تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسدالله غضنفر: مېلمانه او مېلمستیا
- Author, اسدالله غضنفر
- دنده, لیکوال
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۱۰ دقیقې
په هغو ټولنو کې چې د خلکو اقتصاد کمزوری او هوټلونه کم وي، ډوډۍ مارو ته په ډېره درنه سترګه کتل کېږي، ځکه ټولنه ورته محتاجه ده.
زموږ په کلیو کې چې رستورانونه نشته، مسافر د ډوډۍ په وخت د بل چا مېلمه وي او چې کلیوال ښار ته راشي، په تېره بیا که ښځې ورسره وي، ډېر امکان شته چې شپه یا غرمه د چا عزیز یا پیژندګلو کره تېره کړي. دغو کسانو ته که څه هم بلنه نه وي ورکړه شوې او مېلمستیا نه ورته کېږي، خو مېلمانه بلل کېږي.
کله چې وایو، پلاني مېلمستیا کړې ده، منظور مو دا وي چې ځینې کسان یې ډوډۍ ته وربللي او مېلمانه کړي دي. مېلمستیا ډولونه لري. کله کله یو خپل یا اشنا وروسته له ډېرې مودې، له لرې ځایه راشي او د هرکلي او درناوي لپاره ورته ډوډۍ لازمه وګڼل شي. دغه ډوډۍ غالبا بې تکلفه نه وي. دغه شان که یوه چارواکي، یوه مشهور کس یا معتبر ته مېلمستیا کېږي، کوربه کېدی شي د ډېرې ښې ډوډۍ د برابرولو بندوبست وکړي.
د فکر او ادب لېوال ممکن د بحثونو لپاره راټول شي او د مېلمستیا مقصد یې د چا هرکلی نه بلکې له یو بل سره بحث وي. نامتو فیلسوف افلاطون شاوخوا دوه زره څلور سوه کاله پخوا د (مېلمستیا) په نوم یو اثر لیکلی دی. په هغه کې یوه خیالي مېلمستیا انځوروي چې د لوی فیلسوف سقراط او مشهور ډرامه لیکونکي آریستوفان په شمول څو کسه د فکر خاوندان راټول شوي او د عشق په باره کې خبرې سره کوي. شپېته، اویا کاله پخوا د کابل په یوه رستوران کې د شاعر او لیکوال یوسف آیینه د راتلو وخت او مېز معلوم و. ښاغلي آیینه چې ټول عمر واده ونکړ، د خپلې تنخواه یوه برخه د ادبي بحثونو په مینه والو مصرفوله. ده به خپلو مېلمنو ته چای او کلچې راغوښتلې. په هماغه زمانه کې د ننګرهار یوه شتمن ادیب میراجان سیال په جلال اباد ښار کې په خپل کور کې پوهانو، لیکوالو، شاعرانو او سیاستوالو ته مېلمستیاوې کولې چې علمي او ادبي بحثونو ته یې فرصت برابر کړی وي.
اکثره مېلمستیاوې د جدي مقصد لپاره نه وي، بلکې یاران، دوستان او خپلوان غواړي چې سره کښېني، خواله وکړي او له مجلسه خوند واخلي. دغسې مجلسونه که د بې ځایه مصرف او سیالۍ ښکار نه شي، ژوند ډېر خوږولای او محبت زیاتولای شي.
په افغانستان کې د نوبتي مېلمستیاوو رواج هم شته، داسې چې څو کسه یاران په اونۍ یا میاشت کې یو ځل، په نوبت سره د یوه یار په کور کې راټولېږي او وخت په مجلس، په ټوکو، په پرو( قطعه بازي) او نورو بوختیاوو تېروي. د دوی ډوډۍ، د سره نژدې خپلوانو د ډوډۍ په شان، معمولا مکلفه نه وي.
لکه هر اجتماعي دود چې منفي کېدلای شي، ناوړې مېلمستیاوې هم لرو.
یوه نامناسبه مېلمستیا هغه ده چې د کوربه شخصي استفاده پکې مطلب وي. مثلا یو څوک به د کلي څو مشران مېلمانه کړي، ډېر عزت به یې وکړي او په ترڅ کې به ورته ووایي چې ملکي ته درېږم، ستاسې د مرستې توقع لرم. په داسې شېبو کې ډېر ځله د کوربه ډوډۍ او نمک د مېلمنو سترګو ته ودرېږي او د مرستې ژمنه ورکړي.
مېلمستیا یوازې ډوډۍ نه بلکې ځای هم غواړي. د ځایونو او ودانیو په بڼه کې بدلون د مېلمستیاوو په بڼه مستقیم اثر کوي.
