تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لسګونو هېوادونو په ګډه د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د حقونو تروړونکې کړنې ودروي
د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د دریمې کمېټې غونډه کې د یو کم اتیا هېوادونو او اروپايي ټولنې چې ۲۷ هېوادونه یې غړي دي، د افغان ښځو او نجونو په اړه یو ګډ بیان خپور کړی.
دا بیان ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو د استازې له خوا وړاندې شو.
دې بیان کې د طالبانو د مشر د هغو فرمانونو غندنه شوې کومو کې چې د ښځو حقونو محدود شوي، دوی دا فرمانو په ښکاره د اسلامي ارزښتونو او بشري نړیوالو حقونو خلاف بللي دي.
دې هېوادونو له طالبانو غوښتي چې دا ځپونکي فرمانونه، کړنلارې او پرېکړې چې بشري حقونه او بنسټیزې ازادۍ تر پښو لاندې کوي، سملاسي لغوه کړي.
دوی د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره د ښځو ګډون اړین او د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه یې توپیري چلن بللی دی.
طالبانو له شپږم ټولګي پورته او پوهنتون کې د نجونو پر زدکړه بندیز لګولی، ښځې یې په نادولتي او دولتي ادارو کې هم له ځینو ګوتو په شمېر استثناءاتو پرته له کاره منع کړي دي. ښځې عمومي پارکونو ته له تګه هم منع شوې دي.
دې هېوادونو ویلي دا سخت محدودیتونه ښايي د جنسیت پر بنسټ ځپل وګڼل شي او دا هغه څه دي چې د ګډ بیان له مخې د نړیوالو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده.
بیان کې ټينګار شوی چې ښځې باید ازادي ولري چې ټولنه کې د مشرتابه په ګډون خپل رول تر سره کړي، غږ یې باید واورېدل شي.
دې هېوادونو له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو بشري حقونو ته درناوی او ساتنه وکړي او دا په عمل کې ثابته کړي.
هغه حقونه چې د ښځو پر وړاندې د هر ډول توپیري چلن مخنیوي او د ماشومانو د حقونو کنوانسیونونو کې راغلي او افغانستان د دې دواړو کنوانسیونونو غړی دی.
په دې ګډ بیان کې ټينګار شوی چې دوی د بشري حقونو خوندي ساتلو او د دین او عقیدې اصولو ته په پابندۍ سره وايي چې د افغان ښځو او نجونو له حقونو ملاتړ برخه کې د دوی دریځ نه بدلیدونکی دی.
طالبان چې هڅه کوي د نړۍ هېوادونه یې په رسمیت وپېژني او ملګرو ملتونو کې یې هم استازی ومنل شي، وايي د ښځو او نجونو د حقونو مسله کورنۍ ده. دوی څو ځله ژمنې کړي چې د ښځو د کاز او زدکړې لپاره هڅې روانې دي.
له بلې خوا د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي خبریالانو ته ویلي طالبان باید د رسمیت پېژندلو لپاره کړې ژمنې پوره کړي.
ده ویلي "امریکا طالبان په افغانستان کې د واکمنو په توګه په رسمیت نه دي پېژندلي، دوی همدا غواړي، دوی مشروعیت غواړي نو بیا په کار ده چې خپل مسؤولیتونه تر سره کړي."
نوموړي پر ښځو د طالبانو بندیزونو ته په اشاره وویل امریکا به راتلونکې کې هم له طالبانو د هغوی د مسؤولیتونو پوښتنه کوي.