اوکراییني ځواکونو یو روسي سرتېری خارکیېف کې له ۶ میاشتې پټ ژوند وروسته نیولی

د خپرېدو وخت

اوکرایین کې پولیسو یو روسی سرتېری نیولي چې وايي شپږ میاشتې یې خارکیېف کې پټ ژوند تېر کړی.

د اوکراییني پولیسو ځايي څانګې ویلي، د دوی ځواکونو دغه ۴۲ کلن سړی د خارکیېف کوپیانڅک ناحیه کې د ګزمې پر مهال درولی دی.

کوپیانڅک تېره سپتمبر میاشت کې بېرته د اوکراییني ځواکونو لاس ته کېوت.

دغه روسي سرتېري پولیسو ته ویلي چې له هماغې راهیسې یې دغلته د جګړې له کبله تشو شویو ودانیو کې پټ ژوند کاوه.

د پولیسو اعلامیه کې راغلې چې له دغه سړي نورې څېړنې روانې دي.

کوپیانڅک کې د اورګادو یو مهم جنکشن پروت دی.

دا سیمه تېر کال د روسیې یرغل له پیل راهیسې د سختو جګړو شاهده ده.

روسي ځواکونو د جګړې د پیل ورځو کې دا سیمه لاندې کړه او څو میاشتې یې کنټرول کې وه.

اوکراییني ځواکونو که څه هم د خارکیېف دا سیمه تېره سپتمبر میاشت کې بېرته ونیوه، خو اوس هم هره ګړۍ دا خطر شته چې روسیه به یې د بېرته نیولو هڅه وکړي.

اوکراییني چارواکو له همدې کبله د روان مارچ لومړیو کې د دې ځای ځینو اوسېدونکو ته د وتلو امر وکړ.

د خارکیېف ځايي ادارې مشر اولېګ سینېګوبوف د سې شنبې پر ورځ هم ویلي، چې روسي ځواکونو پر دې او ورڅېرمه نورو سیمو درانه راکټي بریدونه کړي دي.