کله چې مېلمه خانې په سالونونو بدلې شوې، په مېلمستیاوو او مېلمه پالنه کې لوی تغییر راغی. مېلمه خانه د نارینه وو لپاره وي، د دې لپاره چې پردي نارینه د کور ښځې ونه ویني، مېلمه خانه د کور له منځه یو څه بېله وي او مېلمه په تګ راتګ کې د کور له ښځو سره نه مخامخ کېږي. د مېلمه خانو دریمه ځانګړنه دا ده چې معمولا توشکونه پکې غوړېدلي او بالښتونه پکې ایښي وي، حال دا چې په سالونونو کې د کوچونو د شتون امکان ډېر دی. سالون د کور د منځ برخه وي، داسې چې هلته څېرمه ښځې هم تګ راتګ کوي. په سالون کې ممکن ښځې مېلمنې وي او یا مېلمانه او مېلمنې دواړه وي.
سالون په شلمه پېړۍ کې د عصري معماري له رواجېدو سره د افغانستان په ښارونو کې عام شو. په ښارونو کې شتمن کېدی شي هم سالون ولري او هم د کور له منځه بېل، د مېلمه خانې غوندې یوه کوټه. په دغسې کورونو کې ښځې مېلمنې، خپل خپلوان یا هغه پردي نارینه چې کوربه یې ډېر محترم ګڼي، معمولا په سالون کې کېښنول کېږي او مېلمه خانه د نورو مېلمنو او راغلیو کسانو لپاره وي.
د شلمې پېړۍ په دویمه نیمه کې چې په کابل کې میکروریان ودان او اپارتماني ژوند پیل شو، د مېلمه پالنې په کلچر کې یو بل لوی تغییر راغی. په اپارتمانونو کې ځای کم و او کوربنو ته د ډېرو کسانو مېلمستیا یا د شپو په مخه د مېلمنو پاتېدا سخته شوه. دغه وخت ورو ورو په رستورانت کې مېلمستیا کولو ته مخه واوښته. د شل کلن جمهوریت په موده کې چې له یو شمېر کسانو سره پیسې زیاتې وې، له کوره بهر مېلمستیاوې تر بل هر وخت ډېرې شوې. د جمهوریت په کلونو کې په کابل کې د عصري معماري په پیروي د پرانیستي پخلنځي اپارتماني کورونه هم یو څه ډېر شول چې زموږ د مېلمنه پالنې له دودیز کلچر سره یې اړخ نه لګاوه، نو ځينو مهندسانو ابتکار پکې وکړ، داسې چې له ورودي دروازې سره یې د نارینه مېلمنو لپاره یوه خونه او تشناب په نظر کې ونیول او د پرانیستي پخلنځي سالون یې لږ وړاندې د اپارتماني کور په منځ کې جوړ کړ چې په عادي ورځو کې د کور د غړیو او د مېلمستیا په ورځو کې د ښځینه مېلمنو د ناستې ځای وي.
مېړه چې مېلمستیا جوړوي، مېرمن یې غالبا خوشحاله نه وي ځکه زیات زحمت ورنه غواړي او څرنګه چې مېرمن د ډوډۍ ښه والی د خپل هویت او حیثیت برخه ګڼي نو ممکن د مېړه تر فرمایش هم ډېر ډولونه خواړه پاخه کړي. ښځې چې د بل چا کره مېلمستیا ته ځي، تر وسه وسه هڅه کوي نوې او ښکلې جامې واغوندي. نارینه هم په مېلمستیاوو کې ښه لباس اغوندي او خپلې ښې جامې «د پلوخوري جامې» ځکه بولي چې د محفلونو او مېلمستیاوو لپاره یې ساتلې وي. افلاطون په خپل ذکرشوي اثر کې مېلمستیا ته روان سقراط داسې راښیي چې په ځان او جامو یې ګوتې وهلي دي او سینګار یې کړی دی.
زموږ په ټولنه کې که څه هم ښځې معمولا د کور په چاردیواري کې ژوند تېروي او مجلس ته یې اړتیا زیاته ده خو اکثره مېلمستیاوې یوازې د نارینه وو لپاره جوړېږي. په اکثرو مېلمستیاوو کې د ښځو یوازې ستړیا په برخه وي. نارینه مېلمانه په ساعتونو، ساعتونو ګپ شپ لګوي او په دې ټوله موده کې ښځې خپل اواز تر وسه وسه ټیټ ساتي چې نامحرم نارینه یې وانه وري.
