تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرایین کې د روسیې له بریدونو وروسته شپږ میلیون خلک له ژمنۍ یخنۍ او برېښنا نشتوالي کړېږي
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي ویلي، د روسیې د وروستیو توغندیزونو بریدونو له کبله یې په هېواد کې تر ۶ میلیون ډېرې کورنۍ اوس د برېښنا د سرچینو د پرچاو له کبله کړېږي.
زیلېسنکي ویلي: "تر اوسه په ډېری سیمو او ان پلازمېنه کېیف کې د برېښنا د پرچاو چاره دوام لري".
نوموړي په یوه تلوېزیوني وینا کې وویل، د کېیف شاوخوا سیمه تر نورو هغو ډېرې د برېښنا له پرچاوېدو او د اوبو له نشتوالي کړېږي. د پلازمېنې ځینې اوسېدونکي هم نژدې ۲۰ او ځینې وخت ۳۰ ساعته برېښنا او اوبه نه لري.
هغه له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د برېښنا لګولو کې کمی راولي او د اړتیا وړ لږ اوبه مصرف کړي.
د اوکرایین ولسمشر مخکې ویلي وو چې د کېیف په ګډون د هېواد په ۱۵ سیمو کې د برېښنا او اوبو د کمښت تر ټولو "سخت حالت" دی.
په ټول اوکرایین کې اوس د ژمي موسم پیل شوی، هلته واوره ورېدلې او د حرارت درجه تر صفر ټیټه شوې ده.
داسې وېره هم شته چې د هېواد په لر و بر کې ښايي خلک د ژوند د لومړنیو امکاناتو د نشتوالي او سړوښې د ډېرېدو له کبله ومري.
د پنجشنبې ورځې په ګهیځ د کیېف ۷۰ سلنه اوسېدونکي چې راویښ شول د روسیې له بریدونو وروسته یې برېښنا نه وه.
د کیېف ښاروال ویتالي کیلچکو بي بي سي ته ویلي د "تر ټولو ناوړه سناریو" امکان لیرې نه ويني، ځکه چې ښار کې برېښنا او د تودولو امکانات او اوبه نه شته.
ناټو د لا ډېر ملاتړ ژمنه وکړه
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، له په هر قېمت وي له اوکرایین سره له خپله ځانه ددفاع لپاره لازمه مرسته وکړي.
دی وايي، پر اوکرایین د روسیې دې یرغل له اوکرایین سره د دغه هېواد د پوځ په غښتلتیا کې مرسته کړې.
په رومانیا کې راتلونکې اونۍ د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې مخکې سټولټنبرګ خبریالانو ته وویل، غړي هېوادونه هڅوي چې د هوايي دفاع د سیستم ورکولو کې چټک شي او اوکرایین ته په انفرادي او ډله ییز ډول نورې وسلې ورکړي.
ده وویل "ناټو به د اوکرایین ملاتړ ته دوام ورکړي، که په هر قېمت تمام شي او له دې دریځه به هېڅ شا ته نه شي".
ده وویل هیله لري چې د رومانیا غونډه کې غړي هېوادونه له اوکرایین سره بې سابقې مرسته وکړي او دغه هېواد ته وژونکې وسلې ورکړي.
جرمني د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې له خپلو ټلوالو سره اوکرایین ته د پولنډ د پټریوټ ضد بټریو سیستم استولو غوښتنه وڅېړل شي.
ناټو ویلي وو چې پر دغه وړاندیز کوم اعتراض نه لري.
څو اونۍ مخکې د پولنډ پر خاوره توغندي ولګېدل چې د توغندیو د سرچینې په اړه یې اندېښنې او بحثونه راوپارول.
دا S-300K ډوله توغنديد پخواني شوروي اتحاد د واکمنۍ پرمهال جوړ شوي وو.
د پولنډ ولسمشر وروسته وویل هېڅ داسې ثبوت نه شته چې ګنې روسیې دې دا توغندي توغولي وي.
پونلډ د ناټو غړی هېواد دی چې د دغه تړون د بنسټګرې هوکړې له مخې باید د هر ډول یرغل پر وړاندې له خپلې خاورې دفاع وکړي.