مونالیزا؛ معترضانو د داوېنچي پر نقاشۍ سوپ وشینده
معترضانو د مونا لیزا پر نقاشي شوي انځور سوپ وشینده او د "سالمو او دوامداره خواړو" د حق غوښتنه یې وکړه. د لوور میوزیم اعلان وکړ چې دغه اثر په ښیښهيي پوښ کې و او زیان نه دی ورته رسېدلی.
د ۱۶ پېړۍ نقاشي (مونا لیزا) د لیونارډو داوېنچي د هنر یو له خورا مشهور شاهکارونو څخه دی چې د مرکزي پاریس په لوور میوزیم کې ځای په ځای شوی.
په خپره شوې ویډیو کې دوو معترضو مېرمنو چې پر کمیسونو یې لیکل شوي وو "د خوړو برید ضد" د مونا لیزا انځور ته مایعات ور وشیندل.
دوی بیا د تابلو مخې ته درېږي او وايي: "کوم مهم دی؟ هنر یا د صحي او دوامداره خواړو حق؟"
دوی بیا وايي، "ستاسو د کرنې سیسټم نیمګړی دی." "زموږ کروندګر په کار کې مړه کېږي."
بیا د موزیم ساتونکي لیدل کېږي چې له خونې د کسانو له ایستلو مخکې تورې پردې راوړي او د دوو معترضو ښځو او خلکو مخې ته یې ږدي.
یوې ډلې چې ځان ته (ریپوسته الیمنټیر) یا د خوړو ضد اعتصاب نوم ورکوي، د دې کار مسؤلیت منلی دی.
په یوه بیان کې چې پر اېکس ټولنیز شبکه (ټویټر) کې خپور شوی، ویل شوي چې دا اعتراض د عامه ټولنیز امنیت سیسټم کې د خوړو د یوځای کولو د هڅو یوه برخه ده.

د عکس سرچینه، BBC VEDIO GRAB
په بیان کې راغلي چې د خوراکي توکو اوسنۍ بڼه په ټولنو ظلم کوي او خوراک ته د دوی اساسي حق ته درناوی نه کوي.
دې ډلې د خوړو د ۱۵۰ یورو (۱۲۸ پونډو) د کارت غوښتنه وکړه چې هره میاشت اتباعو ته ورکړل شي.
لوور موزیم وویل ددغې ډلې غړو چې دوی یې د چاپېریال ساتنې غورځنګ ګڼي، په ځایي وخت د سهار شاوخوا لس بجې پر نقاشۍ د کدو سوپ شیندلی دی.
موزیم هم ویلي چې نقاشۍ ته زیان نه دی رسېدلی.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د نندارتون تالار لومړی تش او بیا په ۱۱:۳۰ بجو د لیدونکو پر مخ بېرته پرانیستل شو.
موزیم اعلان کړی، د معترضانو پر وړاندې به شکایت ثبت کړي.
د فرانسې د کلتور وزیر راچیدا دوټي وویل "هېڅ دلیل" نشي کولای دا اقدام توجیه کړي.
هغه پهر اېکس ټولنیز شبکه کې لیکلي: "زموږ د نورو میراثونو په څېر [نقاشي] په راتلونکو نسلونو پورې اړه لري".
په وروستیو اونیو کې فرانسه د بزګرانو د اعتراضونو ډګر و. دوی د تېلو د بیو پر لوړوالي او د ځپونکو قوانینو پرضد نیاتعراض درلود. بزګرانو د جمعې په ورځ پارسي ته د ننوتلو او وتلو لارې بندې کړې وې.



















