په افغانستان کې جېنېفر لارېنس څنګه پټ فلم ثبت کړ؟

د خپرېدو وخت

ځوانه ښځه یوه طالب جنګیالي ته وايي: "تاسو یوازې پر ښځو ستم کوئ". هغه پرې ور بړچوهل: "ما درته وویل چې خبرې مه کوه، اوس به دې دلته ووژنم". هغې ور غبرګه کړه او په لا تنده لهجه یې ځواب ورکړ: "ښه، ما ووژنه!". "تاسې ښوونځي او پوهنتونونه وتړل! دا به ښه وي چې ما ووژنې!"

په موټر کې د ټیلیفون کامرې په پټه مخامخ د اورپکوو او ښځې ترمنځ دا صحنه ثبت کړه.

دا ښځه له یو لاریون وروسته سم لاسي نیول شوې وه او په پام کې وه چې کابل کې یوه توقیفځای ته یوړله شي.

دا د (Bread and Roses) په نامه د یوه مستند فلم یوه صحنه ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدا څو اونۍ وروسته د دریو ښځو د ورځني ژوند جاج اخلي.

پروډیوسره یې د اوسکار جایزې ګټونکې اداکاره جېنېفر لارېنس ده. هغې بي بي سي ته وویل، چې ولې په فلم کې دا شېبه د هغې لپاره دومره مهمه ده.

"دا ښځې مې چې ولیدې د طالبانو مخالفت یې کاوه، زما د زړه ضربان ډېر زیات شو، تاسو د کیسې دغه اړخ نه ګورئ،. ښځې بېرته جنګېږي، هره ورځ په خبرونو کې او دا زموږ د فلم یوه مهمه برخه ده".

نوموړې وايي، د افغان مېرمنو د ناڅاپه کنټرول له لاسه ورکولو په اړه فکر کول ویجاړوونکي دي.

"دوی اوس مهال په خپل هېواد کې خپلواکي نه لري. دا خورا مهمه ده چې دوی ته فرصت ورکړل شي خپله کیسه په خپله طریقه مستنده کړي."

دا فلم Excellent Cadaver جوړ کړی، د تولید دغه شرکت لارېنس په ۲۰۱۸ کې د خپل ملګري جسټین سیاروکي سره جوړ کړی.

لارېنس وايي: "دا مستند فلم د احساساتو او اړتیا له امله جوړ شوی." لارنس د هغه څه په اړه چې په خبرونو کې یې لیدلي د بې وسۍ او مایوسۍ احساس بیانوي.

سیاروکي وايي چې لارېنس "په ۲۰۲۱ کې د کابل د سقوط په اړه لړزوونکی غبرګون درلود ځکه چې شرایط د ښځو لپاره خورا سخت وو".

"او هغې وویل "موږ باید یو چا ته یو پلیټ فارم ورکړو چې دا کیسه په معنادار ډول ووایي.

دا څوک صحرا ماني وه، د مستند فلم جوړوونکې چې د کابل د تولید خپلواک شرکت، افغان ډاک هاوس یې په ګډه تاسیس کړی.

لارېنس او سیاروکي دواړو د هغې انتقادي تعریف شوی مستند فلم A Thousand Girls Like Me کتلی و، چې د یوې ۲۳ کلنې افغانې مېرمنې ژوند یې پکې انځور کړی، وروسته تر هغه چې کورنۍ او پولیسو یې دا مسله بابیزه وګڼله او پام یې ورته ونه کړ، په ملي تلویزیون کې د خپل پلار لخوا د جنسي تېري افشاګري کوي.

سیاروکي د ماني څرک لګوي، چې وویل هغې لا دمخه په هېواد کې د دریو مېرمنو په تعقیب یوه پروژه پیل کړې وه کله، هغه مهال چې دوی د طالبانو له بیا واکمنېدا وروسته په میاشتو کې د یو ډول خودمختاري رامنځته کولو هڅه وکړه ځکه چې نجونې او مېرمنې پوهنتونونو او ښوونځیو راګرځول شوې وې.