ځینو نارینه وو ته د محفل او مېلمستیا له لباس سره د ښځو چلند یو ډول غیرضروري وسواس ښکاري، حال دا چې همدا نارینه که پیسې ولري، یو موټر به د مود شوي رنګ په خاطر په ګرانه بیه رانیسي یا به ډېرې پیسې ورکوي چې د ده د موبایل نومره خاصه وي، مثلا یو عدد پکې شپږ ځله راغلی وي. د هویت د ثابتولو تنده عامه ده. هغه چې د خدای له مخلوقه لرې، ګوښی په یوه کونج کې ناست دی، په ګمنامۍ او ملنګۍ کې خپل هویت او عزت لټوي. ډوډۍ ماري پخپله د ځان منلو او ځان ثابتولو یوه بڼه ده. د خوشحال خټک په زړه کې ورتېرېده:
لا به کله هغه بخت ورکوې خدایه
چې خوشحال به یې په پلیو په سپرو خوري
د ده ارزو وه چې لا زیاتو کسانو ته ډوډۍ ورکړي. هغه کسان چې همېشه یې ګڼ مېلمانه په دسترخوان ناست وي، ډوډۍ یې نسبتا ساده وي. د خوشحال په دستارنامه کې لولو:« د طعام ډېر تکلف نه بویه، خو ډېر بویه چې هر چا ته ورسېږي.»
متل دی، وایي، خدای دې په هغه چا مېلمه کړه چې مېلمه یې نه وي لیدلی. د هغو کسانو ډوډۍ شاید ډېره مکلفه وي چې د حجرې ور یې صرف کله کله پرانیستل کېږي.
له حجرې یا د مېلمه خانې معنا اخلو، یعنې د نارینه مېلمنو لپاره د یو چا شخصي ځای، او یا د کلي او چم د کورونو هغه شریک ځای ته حجره وایو چې نارینه مېلمانه پکې کښېني او ځینې اجتماعي چارې لکه جرګې، مرکې او د غم، ښادي مجلسونه هم پکې کېږي. لیکواله او څېړونکې صفیه حلیم لیکي چې د شیخ ملي د دوتر په اساس کلي په کوڅو ویشل شوي وو چې (چم) بلل کېدل او هر چم به یو جومات، یوه حجره او یو د څار برج لرل.
د شیخ ملي د دوتر په اساس د کرنې مځکه اجتماعي شتمني وه، نه شخصي. د مشترک مېلمستون یعنې حجرې د لرلو مفکوره د شیخ ملي د مشترکو مځکو له مفکورې سره بې ارتباطه نه ښکاري. شېخ ملي د پښتنو په شرقي سیمو کې اوسېده او د مځکو وېش یې په شپاړلسمه میلادي پېړۍ کې پیل کړی و. د حجرې کلچر هم په همدې سیمو کې زیات لیدل کېږي. په حجرو کې معمولا کټونه ایښي وي. په ختیځو سیمو کې له کټونو ځکه زیاته استفاده کېږي چې د هند سمندر وریېځو اورښتونه زیات کړي او په نمجنه مځکه باندې دوامداره ناسته یا څملاستل یې مشکل ګرځولي دي. کټونه چې معمولا د مزریو د رسیو وي، د شرقي سیمو په ډېر تاوده اوړي کې د توشکو او نیالیو په نسبت ارام او ساړه دي.
خوشحال خټک په دستار نامه کې د مېلمنو لپاره مهمانخانه او خلوت خانه دوه بېل ځایونه یادوي. د ده په نظر مهمانخانه د ښځو او ماشومانو له ځایه لرې او خلوت خانه د دواړو تر منځ پکار ده. دی لیکي:« هر تکلف، نقش نګار چې وي، په خلوتخانه کې دې وي. باغچه دې هم د خلوتخانې د صحن وي.... چې ښه مکرم مېلمه وي، مجلس دې یې په خلوتخانه کې وي.»
د خلوت خانې او مهمانخانې توپیر د اوسني وخت د سالون او مېلمه خانې توپیر ته څه نا څه ورته دی. د کلیوالو سیمو په لویو کلاګانو کې هم کېدای شي چې د کلا له ورودي دروازې سره جوخت مېلمه خانه ودانه وي او یوه بله کوټه د کلا په منځ کې ډېرو خاصو مېلمنو ته بېله شوې وي. زما انا به کیسه کوله چې پاچا امان الله د کابل له بایلودلو وروسته د غزني په قره باغ کې څو ورځې د دې د پلار مېلمه و او د مېلمنو لپاره د کلا د منځ په خاصو خونو کې اوسېده.
