سویلي چین سمندر کې د فلېپین او چین د بېړیو ټکر؛ دواړه یې قصدي عمل بولي او پړه پر یو بل اچوي

کښتۍ ټکر

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د لانجمن 'سویلي چین سمندر' په 'سبینا شوال' سیمه کې د شنبې پر ورځ یو ځل بیا د چین او فلېپين دوه بېړۍ سره جنګېدلې دي.

دوی د دغو بېړیو د ټکر پړه پر یو بل اچوي.

فلېپین ادعا کړې چې چیني بېړۍ "مخامخ او قصدآ" د دوی له کښتۍ سره ټکر وکړ. خو بېجېنګ بیا فلېپين تورن کړی چې ګوندې کښتۍ یې په لوی لاس له چیني بېړۍ سره جنګولې ده.

دغه هېوادونه له اوږدې مودې راهیسې په سویلي چین سمندر کې د ګڼو ټاپوګانو او زونونو د مالکیت پر سر لانجه لري.

د تېرو دوو اونیو پر مهال همدې سیمه کې د دغو هېوادونو د اړوندو کښتیو ترمنځ د ټکر لږترلږه درې نورې پېښې هم شوې.

چین دا سیمه د "شیانبین جیاو" په نوم پېژني او د مالکیت ادعا یې کوي. خو فلېپین یې بیا اېسکوډا شوال بولي.

دا سیمه د فلېپين له لوېدیز ساحله شاوخوا ۷۵ او له چین ۶۳۰ سمندري مایله واټن لري.

د سویلي چین سمندر د سوداګریزو بیړیو د تګ راتګ یوه مهمه لار ده او هر کال ترې د ۳ ترېلیون ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي تېرېږي.

بېجېنګ د دغه ټول سمندر د مالکیت ادعا لري. خو فلېپين، برونې، مالیزیا، تایوان او ویتنام یې ځینې برخې خپلې ګڼي.

د چین ساحلي ګارد له دې پېښې وروسته، فلېپين ته ویلي چې له سبینا شوال څخه ووځي. هغوی دا هم ویلي چې په پریکنده توګه به "د ټولو پارونکو کړنو، خنډونو او سرغړونو" مخه نیسي.

خو د فلېپين ساحلي ګارد بیا وايي، چې د چیني اړخ له "ځورونې، زور ښودنې او پاروونکو کړنو سره سره" به خپله کښتۍ "ترېزا ماګبانوا' له دې ځایه ونه خوځوي.

سویلي چین سمندر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سبینا شوال د سویلي چین سمندر له تېلو په بډایه سپراتلي ټاپوګانو کې موقعیت لري

د فلېپين د ساحلي ګارد قومندان جای تاريلا وايي، تریزا ماګبانوا "څو ځله" ورسره د چینايي بېړۍ د ټکرېدو له کبله یو څه زیان لیدلی، خو په دې پېښه کې مرګژوبله نه ده اوښتې.

په فلېپين کې د امریکا سفېري 'ماري‌کای اېل کارلسن' دا پېښه د چین له اړخه په سیمه کې د خطرناکو کړنو په توګه غندلې ده.

هغې د اېکس خواله رسنۍ په یوه پیغام کې لیکلي "متحد ایالتونه [چین لخوا] په وار وار له نړیوال قانونه خطرناکې سرغړونې غندي."

اغلې کارلسن زیاته کړې چې ترېزا ماګبانوا د فلېپین په اړوندو اوبو کې قانوني فعالیت کاوه چې چین ورسره په لوی لاس کښتۍ جنګولې ده.

نوموړې ویلي "موږ له فلېپين سره د نړیوال قانون په ملاتړ کې ولاړ یو."

هاخوا بېجېنګ بیا په پرله پسې ډول فلېپین او متحد ایالتونه تورنوي چې ګوندې کړکېچ ته لمن وهي.

تېره اوونۍ یې د دفاع وزارت یوې ویاندې وویل، چې واشنګټن، مانیلا "بې باکه پارونو" ته هڅوي.

څارونکي اندېښنه لري چې دا شخړه به بالاخره په سویلي چین سمندر کې د یوه لوی تقابل لامل شي.