل.
جمعو خاصخېلي وايي، د نړېدلې ودانۍ څښتن او زوی یې هم په همدې ودانۍ کې اوسېدل.


















