عباس ستانکزی: "تر درېیو ورځو" ډیلي کې افغان سفارت بېرته پرانیستل کېږي

د خپرېدو وخت

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو مرستیال وزیر شیر محمد عباس ستانکزی وايي، په هند کې د افغانستان تړل شوی سفارت به د نوموړي‌ په ټکو "تر درېیو ورځو" بېرته پرانیستل شي.

تېره اوونۍ په هند کې افغان سفارت ویلي و، د روانې نومبر له ۲۳ نېټې راهیسې یې دغه سفارت "چورلټ" تړلی دی.

هند کې مخکېني افغان سفیر فرید ماموندزي هم ویلي و، "په نوي ډيلي کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت د خپل ډېپلوماتيک ماموریت د دايمي درولو پر اعلان خواشينی دی."

د سفارت په خبرپاڼه کې د هند او په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري "پرله پسې فشارونه" د دې مهمې ډیپلوماتيکې استازولۍ د تړل کېدو یو لامل یاد شوی‌ و.

‌خو ښاغلی ستانکزی ادعا کوي چې په ډیلي کې ځینو پخوانیو افغان دیپلوماتو‌ په لوېدیځو هېوادونو کې د کډالۍ لپاره "کېسونه" اچولي و او د فشار خبره یې رد کړې ده.‌

په ډيلي کې د جمهوریت د مهال یوه پخواني دیپلومات بي بي سي‌ پښتو ته ویلي چې له تېرو څلور میاشتو راهیسې په ډیلي کې چارواکو "آن ویزې نه ورکولې."

اوس په ډیلي کې د افغان سفارت له تړل کېدو یوه اوونۍ وروسته ښاغلی ستانکزی وايي چې سفارت په بمبۍ او حیدر اباد کې افغان کونسلرانو بېرته پرانیستی دی.

نوموړي د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي، "زه دا څو دقیقې مخکې ورسره وغږېدم، هغوی سفارت بېرته خلاص کړی دی. دا نن او پرون په سفارت کې وو" چې د نوموړي په وینا غواړي د سفارت دننه پاتي شوي توکي او وسایل و ارزوي.

ښاغلی ستانکزی وايي، "انشاالله دوه درې ورځو کې به ډيلي ‌کې زموږ سفارت بېرته د مراجعینو پر مخ خلاص شي او خدمات به مخ ته وړي."‌

د بي بي سي حفیظ الله معروف ته لږ تر لږه دوو سرچینو ویلي، په بمبۍ (ممبۍ) او حیدر اباد کې افغان کونسلګرۍ له نژدې دوو کلونو راهیسې په کابل کې له طالب چارواکو سره په اړیکه کې دي‌ او د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په انلین غونډو کې هم برخه اخلي.

خو په ډیلي کې سفارت تر دا تېرې اوونۍ د پر ځول شوي جمهوریت له دیپلوماتانو سره وو.

هندي چارواکو تر دې مهال د ښاغلي ستانکزي څرګندونو ته په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو پخوا یې د سفارت چارې د افغانانو "کورنۍ مسله" بللې وه.

دا وروستیو کې له بي بي سي سره په یوه مرکه کې د هند لپاره د تېر جمهوریت سفیر فرید ماموندزي ویلي و، د هند حکومت د نه همکارۍ او نه ملاتړ او د کافي سرچینو او پرسونل د نه شتون له کبله دغې پرېکړې ته چې پرې خوښ ‌نه دي، اړ ایستل شوي.

‌ د مسکو غونډې ته غبرګون: "موږ حاضر یوو ورسره کېنو"

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ښاغلي ستانکزي په خپلو خبرو کې په مسکو کې د طالبانو حکومت مخالفانو ناستې ته هم غبرګون په ډاګه کړی دی.

نوموړی وايي،‌ "د دې پر ځای چې په مسکو کې کېنې، دلته دې راشي او موږ حاضر یوو له دوی سره کېنو، خبرې سره وکړو او د تفاهم له لارې مشکل سره حل کړو."

خو د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده مخکې ویلي و، پخوانیو چارواکو ته په حکومت کې ونډه نه شي ورکولای خو د عادي وګړو په ډول ژوند کولای شي.

د طالبانو عدلیې وزارت په افغانستان کې د ګوندونو فعالیت "غیرشرعي" بللی او هیچا ته د سیاسي فعالیت اجازه نه ورکوي.

د مسکو په ناسته کې د طالبانو مخالفو مشرانو ویلي، که د طالبانو حکومت خبرو ته نه ورسره کېني، "مجبور دي جګړې ته لاس کړي."‌

خو ښاغلی ستانکزی چې په دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی هم و، وايي مخالفان یې د "پخوا پرتله کمزوي شوي دي."

نوموړی زیاتوي چې د امریکا په ګډون ټولو هېوادونو ډاډ راکړی چې په افغانستان د مخالفانو پوځي ملاتړ نه کوي.

که نړیواله ټولنه په ښکاره د طالبانو د مخالفانو پوځي ملاتړ نه کوي، څه باندې دوه کاله وشول چې حکومت یې هم په رسمیت نه پېژني.

له دې سره چې هند چې په کابل کې خپل سفارت تړلی، خو دا وروستیو کې داسې ښکاري چې له طالبانو سره اړیکو ته لېواله دی.‌ که ډیلي کې افغان سفارت په رسمي ډول د طالبانو استازو ته وسپارل شي، ښايي دا اړیکي نورې هم پراخې شي.‌‌‌