تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عراق له ایټالیا ورګرځول شوې ۲۸۰۰ کاله لرغونې ډبرینه لیکدړه نندارې ته ایښې
د عراق حکومت یوه ۲۸۰۰ کاله لرغونې ډبرینه لیکدړه چې له څلورو لسیزو وروسته له ایټالیا ورګرځول شوې، نندارې ته وړاندې کړې ده.
پر دې لوحې چې ویل کېږي د بابلیانو د شاهي دورې د مهال ده، په میخي خط لیکل شوي دي.
دا ډبرینه لیک دړه تېره اوونۍ د ایټالیا بولونیا ښار ته د عراق د ولسمشر عبداللطیف رشید د سفر پر مهال هغه ته سپارل شوې وه.
د ایټالیا پولیسو دغه لیکدړه په ۱۹۸۰یمو کلونو کې نیولې خو تر اوسه روښانه نه ده چې لومړی ځل څنګه موندل شوې او بیا ایټالیا ته لېږدول شوې ده.
د عراق د کلتور وزیر احمد بدراني وايي ښايي دغه ډبرینه لیکدړه د موصل اوبو بند د جوړېدو پر مهال د تاریخي اثارو د راسپړنې پر مهال موندل شوې وي.
دغه بند هماغه مهال جوړېده.
بین النهرین تاریخي سیمه چې د بشري تمدن زانګو ګڼل کېږي، په اوسني عراق کې رانغښتې ده.
د اتمې پیړۍ وروستیو کې د دغه هېواد د بیت الحکمه یا دار الحکمه په نوم علمي مرکز د علومو، هنر، ریاضياتو، طب او فلسفې د کتابونو تر ټولو ستر کتابتون و.
پر ۲۰۰۳ کال د امریکا پر مشرۍ د نړیوال اېتلاف له یرغل وروسته د عراق د تاریخي اثارو لوټ تالان زور واخیست.
د دغه هېواد ولسمشر د دې لرغونې لیکدړې ورسپارل کېدو کې د ایټالیا حکومت همکاري ستایلې او ژمنه یې کړې چې له عراقه د ټولو ایستل شویو تاریخي اثارو د ورګرځولو هڅه به کوي.