ماني د پټو کمرو په کارولو فلم اخیستی، او ان له مېرمنو یې وغوښتل چې د خپلو ملګرو او کورنیو سره په خوندي ځایونو کې فلم ثبت کړي.

یوه صحنه کې د کابل په یوه کوڅه کې له بې‌کړکۍ یوه خونه کې پټه جلسه کوي. تر لسو ډېرې ښځې د میزونو او څوکیو په کتارونو کې ناستې دي، لکه د موقتي ټولګي په څېر تنظیم شوي. د دوی مخې ته له ګرمو پلاستیکي پیالو تاو پورته کېږي.

"ښځې باید خپل تاریخ پخپله ولولي"

دوی یوه او بله نه پېژني، مګر ټولې له هغو بېلابېلو ډلو دي چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو لخوا د افغانستان له بیا نیولو وروسته یې لاریون وکړ.

د زهرا په نوم د غاښونو یوه ډاکټره د دې پټې غونډې مشري کوله. کله چې هغې ډلې ته خبرې کولې، د لوړو پوندو لرونکو بوټانو پر پښو کولو او عطرو وهلو او له خپلو ملګرو سره پارک ته د تللو یادونه یې کوله. د هغې شاوخوا ښځې مسکۍ وې.

بیا د وحیدې په نوم یوې لیکوالې خبرې پیل کړې.

وحیده په لېوالتیا سره ډلې ته د موافقې په ویلو سره وايي: "ښځې باید خپل تاریخ پخپله ولولي." "ښځې په ټوله نړۍ کې په سمه توګه نه لمانځل کېږي."

ماني په داسې شخصي او خطرناکو حالاتو کې د فلم جوړولو له ننګونو څخه ښه خبره وه.

"زه پوهېږم چې څنګه له ستونزو سره چلن وکړم ځکه چې زه یو له دوی څخه یم. دوی قربانيانې نه دي، دوی اتلانې دي."

خو د ښځو د خوندي ساتلو او د هغوی د کیسې ویلو تر منځ د توازن ساتل اسانه کار نه و. هغې بي بي سي ته وویل چې د تولید د بهیر په جریان کې د هغې، سیاروکي او لارېنس ترمنځ به د شپې ناوخته خبرې روانې وې.

ماني وايي: "کله چې زه له کومې ستونزې سره مخ شوم، دوی هلته وې. کله چې ښځې یو موټی شي، هرڅه ممکن دي."

لارنس وايي: "دا کیسه پای نه لري، او تاسو د دې په اړه فکر کوئ چې په دې اړه څه وکړو، دا خورا ګرانه ده".

د مېرمنو اجرایوي تولید کونکو په توګه ، سیاروکي او لارېنس لا هم په هالیووډ کې په اقلیت کې دي. په ټلویزیون او فلم کې د ښځو د مطالعاتو د مرکز لخوا د ۲۰۲۲ څېړنې ښودلې چې مېرمنې یوازې ۲۴٪ ډایرکټرانې، لیکوالانې او تولیدوونکې په لوړ عاید فلمونو کې شاملې دي، چې د ۲۰۲۱ په پرتله د کمښت ښکارندویي کوي.

لارېنس وايي: "زه فکر کوم چې د تګ لپاره یوه زښت اوږده لاره ده، مګر کله چې د فلم جوړونه کې لا ډېره رنګارنګي ولرئ، ما ته د پای محصول الهام او مثبت احساس راکوي. دا هغه څه دي چې خلک یې غواړي. لیدونکي یې غواړي."

سیاروکي زیاتوي: "له همدې امله موږ د یوې ښځې په توګه د جین پلیټ فارم مسؤلیت په جدي توګه په غاړه اخلو چې نورو ښځو ته فرصتونه ورکوي ... د مېرمنو ګمارلو لپاره، د مېرمنو کیسې ویلو لپاره، تل د متنوعو خلکو ګمارلو لپاره."

لارېنس ځواب ورکړ: "دا ځکه چې زه یوه ښځه یم."

"زه دومره خوشبخته یم، ځکه د تعصب دا نظرم نه لرم چې ښځې په کارونو کې دومره ښې هم نه دي!"