تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
احمد مسعود افغانستان کې د نظام جوړښت لپاره "د ټولپوښتنې" غوښتنه کړې
د ملي مقاومت په نامه د ټلوالې مشر احمد مسعود په افغانستان د نظام جوړښت لپاره "د ټولپوښتنې" غوښتنه کړې. نوموړي دغه څرګندونې په مسکو کې یوې ناستې ته کړې دي. د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه وايي.
د افغانستان د تېر او راتلونکي تر منځ په نامه غونډه، نن پنجشنبه (نومبر ۲۳) د "عادلې روسیې" ګوند په کوربتوب جوړه شوې ده. دغې غونډې ته د پخواني حکومت یو شمېر چارواکي د پارلمان ځینې غړي او د سیمې ځینو هېوادونو استازي وربلل شوي دي.
د روسیې دغه ګوند په پارلمان کې نژدې شل سلنه څوکۍ لري.
احمد مسعود روسیه د افغانستان دوست هېواد وباله. ''موږ د نړۍ په یوه مهم او د افغانستان یوه دوست هېواد په پلازمینه مسکو کې راغونډ شوي یوو، چې د افغانستان د ستونزو په اړه په خپل منځ، مخاطبانو او د سیمې له دوستانو سره مطرح کړو. ''
ښاغلي مسعود د طالبانو پر حکومت نیوکې وکړې چې د نوموړي په ټکو د ټولنې نیمايي وګړي یې له لیک لوسته لېرې ساتلي دي.
هغه په افغانستان کې د ټاکنو او د خلکو د رایو پر بنسټ د حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه او وايي په افغانستان کې باید داسې حکومت جوړ شي چې هېڅوک له قانون پورته نه وي. د طالبانو حکومت څو میاشتې وړاندې بي بي سي ته ویلي و، چې په افغانستان کې ټاکنو ته اړتیا نشته او پخواني سیاستوال د "اوسېدو" لپاره افغانستان ته ورستنېدی شي او د همدې چارې لپاره یې یو کمیسیون هم جوړ کړی دی.
د افغانستان د عدلیې پخواني وزیر فضل احمد معنوي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي ''نژدې درې کاله وړاندې هم دغه ځای د یو شمېر سیاستوالو او طالبانو کوربه و، خو کومه مثبته پایله یې ترلاسه نه کړه.''
روسیه یو له هغو هېوادونو بلل کېږي چې طالبانو سره نژدې اړیکي پالي او خپل سفارت یې هم په کابل کې پرانیستی دی. که څه هم په دې ناسته کې د طالبانو استازي نه وو، خو ډېرو نورو غونډو ته طالب استازي وربلل کېږي.
هممهاله، د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت په نامه د شورا غړي محمد محقق د مسکو په غونډه کې پر امریکا نیوکې وکړې او د دوحې تړون یې یو ''شرمناکه او وېروونکی'' تړون وباله.
په دغې غونډې کې د ایران استازي د داعش خراسان ډلې سره د طالبانو له مبارزې خوښي ښوولې او وايي، ''یو بل بدلون چې ستر ارزښت لري د داعش خراسان ترهګریزې ډلې سره د طالبانو مبارزه ده. له داعش سره د مبارزې په برخه کې له ګاونډیو سره د افغانستان همکارۍ ارزښتمنې پایلې لرلې دي، چې په پایله کې یې د دغې ترهګرې ډلې یو شمېر د مشرتابه کړۍ له منځه تللي او د دغې ډلې ویجاړونکي فعالیتونه محدود شوي دي."
ایران د طالبانو له حکومت سره نژدې اړیکي پالي، خو په عین حال کې د طالبانو مخالفانو سره هم اړیکې لري.