کرېکټ؛ افغانستان او شري لنکا په لومړي ځل ټېسټ لوبه کوي

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي، لندن
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا د مهالوېش له اعلان وروسته، شري لنکا هم له افغان لوبډلې سره د خپلو راتلونکو نړیوالو لوبو پخلی کړی دی.

د افغانستان او شري لنکا کرېکټ بورډونو د هوکړې له مخې په پام کې ده چې دواړه هېوادونه د لومړي ځل لپاره یوه بل پسې د درېیو واړو بڼو کرېکټ څو لوبې وکړي.

د شري لنکا کرېکټ بورډ لخوا د ۲۰۲۴م کال مهالوېش په اعلان کې راغلي چې لوبډله به یې راتلونکي جنوري او فبرورۍ میاشتو کې د افغان لوبډلې پر وړاندې یوه ټېسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې کوي.

د دې ټولو لوبو کوربه توب شري لنکا کوي.

د دې لوبو کره نېټه او لوبغالي لا نده ډاګیزه شوې خو دواړه هېوادونه د جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې له یوه بل سره د ټېسټ تر څنګ د یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو په کولو سلا شوي.

افغانستان له دې مخکې له هند سره د هند په کوربه توب درې نړیوالې شل اوریزې لوبې هم لري.

له دې وړاندې د افغانستان کرېکټ بورډ د تېرې جولای په میاشت کې له شري لنکا او څو نورو هېوادونو سره د لوبو د کېدو خبر ورکړی و.

د افغان لوبډلې ټېسټ لوبو ته کتنه

سپین لباس کې د سره بال ټېسټ یا پنځه ورځنۍ کرېکټ لوبې تر ټولو لرغونې مخینه لري او ډېر کله د کرېکټ اصلي بڼه هم یادېږي.

افغانستان د ټېسټ درېځ اخیستو وروسته د ټېسټ لوبو مزل په ۲۰۱۸م کال کې له هند سره په تاریخي لوبه پیل کړ او له هغې راهیسې یې ۷ ټېسټ لوبې کړې دي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله له دې وړاندې د هند، بنګله دېش، ایرلنډ، زېمبابوې او وېسټ انډيز پر وړاندې ټېسټ لوبو ډګر ته ښکته شوې خو له شري لنکا سره یې لومړۍ هغه لوبه ده چې پلان شوې ده.

افغان لوبډلې بېلابېلو ډګرونو کې د شري لنکا تر څنګ د نړۍ له ګڼو نورو لوبډلو سره یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې کړي خو ټېسټ لوبې یې لا هم د ګوتو په شمېر هومره دي.

افغان لوبډلې تر دې دمه د پورته یاد شویو پنځو هېوادونو له ډلې له بنګله دېش او زېمبابوې سره دوه دوه او له نورو هغو سره یوه یوه ټېسټ لوبه کړي.

له ټولو اووه لوبو افغانستان له بنګله دېشه، زېمبابوې او او ایرلېنډه یوه یوه ټېسټ لوبه ګټلې.

په ټېسټ لوبو کې د افغان لوبډلې دغو بریو ته په هومره کومو لوبو کې د ځانګړي اهمیت په سترګه کتل کیږي، خو له دې سره په تېر نړیوال جام کې د افغان لوبډلې ښو لوبو ته په کتو اټکل کیږي چې اوس به لا نورې لوبډلې له افغانستان سره سیالیو ته زړه ښه کړي.