په وروستیو لسیزو کې چې د ښارونو په وسعت او د موټرو په شمېر کې زیاتوالی راغی، له ښاره بهر د غرو په لمنو، په دښتونو، په باغونو او د سیندونو په غاړه مېلمستیاوې زیاتې شوې. دغه رواج په ځینو سیمو لکه سروبي او شمالي کې د ځایي توریزم له ودې سره مرسته وکړه مګر له مېلې کولو وروسته د ځای نه پاکول د طبیعت ښکلا او صفایي ته په لویه ستونزه بدلېدلای شي.
مېلمه ته زموږ په کلچر کې د خدای دوست ویل شوي دي او ویل کېږي چې مېلمه خپله روزي له ځانه سره خپله راوړي. دغو باورونو چې په مذهب کې یې ریښه وه، د مېلمه پالنې د کلتور له ودې سره زیاته مرسته کوله. په مذهبي روایتونو کې د ډوډۍ د آدابو او مېلمه پالنې په اړه ډېرې سپارښتنې شوې دي چې د مختلفو دلایلو په اساس ځینو سپارښتنو ته زیاته او ځینو ته لږه توجه کېږي. د مثال په ډول مذهبي توصیې وایي چې د ډوډۍ پیل دې په بسم الله او د مالګې په څکلو سره وشي. د بسم الله ویل نسبتا عام دي خو په مالګه پیلول عام نه دي. دغه راز، د سرو او سپینو زرو په لوښو کې د ډوډۍ خوړل منع شوي دي، مګر په تاریخ کې ډېر پاچهان او شتمن کسان وینو چې د ځان بر او بېل ثابتولو لپاره یې له زرینو لوښو استفاده کړې ده.
په مېلمستیاوو کې چې څو یا ګڼ کسان راټولېږي او ډوډۍ سره خوري، دا ډېره مهمه ده چې د نظافت اصول رعایت شي او د خوړو مناسب کلتور ته پام واوړي. اروپایي عالم اراسموس په ۱۵۳۰ میلادي کال کې د ډوډۍ د آدابو په باره کې یو کتاب ولیکه چې د اروپایانو د خوړو د کلتور په بهتري باندې یې ژور اثر وکړ. په هغه زمانه کې اروپایانو په کاچوغو، چاړو او پنجو ډوډۍ نه خوړه. اراسموس وویل چې د ډوډۍ د خوړلو په وخت ګوتې مه څټئ چې ښه نه ښکارئ. ده په لاس باندې د ډوډۍ ټوټې کول، ښه ونه ګڼل او سپارښتنه یې وکړه چې ډوډۍ باید په چاړه ماته شي. دی له هغو کسانو شکایت کوي چې ګوله یې په خوله کې وي خو شونډې یې ورټولې نه وي او « له خولې یې د خنزیرانو غوندې اوازونه راوځي.» دا هم د ده نیوکه ده:« ځینې کسان دومره غټه ګوله کوي چې بغور یې د پښ د بنۍ غوندې باد وکړي.» د اراسموس په زمانه کې یو رواج دا و چې مېلمنو به له شریکو څمڅیو استفاده کوله. ده وړاندیز وکړ چې له هر ځل استفادې وروسته دې اول څمڅۍ پاکه شي، بیا دې ېې بل ورواخلي.
په شریکه څمڅۍ باندې تروې څښل زموږ د ټولنې په ځینو مېلمستیاوو کې هم لیدل کېږي. دغه راز په لویو مېلمستیاوو او خیراتونو کې مو شاید ډېر ځله لیدلي وي چې یو ځوان به د لوښو د ایښودلو په وخت په دسترخوان باندې پل ږدي خو په ناستو کسانو کې به هیڅوک ورته نه وایي چې دا د پاکي او نظافت خلاف عمل دی. دغه راز ګڼ کسان به په ایکې یوه او ډېر ځله خیرن دستمال باندې لاسونه وچوي. موږ اکثره پر کاچوغه ډودۍ نه خورو او بیا دا حوصله هم نه لرو چې لاسونه د صابون په ذریعه ښه پاک کړو، بلکې مازې اوبه ورباندې تویوو او پر ډوډۍ بسم الله کوو.
که مو څوک د کور مخې ته تېرېږي ممکن د چایو ست ورته وکړو او چې د ډوډۍ ست ورته کوو، که څه هم مېلمه ته غالبا پلاو پخوو، خو په خوله ورته وایو: پاته شه، یوه ښورا به سره وخورو!